Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

د پاکستان سره تجارت په قطعی توګه بند سو

ګرانو آغلو او ښاغلو

د پاکستان سره تجارت په بشپړه او قطعی توګه بند سو

په نړۍ کې ګڼ شمېر نور هېوادونه سته، چې موږ کولی سو، د دوی سره  ډیری ښی تجارتې اړیکې جوړې او پیاوړې کړو. په ځانګړې توګه له خپل ګاونډي او دوست هېواد هند سره د تجارت د پراخېدو لپاره ستر امکانات موجود دي

د هند سره د تجارت د ودې لپاره موږ لاندې اسانتیاوې په پام کې نیولې دي

هغه تجاران چې له هند څخه مېوې او سبزيجات واردوي، د ګمرکي مالیې (تعرفې) څخه معاف دي

هغه تجاران چې درمل او نور توکي له هند څخه واردوي، د پخوانۍ تعرفې په پرتله به ۲۵٪ ګمرکي تخفیف تر لاسه کوي

هغه تجارانو ته چې تر دې دمه یې مېوې او سبزيجات پاکستان ته صادرول، هغوی ته د لاندې بدیلو لارو سپارښتنه کوو

د آسیا، اروپا او د نړۍ نورو هېوادونو ته دمیوو او سبزیجاتو د صادرولو دپاره، د نورو بازارونو پیدا کولو په لټه کی سي

د مېوو څخه نور تولیدات لکه مربا، جلاټین او د مېوې شربتونه جوړ کړی
د عصري طریقو له لارې مېوی وچی او بسته بندي کړی

مېوی او سبزیجات تر کنسروي کولو وروسته په دبلیانو یا د ښیښو په مرتبانوکی خرڅلاو ته وړاندی کړی
 
د مېوو او سبزیجاتو څخه د منجمدو (یخ وهلو) محصولاتو تولید وکړی

د سبزیجاتو څخه د اچارو تولید او په عصري ډول د ښیښو په  مرتبانو کې یی مارکیټ ته عرضه کړی

د مېوو او سبزیجاتو ساتنه په سړو ګودامونو (یخچالونو) کې د اوږدمهاله استعمال لپاره  وکړی

هغه تجاران چې د پورته یادو سوو تولیداتو لکه مربا، جلاټین، اچار، یخی سوو محصولاتو، د مېوو د وچولو، ، دبلیانو، د ښیښو د بوتلونو، کارتني بسته بندۍ لپاره عصري فابریکې او ماشینونه او همدارنګه  د سړوخونو،ګدامونویا شنو خونو اړوند سامان آلات افغانستان ته واردوي، د شپږو میاشتو لپاره د ګمرکي مالیې څخه معاف دي

ډېری افغانان په نړۍ کې په ځانګړي ډول په آسیا، اروپا او نورو سیمو کې تجارتی کاروبارونه کوي. موږ سپارښتنه کوو چې له دغو تجارانو سره اړیکه ونیسئ، څو د افغان محصولاتو لکه مېوو، سبزيجاتو، وچو مېوو، مربا، جلاټین، اچار، د مېوو شربتونو او نورو توکو لپاره په نړیوالو بازارونو کې علاقمندان پیدا کړی او د صاداراتو په برخه کی در سره همکاری وکړي

هغه فابریکې چې د پورته یادو سوو موخو لپاره جوړېږي، باید خپل لابراتوارونه ولري، څو د کیفیت په برخه کی منظم کنټرول یقیني کړي او محصولات له نړیوالو معیارونو سره سم تولید کړي

په درناوي،

یادونه
دولتی لابراتوارونه او د خوړو او درملو د کنټرول مسؤلی ادارې په منظم ډول، او بې له خبرتیا، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې معاینات او کنټرول کوي، څو د کیفیت او د   روغتیا ساتنی معیارونه وساتل سي
له همدې امله ټولې هغه فابریکې چې د خوړو او درملو تولید کوي، مکلف دي چې د نړیوالو عصري معیارونو مطابق د کیفیت او حفظ‌الصحې اصول په پوره توګه مراعت کړيکړي
 
 
Der Handel mit Pakistan wurde vollständig eingestellt.
 
Sehr geehrte Damen und Herren,
 
der Handel mit Pakistan wurde vollständig und dauerhaft eingestellt.
 
Die Welt bietet zahlreiche andere Länder, mit denen wir erfolgreiche Handelsbeziehungen aufbauen und erweitern können. Insbesondere mit unserem befreundeten Nachbarstaat Indien besteht ein großes Potenzial zur Steigerung des Handelsvolumens.
 
Zur Förderung des Handels mit Indien gelten folgende Vergünstigungen:
 
  • Händler, die Obst und Gemüse aus Indien importieren, werden von der Zollabgabe befreit.
     
  • Händler, die Medikamente und andere Waren aus Indien importieren, erhalten 25 % Zollermäßigung auf die bisherige Abgabe.
     
Allen Händlern, die bisher Obst und Gemüse nach Pakistan exportierten, empfehlen wir folgende Alternativen:
 
a) Export in andere Länder Asiens, Europas oder andere Weltregionen, um neue Geschäftsbeziehungen aufzubauen.
b) Verarbeitung von Obst zu Marmeladen, Gelatine, Getränken oder Fruchtsäften.
c) Trocknung von Obst und Verpackung als Trockenfrüchte mit modernen Verfahren.
d) Konservierung von Obst und Gemüse in Dosen oder Gläsern.
e) Herstellung von Tiefkühlprodukten aus Obst und Gemüse.
f) Produktion von Achar (eingelegtem Gemüse) und Abfüllung in modernen Glasverpackungen.
g) Lagerung von Obst und Gemüse in Kühlhäusern zur Haltbarmachung.
 
Händler, die moderne Fabrikanlagen und Maschinen für die oben genannten Produktionszwecke (z. B. für Marmelade, Gelatine, Achar, Tiefkühlprodukte, Kühl- und Gefrieranlagen, Trocknung von Obst und Gemüsen, Lagerhäuser, Dosen, Glasflaschen, Kartonverpackungen oder Gewächshäuser) nach Afghanistan importieren, werden für einen Zeitraum von sechs Monaten von der Zollabgabe befreit.
 
Viele Afghanen betreiben weltweit Handel – insbesondere in Asien, Europa und anderen Regionen. Wir empfehlen, mit diesen Geschäftsleuten Kontakt aufzunehmen, um afghanische Produkte wie Obst, Gemüse, Trocknenfrüchte, Marmelade, Gelatine, Achar, Fruchsäfte u. a. international zu vermarkten.
 
Die für diese Zwecke gegründeten Fabriken sollten über eigene Labore verfügen, um eine regelmäßige Qualitätskontrolle sicherzustellen und die Produkte an internationale Standards anzupassen.
 
Mit freundlichen Grüßen
 

PS: Die staatlichen Labore sowie die für Lebensmittel- und Medikamentenkontrolle zuständigen Behörden führen regelmäßig unangekündigte Kontrollen in allen Provinzen Afghanistans durch, um die Einhaltung von Qualitäts- und Hygienestandards zu gewährleisten.
Daher sind alle Fabriken für Lebensmittel- und Medikamentenherstellung verpflichtet, die modernen internationalen Standards für Qualität und Hygiene konsequent einzuhalten.