ملګري ملتونه باید بېعمله او بېوسه ننداره ونه کړ ی او باید غلي پاتې نسي
محترمو آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه، افغان امنیتي ځواکونو د تورخم په کنټرولپوسته کې ټولټال ۵۲۵ وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات ونیول چې ټاکل سوې وه له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق سي. دغه وسلې په دوو موټرو کې وموندل سوې چې د هغو راستنېدونکو کسانو له خوا افغانستان ته راوړل کېدې چې له پاکستانه هېواد ته داخلېدل
د اړوندو چارواکو د معلوماتو له مخې، نیول سوې وسلې او تجهیزات په لاندې ډول وه
۱۰ د ام–۴ توپکونه
۱۰ لېزرونه
۱۰ دوربینونه
۱۷ د ټيټيکوف تومانچې
۱ کلاشینکوف
۴۹۷ نورې تومانچې
بېلابېل پوځي تجهیزات
۲۷۰۰۰ مرمۍ
د پېښې په تړاو دوه تنه ونیول سول چی یو افغان او یو پاکستانی تبعه دی
د دی پېښی شاته د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې (آی ایس آی) لاس دي. د دې وسلو موخه دا وه چې په افغانستان کې د پاکستان له خوا روزل سوې او ملاتړ سوې ترهګرې ډلې «داعش خراسان» ته وسلې ورسول سي، څو په سیمه کې بېثباتي رامنځته کړي
پاکستان په پرلهپسې ډول ادعا کوي چې ترهګر له افغانستانه سرچینه اخلي یا هلته ملاتړ ترلاسه کوي. خو پورته یاد سوی کشف برعکس دا څرګندوي چې خپله پاکستان ترهګر روزي او ملاتړ یې کوي
د راپورونو له مخې، په پاکستان کې تر ۳۰ ډېرې ترهګرې ډلې شتون لري، چې پکښې دد «داعش خراسان» ډله هم شامله ده، دغه ډلې روزل کېږي او وروسته افغانستان، هند او نورو هېوادونو ته استول کېږي څو هلته تروریستی بریدونه ترسره کړي
په ښکاره ډول پاکستان هڅه وکړه چې د وسلو د قاچاق د افشا کېدو څخه د خلګو پام بلی خوا ته واړوي. همدا لامل وو چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ د ۲۱مې او ۲۲مې تر منځ په شپه کی، د پاکستان پوځ د افغانستان د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو پر څو سیمو بیا بمباری وکړه. په دې بریدونو کې نه یوازې د افغانستان هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې سوه، بلکې ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل سول او ټپیان سول. د قربانیانو په منځ کې ماشومان، ښځې او زاړه کسان هم شامل وو چې عمرونه یې له ۱ تر ۸۰ کلونو پورې وو؛ په یوه کور کې ۱۱ ماشومان ووژل سول. د بمبارۍ قربانیان ترهګر نه، بلکې ملکي وګړي وه
په پاکستان کې د قانون حاکمیت او فعال جوړښتونه نه سته. اصلي پرېکړهکوونکی واک په پارلمان کې د ولسي استازو په لاس کی نه دی، بلکې د لویو جنايتکارو پوځي جنرالانو په لاس کې دی. له همدې امله، دا یو نمایشي پارلمان بلل کېږي. هر څوک چی پر رژیم یا پوځ نیوکه وکړی له سختو فشارونو لکه بندی کول، ګواښل، وژل او یا نورو جدي پایلو سره مخ کېږي. سربېره پر دې، د قضایي قوې خپلواکي شتون نه لری؛ قاضیان او څارنوالان د پوځي رژیم تر اغېز لاندې دي
له همدې امله، موږ په جدي توګه له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان د ناوړو کړنو او جنایتونو په وړاندي غبرګون وښیی، دغه پېښې په خپلواکه توګه وڅېړي او مناسب اقدامات ترسره کړي څو په پاکستان کې مسؤل کسان عدالت ته وسپارل سي. همدارنګه، ملګري ملتونه دې پر پاکستان فشار واچوي څو سیاسي واک او د پرېکړې صلاحیت له لویو جنايتکارو جنرالانو څخه پارلمان ته ولېږدول سي
په درنښت
Die Vereinten Nationen dürfen nicht tatenlos und ratlos zusehen
-
10 M4-Gewehre
-
10 Lasergeräte
-
10 Zielfernrohre
-
17 TT-Kov-Pistolen
-
1 Kalaschnikow
-
497 weitere Pistolen
-
diverse militärische Ausrüstungsgegenstände
-
27.000 Schuss Munition
