د ملګرو ملتونو اداری ته عريضه: د ايران په پوله کې د افغان ځوانانو د عاموژنې د پېښو د بېړنۍ څېړنې غوښتنه
درنو آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۲مه او ۳مه د رسنيو له راپورونو سره سم، د افغانستان او ايران تر منځ په پوله کې د ابو نصر فراهې سيمې ته نږدې يو وحشتناک جنایت رامنځته سوې دی. د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې، د افغان ځوانانو يوه ډله د ايران د سرحدي پوليسو لخوا نيول سوې، شکنجه سوې او وژل سوې ده. تر اوسه پورې ۱۲ مړي افغان چارواکو ته سپارل سوي دي، او دا امکان هم سته چې د قربانيانو اصلي شمېر تر دې ډېر وي
د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې، دا پېښه شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې رامنځته سوې ده. د ايران چارواکو د دغه ځوانانو جسدونه په سړو خونو کې ساتلي وه او دا خبر یی پټ کړي وو. د پېښې يو ژوندی پاته سوی کس وتوانېد چې خپله کورنی او افغان چارواکي د دغه پیښی په هکله خبرکړي، تر هغه وروسته عام خلګ هم د دغه پېښی څخه خبر سول. له بده مرغه، دا یو پلا نه ده، بلکی څو واره مخکی هم ایرانی عسکرو او پولیسو بیګناه افغانان وژلی دی. د رسنيو د راپورونو او د یوناما د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر د ۱۴ او ۱۵نیټی ترمنځ په شپه کی د بلوچستان او ايران په پوله کی ډیر افغان کډوال ووژل سول. د راپورونو له مخې، د ايران سرحدي پوليسو پر نږدې ۳۰۰ افغان کډوالو ډزې وکړلې چې په نتیجه کی يې شاوخوا ۲۶۰ بیګناه کسان ووژل
حتی له حیواناتو سره هم څوک داسې چلند نه کوي لکه څنګه چې په پورته ياد سوو پېښو کې د ايران مسئولينو له بېگناه انسانانو سره کړی دی.
د غریب افغان ولس سره له څو خواوو دوامداره ظلمونه او بېعدالتۍ کیږی. د لوي افغانستان اوسېدونکي له ډېرو کلونو راهيسې د هرډول استبداد او تاوتريخوالي سره مخامخ دي، د دوی بنسټيز حقوق او انساني کرامت په دوامداره توګه تر پښو لاندې کېږي
موږ په ټينګار سره د نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د ايران حکومت د دغو درنو جرمونو – په ځانګړې توګه د بېگناه انسانانو د وژل کېدو – په اړه د حساب ورکولو لپاره محاکمه کړی او د مرتکبینو د قانوني تعقيب لپاره اړین ګامونه پورته کړي. موږ همدارنګه غوښتنه کوو چې ټول لازم تدابير عملي سي تر څو د افغان ولس لپاره عدالت تأمين او د افغانانو د خونديتوب تضمين وسي
په درنښت

Petition an die Vereinten Nationen: Dringender Appell zur Untersuchung von Massakern an afghanischen Jugendlichen an der Grenze zum Iran
Sehr geehrte Damen und Herren,
Laut Angaben afghanischer Behörden soll sich der Vorfall vor ca. 20 Tage ereignet haben. Die iranische Seite haben die Leichen in Kühlhäusern aufbewahrt, ohne die Öffentlichkeit zu informieren. Ein Überlebender des Vorfalls konnte die Familie und afghanische Behörden benachrichtigen. Anschließend wurde der Vorfall öffentlich bekannt. Dieser Vorfall ist leider nicht der erste seiner Art. Bereits zuvor wurden afghanische Flüchtlinge von iranischen Sicherheitskräften getötet. Laut Medienberichten und Informationen der UNAMA wurden in der Nacht vom 14. auf den 15. Oktober 2024 an der Grenze zwischen Belutschistan und dem Iran zahlreiche afghanische Flüchtlinge massakriert. Berichten zufolge eröffneten die iranischen Grenzpolizisten das Feuer auf etwa 300 afghanische Flüchtlinge, von denen rund 260 ihr Leben verloren.
Mit Tieren geht man nicht einmal so um, wie die Verantwortlichen im Iran in oben genanten Fällen mit unschuldigen Menschen umgegangen sind.
Das afghanische Volk leidet unter anhaltender Unterdrückung aus mehreren Richtungen. Die Bevölkerung Großafghanistans ist seit vielen Jahren verschiedensten Formen von Tyrannei und Gewalt ausgesetzt, und ihre grundlegenden Rechte und Würde werden kontinuierlich verletzt.
Mit freundlichen Grüßen