د پاکستان د لویو جنايتونو په اړه د ملګرو ملتونو اداری ته او اروپایي ټولنې ته عرضپاڼه
ګرانو آغلو او ښاغلو
هرڅوک چې د پاکستان د جنګي مجرمینو او لویو جنایتکارانو ملاتړ کوي، پړمخی به غوزار سی او له سختې ناکامۍ سره به مخ سی. تاسی په دی ښه پوهېږي
دنیا ته د پاکستان جنایي کړنی د کلونو راهیسې څرګندي دی، لکه جعلکاري، درغلي، دوکه، فساد، لاسوهنه، ناسمه معلومات او درواغ ویل. په پاکستان کې ګڼ شمېر اسناد، حتی نړیوال اسناد هم د پیسو په بدل کې جعلی جوړیږي لکه د دوکتورا سندونه، ډیپلومونه، د پیلوټ جوازونه او داسی نور رسمي اسناد. دولتي ادارې هم په پراخه کچه په فساد کې لاس لري
کله چې د ۲۰۲۰ کال د مې په میاشت کې یوی پاکستانۍ مسافر وړونکې الوتکی سقوط وکړ، د رسنیو د راپورونو له مخې پلټنو وښودله چې د پاکستان له ۸۶۰ پیلوټانو څخه شاوخوا ۲۶۲ تنو د جعلي پیلوټي جوازونو په واسطه دندې ترسره کولې
د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرته سیمه لوی افغانستان دی. لوی افغانستان په شاوخوا ۱۰۰ میلیونو افغان ولس پورې اړه لري. خو پاکستان له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته میشت افغان ولس د ناقانونه, ظالمانه او جنایي لارو چارو په کارولو سره په پراخه کچه وځوروي، او د زور زیاتي او بیرولو له لارې دوی دې ته اړ باسي چې د ډیورنډ کرښه د پولې په توګه ومني. د پاکستان لخوا دا ډول کړنې لوی جنایت دي
د ډیرو کلونو راهیسې د پاکستان پوځ په پرلهپسې توګه پر افغان خاورې بریدونه کوي. په دغو بریدونو کې جنګي الوتکې، بی پیلوټه الوتکی، توغندي، هاوانونه او راکټونه کارول کېږي. د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د پاکستان د بریدونو له امله کورونه، دوکانونه، روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه او نور ملکي تاسیسات ویجاړ یا زیانمن سوي دي. یوازې په تېرو شاوخوا درې میاشتو کې سلګونه بېګناه ملکي وګړي ــ چې ښځې، ماشومان او زاړه کسان پکښې شامل وه ــ وژل سوي دی او ګڼ شمیر نور ټپیان سوي دي
د راپورونو له مخې، ځینې خلک د شپې په خپلو کورونو کې د خوب پر مهال په نښه سوي دي. په نورو پېښو کې ښځې د ورځنیو کارونو لکه پخلي او کالیو مینځلو پر مهال او ماشومان د لوبو پر وخت وژل سوي دي. د شپې د خوا بریدونه په خلکو کې بیره رامینځته کوې. ګڼ شمېر کورنۍ، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، اړ سي چې د شپې خپل کورونه پرېږدي او په سختو شرایطو کې له کوره بهر شپه تېره کړي. ځینې وختونه هغوی باران ته تر سهاره پوری دباندی ناست وي
د ۲۰۲۶ کال د مې په لومړۍ نېټه، د رسنیو د راپور له مخی د سورصلیب نړیوالې کمېټې خبر خپور کړ چې د افغانستان په ختیځ کی، د نورستان په ولایت کې شاوخوا ۱۳۶,۰۰۰ خلک د څو اونیو لپاره له خوړو، طبي خدماتو او بنسټیزو اسانتیاوو بېبرخې پاتې سوي وه، وروسته له هغه چې د پاکستان پوځ په نورستان کی یوه مهمه لاره بنده کړی وه
د ۲۰۲۶ کال د مې په نهمه، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دی چې، پر افغانستان د وروستیو تېریو په لړ کې د پاکستان له لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پر مېشتو سیمو او اوسېدونکو یې پوځي او اقتصادي فشارونه زیات سوي دي
ښاغلي کرزي ویلي دی چې، د دغه وضعیت په پایله کې د کرښې د دواړو غاړو د ځیني قومي مشرانو ترمنځ د ’’امن د هوکړې‘‘ په نوم اسناد لاسلیک سوي دی. ښاغلي کرزی لیکلي دی چې، دا د پاکستان له خوا د ډیورند فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو یو ډول هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت خلاف عمل بلل کېږي. هغه له اړوندو چارواکو وغوښتل چې د دغه سند په اړه ولس ته وضاحت ورکړي
موږ په بشپړه توګه روښانه کوو چې موږ به هېڅکله دا ډول هوکړی یا لاسلیکونه ونه منو
لکه څنګه چې موږ د ۲۰۲۶ کال د مارچ د ۲۲مې نېټې په خپل لیک کې هم یادونه کړې وه، پاکستان هڅه کوي افغانستان د بېلابېلو غوښتنو منلو ته اړ کړي، چې د افغانستان لپاره هیڅ د منلو وړ نه دي. د دوې ځینی غوښتنی دا دي
لومړی: پاکستان غواړي چې د ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه ومنل سي. خو موږ هېڅکله د دې کرښې له امله د خپل ولس او خاورې وېش نه سو منلی او نه به یې ومنو. له همدې امله، دا غوښتنه په کلکه ردوو
دوهم: پاکستان غواړي چې افغانستان له هندوستان سره خپلې اړیکې پرې کړي. خو هندوستان د پېړیو راهیسې د افغانستان یو باوري شریک او ښه ملګری دی او تل یې زموږ د افغانستان سره بې له کوم شرطه بشري مرستې کړې دي. ځکه نو د پاکستان دا غوښتنه هم بالکل ردوو
درېم: پاکستان غواړي چې د افغانستان بهرنۍ پالیسي دی د پاکستان تر اغېز لاندې وي. یعنی زموږ بهرنی سیاست دی د پاکستان په خوښه وی دا غوښتنه زموږ د ملی حاکمیت خلاف ده، ځکه نو د پاکستان دا غوښتنه هم په کلکه ردوو
څلورم: پاکستان هڅه کوی چی د افغانستان د واخان دهلېز تر خپل کنترول لاندی راولي. موږ په څرګنده وایو چې د خپلې خاورې هېڅ برخه — حتی یو سانتي متر — هیڅ چاته نه ورکوو
پنځم: پاکستان غواړي چې افغانستان یوازې تر ۶۰ زرو سرتېرو پورې محدود یعنی کمزوری پوځ ولري. دا غوښتنه هم په کلکه ردوو
.
شپږم: پاکستان غواړي چې افغانستان د کونړ پر سیند بند جوړ نه کړي. خو کونړ زموږ سیند دی، او هیڅ څوک موږ په خپل هېواد کې د بندونو د جوړولو څخه منع کولای نسی. د پاکستان دا غوښتنه هم د منلو وړ نه ده او په بشپړه توګه یی ردوو
اووم: پاکستان غواړي د افغانستان د طبیعي زیرمو په برخه کی امتیازات تر لاسه کړي او د طبیعي زیرمو تړونونه باید د پاکستان په خوښه تر سره سی. دا یو بې شرمانه غوښتنه ده او موږ یې هېڅکله نه منو
سربېره پر دې، د پاکستان نورې بې بنسټه او احمقانه غوښتنې هم سته چې هیڅ د منلو وړ نه دی او موږ یې په بشپړه توګه ردوو
افغانستان یو آزاد او خپلواک هېواد دی. د افغانستان ولس خلک حق لري چې خپلې کورنۍ، بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ په خپلواکه توګه وټاکي. خو د پاکستان پوځي مشرتابه هڅه کوي افغانستان بېثباته کړي او تر خپل سیاسي نفوذ لاندې یې راولي. نړیواله ټولنه باید بالاخره د پاکستان اصلي څېره وپېژني، خپل دریځ له سره وارزوي، او نور د پاکستان په دوکه، ناسمو معلوماتو، درغلۍ او درواغو خطا نه وزي.
په درنښت
Petition an die Vereinten Nationen und die Europäische Union wegen schwerwiegender krimineller Handlungen durch Pakistan
