د پاکستاني جنګي جنایتکارانو د وحشي بریدونو د قربانیانو لپاره مالي مرسته
محترمو آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۱ مې نېټې راهیسې په افغانستان کې په څو ښارونو، لکه خوست، کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کنړ او نورستان او نورو باندې د پاکستاني جنګي جنایتکارانو او دیکتاتورانو لخوا پرله پسې، تقریباً هره ورځ، بریدونه کېږي. په دې بریدونو کې ړندی بمبارۍ کېږي او بېلابېل وسایل، لکه د هاوان مرمی او راکټونه کارول کېږي، چې له امله یې ګڼ شمېر ملکیان، په شمول د کوچنیانو، ښځو او مشرانو، وژل سوي یا سخت ټپیان سوي دي. د بې ګناه قربانیانو ژوندونه په ظالمانه ډول ختم سوي دي
د بېلګې په توګه: د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۳مه نېټه په خوست کې لږ تر لږه درې ماشومان او یوه ښځه وژل سوي، او درې نور ټپیان سوي دي. د دې ډول ورته پېښې له هغه راهیسې په څو ولایاتو کې بیا بیا سوې دي
د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه نېټه، پاکستاني جنګي جنایتکارانو د افغانستان په څو ښارونو، لکه خوست، کونړ او پلازمېنه کابل باندې نورې بې هدفه هوايي حملې ترسره کړې. په دې کې یو روغتون هم په کابل کې وویشتل سو، چېرې چې ناروغان درملنه کېدل. د رسنیو د راپورونو له مخې، له ۴۰۸ څخه ډېر کسان وژل سوي او شاوخوا ۲۶۵ نور ټپیان سوي دي. په کابل کې طبي مرکزونه د ټپیانو د زیات شمېر له امله بشپړ ډک دی
دا ظالمانو د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۷مه نېټه په تورخم کې یو بازار په نښه کی؛ په دې برید کې له ۱۵۰ څخه ډېر دوکانونه او د هغوی توکي ویجاړ او وسوځول سول
موږ د پاکستاني جنګي جنایتکارانو او دیکتاتورانو دا وحشي ترهګریز بریدونه په کلکه غندو، چې بې ګناه ملکیان، په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې، یی وژلي دي
موږ د قربانیانو د کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او دوی ته صبر او زغم غواړو. موږ د شهیدانو لپاره د جنت فردوس دعا کوو. ټپيانو ته ژر او بشپړه شفا غواړو.
ټولې هغه کسان چې د پاکستاني بریدونو قرباني سوي دي—که د الوتکو یا ډرونونو له لارې بمبار سوي وي، یا د هاوان د مرمیو، راکټونو او نورو بریدونو په پایله کې، که د کابل په روغتون باندې د برید پر مهال قربانی سوي وی یا په نورو ولایتونو کې—د افغانستان د دولتي بودیجې څخه دی لاندې مالي مرسته ترلاسه ورکول سي
د وژل سوو کسانو کورنیو ته د هر وژل سوي کس لپاره ۵،۰۰۰ ډالر ورکول کېږي.
هر سخت ټپي سوي کس ته ۲،۰۰۰ ډالر ورکول کېږي.
د هر نړیدلي کور لپاره ۳،۰۰۰ ډالر، د هر ویجاړ سوي دوکان لپاره ۲،۰۰۰ ډالر، او د هر ویجاړ سوي موټر لپاره ۲،۰۰۰ ډالر ورکول کېږي
په درنښت
Finanzielle Hilfe für die Opfer der barbarischen Angriffe pakistanischer Kriegsverbrecher
Alle Personen, die den pakistanischen Angriffen zum Opfer gefallen sind – sei es durch Bombardierungen aus Flugzeugen oder Drohnen oder durch Angriffe mit Granaten, Raketen, Panzerfäusten usw., sei es bei dem Angriff auf das Krankenhaus in Kabul oder in anderen Provinzen – sollen wie folgt finanzielle Hilfe aus der Staatskasse Afghanistans erhalten:
-
Den Familien der Getöteten sollen für jede getötete Person 5.000 USD gezahlt werden.
-
Für jede schwerverletzte Person sollen 2.000 USD gezahlt werden.
-
Für jedes zerstörte Haus sollen 3.000 USD, für jedes zerstörte Geschäft 2.000 USD und für jedes zerstörte Fahrzeug 2.000 USD gezahlt werden.
