ځینی کسان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو غوښتنه کوي
محترمو آغلو او ښاغلو
ځینې کسان دا وړاندیز کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه باید د خبرو اترو له لارې حل سي. په دې اړه موږ غواړو خپل دریځ څرګند کړو
موږ د پاکستان حق نه غواړو، بلکې د خپل هېواد افغانستان حق غواړو. زموږ موخه دا ده چې د ډیورنډ کرښې هاخوا خپل ولس وژغورو — هغه کرښه چې په ناحقه یې د افغانستان خاوره او افغان ولس وېشلی دی. موږ هڅه کوو چې خپل ولس د پاکستان د دیکتاتورانو له ظلم، تاوتریخوالي، شکنجې، غیرقانوني بندی کولو، جبري ورکېدو او هر ډول استبداد څخه خلاص کړو
سربېره پر دې، موږ د خپل ولس او تاریخي خاورې د بیا یوځای کېدو غوښتنه کوو، چې پکښې بلوچستان او پښتونخوا هم شامل دی. د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته خلک یو افغان ولس دی او د ډیورنډ کرښې دواړه غاړو ته د یو لوی افغانستان خاوره ده
د افغانستان او پاکستان ترمنځ په شخړه کې افغان ولس هېڅ ملامت نه دي. افغانستان پر پاکستان برید نه دی کړی؛ بلکې پاکستان د کلونو راهیسی زموږ پرخاوره بریدونه کوی. پاکستان په تېرو څو لسیزو کې تر ۳۰ زیاتې ترهګرې ډلې روزلې دي، چې پکښې د داعش خراسان په نوم ډله هم شامله ده. دغه ډلې د پاکستان د پوځی استخباراتي ادارې (آی ایس آی) په ملاتړ په افغانستان او نورو هېوادونو کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره کارول کېږي. په عین حال کې پاکستان، له ۵۰ کلونو راهیسې زموږ هیواد افغانستان په ناحقه تورن کړی دی او هغه جنایتونه چی پاکستان یی ځپله تر سره کوی ملامتی یی پر افغانستان ور اچوی
د پاکستان د پوځي دیکتاتورانو رژیم داسې شرطونه او غوښتنی وړاندې کوي چې د افغانستان لپاره هیڅ د منلو وړ نه دي
لومړی: پاکستان غواړي چې د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ومنل سي. خو موږ هېڅکله د دې کرښې له امله د خپل ولس او خاورې وېش نه سو منلی او نه به یې ومنو. له همدې امله، دا غوښتنه په کلکه ردوو
دوهم: پاکستان غواړي چې افغانستان له هندوستان سره خپلې اړیکې پرې کړي. خو هندوستان د پېړیو راهیسې د افغانستان یو باوري شریک او ښه ملګری دی او تل یې زموږ د افغانستان سره بې له کوم شرطه بشري مرستې کړې دي. ځکه نو د پاکستان دا غوښتنه هم بالکل ردوو
درېم: پاکستان غواړي چې د افغانستان بهرنۍ پالیسي دی د پاکستان تر اغېز لاندې وي. یعنی زموږ بهرنی سیاست دی د پاکستان په خوښه وی دا غوښتنه زموږ د ملی حاکمیت خلاف ده، ځکه نو د پاکستان دا غوښتنه هم په کلکه ردوو
څلورم: پاکستان هڅه کوی چی د افغانستان د واخان دهلېز تر خپل کنترول لاندی راولي. موږ په څرګنده وایو چې د خپلې خاورې هېڅ برخه — حتی یو سانتي متر — هیڅ چاته نه ورکوو
پنځم: پاکستان غواړي چې افغانستان یوازې تر ۶۰ زرو سرتېرو پورې محدود یعنی کمزوری پوځ ولري. دا غوښتنه هم په کلکه ردوو
.
شپږم: پاکستان غواړي چې افغانستان د کونړ پر سیند بند جوړ نه کړي. خو کونړ زموږ سیند دی، او هیڅ څوک موږ په خپل هېواد کې د بندونو د جوړولو څخه منع کولای نسی. د پاکستان دا غوښتنه هم د منلو وړ نه ده او په بشپړه توګه یی ردوو
اووم: پاکستان غواړي د افغانستان د طبیعي زیرمو په برخه کی امتیازات تر لاسه کړي او د طبیعي زیرمو تړونونه باید د پاکستان په خوښه تر سره سی. دا یو بې شرمانه غوښتنه ده او موږ یې هېڅکله نه منو
سربېره پر دې، د پاکستان نورې بې بنسټه او احمقانه غوښتنې هم سته چې موږ یې ټولې ردوو
افغانستان یو ازاد او خپلواک هېواد دی. موږ ټینګار کوو چې خپله کورنۍ، بهرنۍ او امنیتي پالیسي پخپله خوښه وټاکو، نه د پاکستان په خوښه. خو د پاکستان دیکتاتوران هڅه کوي چې افغانستان بې ثباته کړي او تر خپل نفوذ لاندې یې راولي
موږ د سند، پنجاب او کشمیر د ولسونو پر وړاندې هېڅ ډول دښمني نه لرو. موږ هغوی ته درناوی لرو. خو په پاکستان کې اصلي واک د پارلمان پر ځای د پوځی جنرالانو په لاس کې دی، د پاکستان تش په نامه پارلمان یوازې یو نمایشي بڼه لري. هغه کسان چې د خپلو حقونو لپاره ږغ پورته کوي — که ژورنالېستان وي، یا مدنی فعالان وی، یا سیاستوال وی یا تعلیم یافته کسان وی — تعقیبېږي، تښتول کېږي، نیول کېږي، شکنجه کېږي، وژل کېږي یا بی له کومی نښی ورکېږي
په تېرو ۲۰ کلونو کې پاکستان پر افغانستان تر ۷۰۰ زیات بریدونه کړي دي، چې پکښې د توغندیو، راکټونو، درنو وسلو او هوايي بمبارۍ کارول شامل دي. دا بریدونه ډیر پلا پر ملکي سیمو سوي دي، چې ګڼ شمیر بې ګناه خلک پکښې وژل سوي دي. په ځینو پېښو کې ماشومان او ښځې د شپې پر مهال د خوب په حالت کې وژل سوي دی، او په نورو بریدونو کې ښځې د کورنیو کارونو لکه پخلی او کالی مینځلو پر مهال وژل سوي دي او ماشومان د لوبو په حالت کی وژل سوي دي. ملکي وګړي چې په موټر کې روان وه، د پاکستان له خوا پرې ډزې وسوې، ووژل سول. . همدارنګه هغه ځوانان چې د کرکټ له لوبې وروسته په یوه کور کې سره راټول سوي وی، پاکستان پری برید وکړ او ویی وژل
په ډیورند کرښې بلې غاړې ته، په پښتونخوا او بلوچستان کې، د پوځي جنرالانو تر قوماندې لاندې د تاوتریخوالي لړۍ دوام لري. هلته هم بمبارۍ، هدفي وژنې، عامه وژنې، بندی کول، او شکنجې ترسره کېږي. کله چې خبریالان، تعلیم یافته کسان، فعالان یا سیاستوال خپل ږ غ پورته کوي او خپل حقونه غواړي، هغوی نیول کېږي، شکنجه کېږي، وژل کېږي او یا هم بې له کومی نښی ورکېږي
.
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۱ راهیسې د افغانستان پر بېلابېلو ښارونو لکه خوست، کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، کونړ او نورستان بریدونه زیات سوي دي، چې پکښې زیات شمیر ملکي وګړي وژل سوي او ټپیان سوي دي
د بېلګې په توګه
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۱مه، د پاکستان ظالمانه واکمنانو د افغانستان د ننګرهار ولایت د بهسود په ولسوالۍ کې ړنده بمباري ترسره کړه، چې پکښې د ۸ کلن ماشوم نور علم کورنۍ له منځه لاړه. په دې پېښه کې د نور عالم د کورنۍ ۱۷ غړي ووژل سول او یو شمېر نور ټپیان سول. د دوی کور د بمبارۍ له امله په بشپړه توګه ویجاړ او له مځکې سره برابر سو. همدارنګه هغه کوچنی موټر چې کورنۍ یې د لرګیو د ترانسپورت لپاره کاراوه، هم ویجاړ سو
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۶مه، د پکتیا ولایت د ډنډي پټان په ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري په بریدونو کې څلور ملکي وګړي، چې ماشومان هم پکښې شامل وه، ووژل سول او ۱۶ نور ټپیان سول
د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه، د پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري په بریدونو کې ۱۴ ملکي وګړي، چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل وه، ووژل سول او ۶ نور ټپیان سول
د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۷مه، په تورخم کې د پاکستان له لوري پر یوه بازار برید وسو، چې له امله یې تر ۱۵۰ زیات دوکانونه له خپلو مالونو سره یو ځای ویجاړ او وسوځول سول
د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۲مه، د کابل ښار د پل چرخي په سیمه کې د پاکستان له لوري په بریدونو کې څلور ملکي وګړي ووژل سول او ۱۴ نور، چې ماشومان او ښځې هم پکښې شامل وه، ټپیان سول
د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۳مه، په خوست کې د پاکستان په برید کی لږ تر لږه درې ماشومان او یوه ښځه ووژل سول او څو نور کسان ټپیان سول
د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه، د پاکستان جنګی جنایتکارو یو ځل بیا د افغانستان پر څو ښارونو، لکه خوست، کونړ او پلازمېنه کابل، ړندې هوايي حملې ترسره کړې. په دغو بریدونو کې یو روغتون هم په کابل کې وویشتل سو، چې پکښې د ناروغو ملکي وګړو درملنه کېدل. د رسنیو د راپورونو له مخې، تر ۴۶۵ زیات کسان ووژل سول او شاوخوا ۲۶۵ نور ټپیان سول. د قربانیانو په منځ کې ماشومان او ښځې هم شامل وه. د کابل روغتیايي مرکزونه د ټپیانو د ډېر شمېر له امله په بشپړه توګه ډک سوې دي
د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۹مه، یوه افغانه ډاکټره له خپل څلور کلن زوی سره یو ځای د نورستان پر لور له کونړ څخه د تګ پر مهال، د کوچني اختر په لومړۍ ورځ، د پاکستان د راکټي برید له امله ووژل سوه
د پاکستان بریدونه – لکه څنګه چې پورته یوازې یوه برخه یې یاد سول – د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې هره ورځ څو ځله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دوام لري
ډېرو د بشري حقونو سازمانونو، لکه یوناما او امنسټي انټرنېشنل، څو ځله راپور ورکړی دی چې پاکستان په خپلو بریدونو کې بېګناه ملکي وګړي، چې ماشومان او ښځې هم پکښې شامل دي، وژلي دي. پاکستان دغه راپورونه له پامه غورځولي دی او هېڅ لېوالتیا نه ښيي چې په دی هکله پام وکړي
پاکستان د خپلو پرلهپسې بریدونو له لارې نه یوازې د افغانستان د خلکو ډېر بېګناه وګړي وژلي او ټپیان کړي دی، بلکې زموږ هوايي حریم یې هم نقض کړی دی او څو ځله یې د نړیوالو قوانینو خلاف عمل کړی دی. موږ د پاکستان له لوري پر افغان خاورې د ټولو بریدونو د سمدستي بندېدو غوښتنه کوو، چې پکښې د الوتکو او بېپیلوټه الوتکو بمبارۍ، او همدارنګه د راکټونو، هاوان او نورو درنو وسلو کارول شامل دي
موږ د خپل وېشل شوي ولس او خاورې د بیا یوځای کېدو غوښتنه کوو، او د یوه آزاد او خپلواک لوی افغانستان غوښتونکي یو. تر هغه وخته چې په پاکستان کې سیاسي واک د پوځي جنرالانو په لاس کې وي، موږ د اړیکو د عادي کېدو لپاره هېڅ امکان نه وینو. له همدې امله، موږ له پاکستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې تر صفر پورې را ټیټی کړې دي. د اړیکو ښه کېدل یوازې هغه وخت ممکن دي چې سیاسي واک له پوځي جنرالانو څخه پارلمان ته ولېږدول سي، په پاکستان کې دیموکراتیک جوړښتونه پیاوړي سي، او یو ازاد حکومت رامنځته سي
موږ دا نیوکه هم کوو چې نړیواله ټولنه – په شمول د اروپايي ټولنې او د هاګ نړیوالې جزایي محکمې – تر اوسه د پاکستان د نړیوالو قوانینو سرغړونو ته غبرګون نه دی ښودلی او په دی هکله یی سترګی پټی کړی دي
د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۷مه، موږ ملګرو ملتونو، د هاګ نړیوالې جزایي محکمې او اروپايي ټولنې ته یوه عریضه وړاندې کړې ده، او تمه لرو چې د پاکستان جنګی جنایتکاران د قانون منګلو ته وسپارل سي
په درنښت
NEU!
Einige Stimmen fordern Dialog zur Lösung des Konflikts zwischen Afghanistan und Pakistan
Sehr geehrte Damen und Herren,
es wird mitunter die Auffassung vertreten, dass der Konflikt zwischen Afghanistan und Pakistan durch Dialog gelöst werden sollte. Dazu möchten wir unsere Position darlegen.
Wir fordern nicht das Recht Pakistans ein, sondern das Recht unseres eigenen Landes Afghanistan. Unser Ziel ist es, unser Volk jenseits der Durand-Linie zu schützen – einer Grenze, die zu Unrecht afghanisches Territorium und das afghanische Volk geteilt hat. Wir setzen uns dafür ein, dieses Volk von Unterdrückung, Gewalt, Folter, unrechtmäßigen Verhaftungen, dem spurlosen Verschwindenlassen sowie von jeglicher Form von Tyrannei durch die Diktatoren Pakistans zu befreien.
Darüber hinaus erheben wir den Anspruch auf die Wiedervereinigung unseres Volkes und unseres historischen Territoriums, einschließlich Belutschistan und Paschtunkhwa. Die Menschen auf beiden Seiten der Durand-Linie gehören zu einem afghanischen Volk – zu einem Land großem Afghanistan.
Im Konflikt zwischen Afghanistan und Pakistan trägt das afghanische Volk keine Schuld. Afghanistan hat Pakistan nicht angegriffen; vielmehr sehen wir uns Angriffen auf unser Territorium ausgesetzt. Pakistan hat über Jahrzehnte hinweg mehr als 30 Terrorgruppen ausgebildet, darunter auch den sogenannten IS-Khorasan. Diese Gruppen werden mit Unterstützung des Militärgeheimdienstes ISI in Afghanistan und anderen Ländern eingesetzt, um Unruhen zu schüren. Gleichzeitig wird Afghanistan seit mehr als 50 Jahren zu Unrecht beschuldigt und als Sündenbock dargestellt.
Das Regime der Militärdiktatoren in Pakistan stellt Bedingungen, die für Afghanistan nicht akzeptabel sind:
Erstens fordert Pakistan die Anerkennung der Durand-Linie als offizielle Grenze. Wir können und werden jedoch die durch diese Linie verursachte Teilung unseres afghanischen Volkes und unseres Territoriums niemals akzeptieren. Aus diesem Grund lehnen wir diese Forderung entschieden ab.
Zweitens fordert Pakistan, dass Afghanistan seine Beziehungen zu Indien beendet. Indien ist jedoch seit Jahrhunderten ein verlässlicher Partner und guter Freund Afghanistans und hat wiederholt humanitäre Hilfe geleistet, ohne Gegenleistungen zu verlangen. Auch diese Forderung weisen wir zurück.
Drittens wird verlangt, dass Afghanistans Außenpolitik unter pakistanischem Einfluss steht. Dies widerspricht unserer Souveränität und wird daher ebenfalls ausdrücklich abgelehnt.
Viertens fordert Pakistan die Abtretung des Wakhan-Korridors. Wir stellen unmissverständlich klar, dass wir keinen Teil unseres Territoriums abgeben werden – auch keinen Zentimeter.
Fünftens soll Afghanistan nach pakistanischer Vorstellung nur eine sehr begrenzte Armee von maximal 60.000 Soldaten unterhalten. Auch diese Forderung lehnen wir kategorisch ab.
Sechstens Pakistan will verhindern, dass Afghanistan einen Staudamm am Fluss Kunar baut. Der Kunar ist unser Fluss. Wir lassen uns nicht verbieten, in unserem eigenen Land an unserem Fluss einen Staudamm zu errichten. Diese Forderung Pakistans ist völlig inakzeptabel, und wir lehnen sie kategorisch ab.
Darüber hinaus gibt es weitere unsinnige und naive Forderungen Pakistans, die wir als nicht akzeptabel ansehen und daher insgesamt zurückweisen.
Afghanistan ist ein freies und unabhängiges Land. Wir bestehen darauf, unsere Innen-, Außen- und Sicherheitspolitik eigenständig zu bestimmen. Pakistans Diktatoren hingegen versuchen, Afghanistan zu destabilisieren und unter seinen Einfluss zu bringen.
Gleichzeitig betonen wir, dass wir keinerlei Feindseligkeit gegenüber den Völkern von Sindh, Punjab oder Kaschmir empfinden. Unser Respekt gilt diesen Menschen. Wir sind jedoch der Ansicht, dass die tatsächliche Macht in Pakistan nicht beim Parlament, sondern bei militärischen Generälen liegt; es handelt sich daher um ein Scheinparlament. Kritiker, die ihre Stimme für die Wahrnehmung ihrer Rechte erheben – seien es Journalisten, Aktivisten, Politiker oder Intellektuelle – werden verfolgt, verschleppt, verhaftet, gefoltert, ermordet oder verschwinden spurlos und werden damit zum Schweigen gebracht.
Seit dem 21. Februar 2026 beobachten wir erneut eine Zunahme von Angriffen auf verschiedene afghanische Städte wie Khost, Kabul, Kandahar, Paktia, Paktika, Nangarhar, Kunar und Nuristan. Dabei sind zahlreiche Zivilisten getötet oder verletzt worden.
Beispielhaft nennen wir folgende Vorfälle:
Am 21. Februar 2026 führten Pakistans grausame Tyrannen eine blinde Bombardierung im Bezirk Behsud in der Provinz Nangarhar, Afghanistan, durch, bei der die Familie des 8-jährigen Kindes Noor Alam ausgelöscht wurde. Bei diesem Vorfall wurden 17 Mitglieder der Familie von Noor Alam getötet, und einige weitere Personen wurden verletzt. Ihr Haus wurde durch die Bombardierung vollständig zerstört und dem Erdboden gleichgemacht. Ebenso wurde ein kleines Fahrzeug, das die Familie für den Transport von Brennholz nutzte, zerstört.
Am 26. Februar 2026 wurden im Distrikt Dand-i-Pathan in der Provinz Paktia bei Angriffen aus Pakistan vier Zivilisten, darunter Kinder, getötet und 16 weitere verletzt.
Am 27. Februar 2026 wurden im Bezirk Barmal in der Provinz Paktika bei Angriffen aus Pakistan 14 Zivilisten, darunter Kinder und Frauen, getötet und 6 weitere verletzt.
Am 7. März 2026 wurde in Torkham ein Basar angegriffen; dabei wurden mehr als 150 Geschäfte einschließlich ihrer Waren zerstört und in Brand gesetzt.
Am 13. März 2026 wurden in Khost mindestens drei Kinder und eine Frau getötet sowie mehrere weitere Personen verletzt.
Am 16. März 2026 führten pakistanische Kriegsverbrecher weitere blinde Luftangriffe auf mehrere Städte Afghanistans, darunter Khost, Kunar und die Hauptstadt Kabul, durch. Dabei wurde unter anderem ein Krankenhaus in Kabul getroffen, in dem kranke Zivilisten behandelt wurden. Laut Medienberichten kamen mehr als 465 Menschen ums Leben, etwa 265 weitere wurden verletzt. Unter den Opfern befanden sich auch Kinder und Frauen. Die medizinischen Einrichtungen in Kabul sind angesichts der hohen Zahl an Verletzten vollständig überlastet.
Pakistans Angriffe – wie oben nur teilweise erwähnt – finden seit dem 21. Februar 2026 täglich mehrfach in mehreren Provinzen Afghanistans statt.
Viele Menschenrechtsorganisationen, darunter UNAMA und Amnesty International, haben wiederholt berichtet, dass Pakistan bei seinen Angriffen in Afghanistan unschuldige Zivilisten, darunter auch Kinder und Frauen getötet hat. Pakistan ignoriert diese Berichte und zeigt keinerlei Interesse an deren Beachtung.
Wir kritisieren zudem, dass die internationale Gemeinschaft – einschließlich der Europäischen Union und des Internationalen Strafgerichtshofs in Den Haag – bislang nicht auf Pakistans Verstöße gegen das Völkerrecht reagiert, sondern diese weitgehend ignoriert hat. Am 17. März 2026 haben wir eine Petition an die Vereinten Nationen, den Internationalen Strafgerichtshof in Den Haag und die Europäische Union gerichtet und hoffen, dass die verantwortlichen Kriegsverbrecher Pakistans vor Gericht zur Rechenschaft gezogen werden.
Mit freundlichen Grüßen
