Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

Date of first publication: 01. June 2022

 

ګرانو میرمنو او ښاغلو

داد بشریت په تاریخ کې یو داسې ناوړه عمل او جنګي جنایت دی چې د پنځوسو کلونو راهیسې په پټه ترسره سوی دی. اوس د دنیا پام و دغه موضوع ته وراوښتی دی.

د ۲۰۲۲ کال د مې په ۳۰مه، امریکايي ټلویزیوني چینل «وی او ای  پښتو» د بلوچستان د ښځو د احتجاج او مظاهرې په اړه یو راپور خپور کړ.

لاندې به د راپور ځینې برخې ذکر کړو:

د بلوچستان ملتپاله ګوندونه او د بشري حقونو ډلې وايي، په بلوچستان کې په زرګونو  ناراضه بلوڅان په زوره ورک سوي دي. بلوڅ مېرمنې د خپلو خپلوانو د بی درکه کېدو پر ضد راپورته سوې دی اود بندیخانی  څخه د خپلوانو دخلاصون لپاره یې ږغ پورته کړی دی. دا د بلوڅو  ښځو د مقاومت یو نوې مخ دی چې له محاکمې پرته د بلوڅانو د جبري بې درکه کولو او وژلو په وړاندې مبارزه کوي.

تر اوسه پورې د بلوڅو ښځو ژوند تر خپلو کورونو او کلیو پورې محدود سوی وو. خو اوس د خپلو مېړونو له ورکیدلو سره ډېرې ښځې مبارزی کولو ته مجبورې سوې دي.

بلوڅ فعاله مېرمن سارا وايي، هغه په ​​ښوونځي کې په لسم ټولګي کې وه چې ورور او وراره یې ورک سول. هغې بیا ښوونځي پریښوده او مجبوره سوه چې اسلام اباد او کراچۍ ته د احتجاج لپاره سفرونه وکړي ترڅو خلک د هغې ږغ واوري.

د پاکستان پوځ له ۲۰۰۶ کال راهیسې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د بلوڅ ملتپالو ګوندونو، د بشري حقونو ډلې او د پارلمان ځينې غړي تور لګوي چې د جګړې پر مهال زرګونه بلوڅ فعالان په زوره ورک سوي دی او د ځينو مړی په لارو کوڅو کې غورځول سوي دي.

بلوڅ فعالې مېرمن تاج وویل، د هغې دوه وروڼه په زوره ورک سوي دي. د هغې دورور مقبول نواب مړی پس له ۲۱ ورځې په کراچۍ ښار کې پیدا سو. د هغې دوهم ورور لا تر اوسه ورک دی.

پخوا به د بلوڅانو د بې درکه کیدو پر ضد په مظاهرو کې زیاتره نارینه وو ګډون کولی. مګر اوس بیا کله کله په احتجاجونو کی تر نارینه وو  ښځې ډیری وي.

د ورک سوي بلوڅانو د حقونو د سازمان مشر ماما قدیر وايي، ډېرې ښځې بېرول سوې دی، پر مخونو یې تیزاب ور پاشل سوی دی او د زور له لارې ورکې سوې دي، خو اوس د بېرې دغه دور پای ته رسېدلی دی ځکه چې د ښځو شمېر ډېر سوی دی. زیاتره وختونه هغه میرمنې چې خپلوان یې په زوره ورک سوي دي، په مظاهرو او مطبوعاتي کنفرانسونو کې هم شتون لري.

بلوڅ فعاله مېرمن نرګس فیاض له پوهنتون څخه فارغه سوه. د لاریونونو پرمهال، هغې د خپل ورک شوي میړه عکس په لاس کې نیولی وی او ژاړي.

د پاکستان حکومت د لادرکه شویو کسانو لپاره یو کمېشن جوړ کړی، خو د ورکو شویو بلوڅانو خپلوان او د ورکو شویو کسانو د حقونو لپاره فعالان اکثره و  دغه کمېسیون  ته له ورتګ څخه انکار کوي.

بلوڅ فعاله مېرمن کلثوم وايي، ورور یې له ۲۰۱۴ کال راهیسې لادرکه دی،  امنیتي چارواکو په زوره  بیولی دی. نوموړې د بشري حقونو له ډلو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوي چې ورور یې پیدا کړي او عدالت عملی کړي


د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بلوچستان ته د خپل سفر پر مهال ژمنه وکړه، چې د بې درکه شویو کسانو مسله به یوی با صلاحیته اداري ته وسپاري. د هغه اشاره د پاکستان و پوځ ته وه. اما د پاکستان پوځ دغه تورونه ردوي. خو څو کاله وړاندې د پاکستان د پوځ ویاند ویلي وه چې په جګړه کې هر څه اجازه سته. بلخوا د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د بلوچستان په ناآرامیو کې بهرنيان لاس لري

پورته متن د «وی او ای  پښتو» تلویزیونی چینل دراپور ځینی برخی دی

لکه څنګه چې موږ پر ۲۷ د جولای ۲۰۲۱ په خپل لیک کې یادونه کړی وه، د«ټول افغان» ویبپاڼی پر ۲۲ د جولای ۲۰۲۱ ، راپور خپورکړی چې د ورک شوي کسانو د لټون د سازمان مشر قادر بلوچ دمعلومات پراساس په بلوچستان کې پنځوس زره خلک لادرکه دي. موږ ګومان کوو چې په پښتونخوا کې هم په لسګونو زره کسان بې درکه سوي دي چې دقیق شمېر یې موږته معلوم نه دی. یو شمېر لادرکه شوي کسان د پاکستان په زندانونو کې دي او یو شمېر نور لا دمخه وژل سوي دي. له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته پاکستاني جنرالانو له دوه میلیونو ډېر افغانان وژلي دي.

موږ د ملګرو ملتونو له سرمنشي ښاغلي انتونیو ګوتریش او په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال ښاغلي کریم خان څخه غوښتنه کوو چې له پاکستانه وغواړي چې ژر تر ژره ټول هغه زرګونه سیاسي بندیان ایله کړي چې د پاکستاني جنګي مجرمینو له خوا د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته نیول سوي دي او اوس هم په زندانونو کې دي. موږ د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال ښاغلي کریم خان څخه غوښتنه کوو چې هغه پاکستاني جنرالان او سیاستوال چې په جنګي جرمونو کې لاس لري، محاکمه کړي. د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د افغانانو سترګې په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته دي.
 
په درنښت
 
یادونه: پورته ذکر سوې ویډیو د لاندې لینک لاندې د «وی او ای  پښتو» یوټیوب چینل کې لیدلی سئ. په بلوچستان کې د لادرکه سوو کسانو په اړه راپور د ویډیو د ۲۱ دقیقو او ۴۸ ثانیو دبرخی څخه شروع کیږي او په پښتو ژبه جوړ سوی راپوردي

https://www.youtube.com/watch?v=KE324M1-47w&t=1517s

 

خانم ها و آقایان عزیز

درتاریخ بشریت یک عمل زشت وجنایت جنگی که ازمدت پنجاه سال به طورمخفیانه ادامه دارد اکنون مورد توجه جهانیان قرار گرفته است.
به تاریخ ۳۰ می ۲۰۲۲ ، شبکه تلویزیونی آمریکایی (صدای آمریکا-پشتو) گزارشی از زنان معترض و تظاهرکننده بلوچستان منتشر کرد.

در ادامه به بخش‌هایی از این گزارش اشاره می‌کنیم:

احزاب ملی بلوچستان و گروه های حقوق بشر می گویند که هزاران بلوچ ناراضی به زور در بلوچستان ناپدید شده اند. زنان بلوچ در برابر ناپدید شدن اعضای خانواده خود احتجاج می کنند و صدای خود را برای رهایی دوستان خود بلند کرده اند. این چهره جدیدی از مقاومت زنان بلوچ در برابر ناپدید شدن اجباری و کشتار بدون محاکمه مردم بلوچ است.

زندگی زنان بلوچ تاکنون محدود به خانه وقریه بوده است. اما اکنون با ناپدید شدن شوهرانشان، بسیاری از زنان مجبور به مبارزه شده اند.

خانم سارا، فعال بلوچ، می‌گوید که در صنف دهم مکتب بود که برادر و برادر شوهرش ناپدید شدند. او سپس  مکتب را رها کرد و مجبور شد برای اعتراض به اسلام آباد و کراچی سفر کند تا مردم صدای او را بشنوند.

از سال ۲۰۰۶  اردوی پاکستان به عملیات نظامی علیه جدایی طلبان بلوچ ادامه داده است. احزاب ملی بلوچ، گروه های حقوق بشر و برخی از نمایندگان پارلمان ادعا می کنند که هزاران فعال بلوچ به زور در طول جنگ ناپدید شده و اجساد برخی روی کوچه ها سرک ها انداخته شده است.

خانم تاج، فعال بلوچ گفت که دو برادرش به زور ناپدید شده اند. جسد برادرش مقبول نواب پس از ۲۱ روز در شهر کراچی پیدا شد. برادر دوم او هنوز ناپدید است.

تظاهرات علیه ناپدید شدن بلوچ ها سابق با حضور مردان  زیادتر برگزارمی شد. اما درحال  حاضر, بعضی وقت ها تعداد زنان از مردان بیشتر می باشد.

آقای ماما قدیر، رئیس سازمان حقوق ناپدید شدگان بلوچ گفت که بسیاری از زنان ترسانده شده اند، به روی آنها تیزاب پاشیده شده و تحت فشار ناپدید شده اند، اما اکنون این دوره ترس به پایان رسیده است زیرا تعداد زنان افزایش یافته است. در اغلب موارد زنانی که دوستان شان به زور ناپدید شده اند نیز در تظاهرات و نشست های خبری حضور دارند.

خانم نرگس فیاض فعال بلوچ از پوهنتون فارغ التحصیل شد. او در تظاهرات عکس شوهر گمشده اش را در دست گرفته و گریه می کند.

دولت پاکستان کمیسیونی را برای افراد ناپدید شده تشکیل داده است، اما دوستان ناپدید کان بلوچ  و فعالان حقوق ناپدیدشدگان اغلب از مراجعه به این کمیسیون خودداری می کنند.

خانم کلثوم، فعال بلوچ، می گوید که برادرش از سال ۲۰۱۴ تا به حال ناپدید شده  است مقامات امنیتی شوهرم را ازخانه به زور همرای  خود بردند. او از گروه های حقوق بشر و سازمان ملل درخواست می کند تا برادرش را پیدا کنند و عدالت را برقرار کنند.

شهباز شریف، نخست وزیر پاکستان، در جریان سفر خود به بلوچستان وعده داد که موضوع افرادی را که تحت فشار ناپدید شده اند جهت بررسی به مراجع ذیصلاح ارسال خواهد کرد. منظورش اردوی پاکستان بود. اما اردوی پاکستان این اتهامات را رد می کند. با این حال، چند سال پیش سخنگوی اردوی پاکستان گفت که در جنگ اجازه است که هرکاراجرا شود . علاوه بر این، اردوی پاکستان مدعی است که دست های خارجی در ناآرامی های بلوچستان دست دارند.

در بالا نقل قول هایی از گزارش کانال تلویزیونی صدای آمریکا-پشتو بود.

همانطور که در نامه ۲۷ جولای ۲۰۲۱ خود اشاره کردیم، صفحه انترنت خبری "تول افغان" در ۲۲جولای ۲۰۲۱ به نقل از آقای قدیر بلوچ از سازمان جستجوی مفقودین گزارش داد که پنجاه هزازنفر در بلوچستان مفقود شده اند. ما فرض می کنیم که ده ها هزار نفر نیز بدون هیچ معلومات  در  پشتونخوا ناپدید شده اند که تعداد دقیق آنها را نمی دانیم. برخی از افراد ناپدید شده در زندان های پاکستان به سر می برند و برخی دیگر قبلاً کشته شده اند. برخی از جنرال های پاکستانی بیش از پنجاه سال است که بیش ازدو میلیون افغان را در دو طرف خط دیورند کشته اند.

ما از آقای آنتونیو گوترش، سرمنشی سازمان ملل متحد و آقای کریم خان،  سارنوال محکمه بین‌المللی جنایی در هاگ، می‌خواهیم که از پاکستان بخواهند  همه هزاران زندانی سیاسی را که توسط جنایتکاران جنگی پاکستانی از هر دو طرف خط دیورند دستگیر شده‌اند، فوراً آزاد کند.
 ما از آقای کریم خان، سارنوال محکمه  بین المللی جنایی در هاگ می خواهیم که جنرال ها و سیاستمداران پاکستانی را که در جنایات جنگی دست دارند، محاکمه کنند. چشم مردم افغانستان در دو سوی خط دیورند به محکمه بین المللی جنایی در هاگ است.
 
با احترام
 یادداشت: ویدیوی فوق را می توانید در کانال یوتیوب «صدای امریکا−پشتو»تحت لینک ذیل مشاهده کنید. گزارش ناپدید شدگان بلوچستان در قسمت ویدیو از دقیقه۲۱ وثانیه ۴۸ شروع می شود و به زبان پشتو تهیه شده است.

https://www.youtube.com/watch?v=KE324M1-47w&t=1517s

Dear Ladies and Gentlemen

there's is a scandal and war crime in the human history that has been committed in secret for 50 years. It is now being turned to the attention of the world.

On May 30, 2022, the American TV channel VOA-Pashto published a report on the protesting and demonstrating women of Balochistan.

Below we would like to mention some parts of the report:

Balochistan's national parties and human rights groups say that thousands of disaffected Baluchis have been forcibly disappeared in Balochistan. The Baloch women have stood up against the disappearance of their relatives and raised their voices for the release of their relatives. It is a new face of Baloch women's resistance to the enforced disappearance and killing of Baloch people without trial.

Until now, the life of the Baloch women has been restricted to their houses and villages. But now, with their husbands gone, many women are forced to fight.

Baloch activist Ms Sara says she was in 10th grade at school when her brother and brother-in-law disappeared. She then dropped out of school and was forced to make trips to Islamabad and Karachi to protest so people could hear her voice.

Since 2006, the Pakistani army has continued military operations against Baloch separatists. Baloch National Parties, human rights groups and some MPs allege that thousands of Baloch activists were forcibly disappeared during the war and the bodies of some were thrown in the streets.

Baloch activist Ms Taj said her 2 brothers had forcibly disappeared. After 21 days her brother Maqbol Nawab was found dead in the city of Karach. Her second brother is still missing without a trace.

The protests against the disappearance of the Baloch were mostly attended by more men. But now and then there are more women than men.

Mr. Mama Qadir, the Chairman of the Organization for the Rights of disappeared Baloch people said that many women were intimidated, their faces were sprayed with acids and they disappeared under duress, but now this period of fear is over because the number of women has increased. In most cases, the women whose relatives have forcibly disappeared, are also present at protests and press conferences.

Baloch activist Ms. Nargis Fayaz graduated from university. During the protests, she holds the picture of her missing husband in her hand and cries.

The Pakistani government has set up a Commission for the disappeared people, but relatives of the Baloch disappeared and activists for the rights of the disappeared often refuse to contact the commission.

Baloch activist Ms. Kulsum says her brother has been missing since 2014, having been taken away by security officials under duress. She is appealing to human rights groups and the United Nations to find her brother and bring about justice.

Pakistan's prime minister, Shahbaz-Sharif, promised during his trip to Balochistan that he would take the matter of the people who had disappeared under duress to a competent authority. He meant the Pakistani army. However, the Pakistani army denies these allegations. However, a few years ago the spokesman for the Pakistani army said that anything goes in war. Further, the Pakistani Army claims that foreign hands are involved in the unrest in Balochistan.

Above were quotations from the report by TV channel VOA-Pashto.

As we pointed out in our letter of July 27, 2021, the news portal "Tolafghan" reported on July 22, 2021, citing Mr. Qadir Baloch from the Organization for Missing Persons Search, that 50,000 people were reported missing in Balochistan province. We assume that tens of thousands of people have also disappeared without a trace in Pakhtunkhwa province, the exact number of whom we do not know. Some of the missing persons are in Pakistani prisons and others have already been killed. some of the Pakistani generals have killed more than 2 million Afghan people on both sides of the Durand Line for more than 50 years.

We ask Mr. Antonio Guterres UN Secretary-General and Mr. Karim Khan, Chief Prosecutor of the International Criminal Court in The Hague, to urge Pakistan to immediately release all several thousands of political prisoners who have been arrested by Pakistani war criminals on both sides of the Durand Line and are still in prisons. We ask Mr. Karim Khan, Chief Prosecutor of the International Criminal Court, to bring to justice the Pakistani generals and politicians involved in war crimes. The eyes of the Afghan people on both sides of the Durand Line are on the International Criminal Court in The Hague.
 
Kind regards
 
PS: The above-mentioned video can be seen on the "VOA Pashto" YouTube channel under the following link. The report on the disappeared people in Balochistan starts in the video section from the 21st minute and 48th second and is made in Pashto language.

https://www.youtube.com/watch?v=KE324M1-47w&t=1517s