د پاکستان حکومت د ۴۰ کرايي غلو او ډاکانو په لاس کې دی
موږ دغو ۴۰ کرايي غلو او ډاکانو ته وایو
تاسو له کلونو راهیسې په بلوچستان او پښتونخوا، او اوس په کشمیر کې هم، پر هغو خلکو ډزې کوئ چې د خپلو حقونو او آزادۍ غوښتنه کوي او په سولهییز ډول لاریونونه کوي. په دغو بریدونو کې څو زره لاریونوال وژل سوي او زرګونه نور ټپیان سوي دي.
له کلونو راهیسې هغه کسان چې په بلوچستان، پښتونخوا او کشمیر کې یې د خپلو حقونو لپاره ږ غ پورته کړی دی، نیول سوي، شکنجه سوي، وژل سوي، یا د هدفي وژنو او بمباریو ښکار سوي دي. وروسته تاسو په دوامداره توګه په درواغو ادعا کړې چې ګواکې هغوی ترهګر وه.
په حقیقت کې ډاکټران، خبریالان، دیني مشران، محصلان، تجاران، سیاستوال او نور تعلیم یافته کسان، چې یوازې یې د خپلو حقونو غوښتنه کړې وه، د ترهګرۍ ضد مبارزې تر پلمې لاندې، د درواغو تورونو پر بنسټ نیول سوي، شکنجه سوي او وژل سوي دي. په دغو کسانو کې ډاکټره مهرنګ بلوچ، بېبو بلوچ، ګلزادي بلوچ، بېبرګ زهري او شاه جي صبغت الله هم شامل دي.
دغو ښځو او نارینهوو په سولهییز ډول د بشري حقونو لپاره مبارزه کوله. هغوی له نورو ښځو سره یوځای د بلوچستان سړکونو ته راووتل، څو د خپلو بېدرکه سوو کورنیو د غړو د برخلیک په اړه پوښتنه وکړي. هغوی غوښتل پوه سي چې د دوی له مېړونو، وروڼو او زامنو سره څه سوي دی او چېری بندیان دي.
موږ د رسنیو له لارې خبر سوو چې ډاکټره مهرنګ بلوچ او شاه جي صبغت الله، چې مخکې په ناحقه بنديان سوي وه، د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۲مه نېټه د عمر بند په سزا محکوم سوي دي.
د بخښنی نړیوال سازمان «امنستي انټرنېشنل» د بلوچ د بشري حقونو د فعالانو ډاکټرې مهرنګ بلوچ، صبغت الله شاه جي او د بلوچ یکجهتي کمېټې (بی وای سی) د غړو پر بندی کولو، محاکمو او سزاوو په کلکه نیوکه کړې ده. د دې سازمان په اند، پاکستان د ترهګرۍ ضد قوانینو څخه ڼاوړه استفاده کوی او دغه قوانین په ناسم ډول د سولهییزو سیاسي او بشري حقونو د فعالیتونو، په ځانګړې توګه د بلوڅ لږکي د غړو، د ځپلو لپاره کارول کېږي.
د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۲مه، د بخښنی نړیوال سازمان «امنستي انټرنېشنل» اعلان وکړ چې پنځه بلوڅ فعالان ــ ډاکټره مهرنګ بلوچ، بېبرګ زهري، بېبو بلوچ، شاه جي صبغت الله او ګلزادي بلوچ ــ لا هم د کوټې په هُدّه زندان کې بندیان دي. د دوی پر ضد د ترهګرۍ ضد قانون له مخې دوسیې روانې وې، چې د امنستي انټرنېشنل په وینا، پر بېبنسټه او یا جوړو سوو تورونو ولاړې دي. د سازمان په وینا، دغه فعالان د کوم جرم له امله نه، بلکې د بشري حقونو او د بلوڅ ولس د حقونو د دفاع له امله تعقیب کېږي.
امنستي انټرنېشنل د محاکمو د عادلانه والي په اړه هم جدي اندېښنه څرګنده کړې ده. رسنیو او خپلواکو څارونکو ته د محاکمو د څار اجازه نه ورکول کېږي. له یو کال څخه د زیات بند وروسته، د بندیانو روغتیايي وضعیت سخت خراب سوی دی، خو مناسبې طبي درملنې ته لاسرسی نه لري. په ځانګړې توګه د ډاکټرې مهرنګ بلوچ روغتیايي حالت د اندېښنې وړ بلل سوی دی، ځکه چې هغه د ملا د تیر په یوې جدي ناروغۍ اخته ده او که درملنه یې ونه سي، د تلپاتې فلج له خطر سره مخ ده.
امنستي انټرنېشنل د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۳مه وویل چې د ډاکټرې مهرنګ بلوچ او صبغت الله شاه جي د عمر بند حکم د عادلانه محاکمې حق تر پښو لاندې کوي او دا څرګندوي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد قوانین په ناسم ډول د سولهییزې نیوکې او سیاسي مخالفت د غلي کولو لپاره کارول کېږي. د امنستي انټرنېشنل په وینا، هېڅ مستقیم ثبوت نه دی وړاندې سوی چې دډاکټری مهرنګ بلوچ یا شاه جي صبغت الله تړاو له هغو تاوتریخوالو سره ثابت کړي چې ورباندې تور لګول سوی دی.
دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتنه کوي چې ډاکټره مهرنګ بلوچ او شاه جي صبغت الله ژر تر ژره خوشې کړي او ټول هغه تورونه ترې لیرې کړي چې د دوی د بشري حقونو له فعالیتونو سره تړاو لري. د امنستي انټرنېشنل په اند، دغه دواړه فعالان او د بلوچ یکجهتي کمېټې نور غړي د ثابتو سوو جرمونو له امله نه، بلکې د خپلې سولهییزې بشري مبارزې له امله تعقیب کېږي.
همدارنګه، علي وزیر، چې د خپل ولس د حقونو لپاره یې مبارزه کړې ده او د پښتنو د ځپلو پر ضد یې ږ غ پورته کړی دی، څو ځله نیول سوی او له سختو ناوړه چلندونو او شکنجو سره مخ سوی دی. هغه له ۲۰۲۱ کال راهیسې، له لنډو وقفو پرته، په بند کې ساتل کېږي او د جوړو سوو تورونو او ناسمو ادعاوو پر بنسټ تر عدلي تعقیب لاندې دی
لکه څنګه چې تر دې وړاندې د بلوچستان او پښتونخوا خلکو پاڅون کړی وو، اوس د کشمیر ولس هم راپاڅېدلی دی او غواړي ځان د ۴۰ کرايي غلو او ډاکوګانو له واکمنۍ څخه خلاص کړي. په کشمیر کی له څو میاشتو راهیسې لسګونه زره کسان په سولهییز ډول سړکونو ته راوتلي دی، څو د خپلو حقونو او آزادۍ غوښتنه وکړي. د پاکستان ۴۰ کرايي غلو او ډاکوګانو د کشمیر پر دغو سولهییزو لاریونوالو هم ډزې وکړي. د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۹مه موږ د رسنیو له لارې خبر سوو چې یو ځل بیا په کشمیر کې پر سولهییزو لاریونوالو ډزې سوې دي. تر اوسه په کشمیر کې د ترسره سوو لاریونونو پر مهال زیات بېګناه کسان وژل سوي دی، ډېر نور ټپیان سوي او سلګونه کسان نیول سوي دي.
د موجودو راپورونو له مخې، پاکستان لږ تر لږه ۱۳ ځله د افغانستان پر هوايي حریم تیری کړی دی او پر افغان خاوره یې پراخ هوايي بریدونه ترسره کړي دي. سربېره پر دې، د پاکستان پوځ په تېرو کلونو کې له ۷۰۰ څخه ډېر بریدونه پر افغان خاوره کړي دي. په دغو بریدونو کې جنګي الوتکې، بېپیلوټه الوتکې، توغندي، هاوان مرمۍ او توپخانه کارول سوې ده. د یوناما د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له ۳۰مې څخه د ډسمبر تر ۳۱مې پورې پاکستان لږ تر لږه پر نهه افغان ولایتونو ــ کابل، کونړ، نورستان، ننګرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، هلمند او کندهار ــ څو ځله بمباری کړی دی چی په پایله کی یی زیات ځانی او مالی زیانونه رسولی دی
په پورته یادو سوو بریدونو کې ګڼ استوګنیز کورونه، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، دوکانونه، کرنیزې مځکې او نور ملکي تاسیسات ویجاړ یا زیانمن سوي دي.
ګڼ شمېر بېګناه انسانان، چې پکښې شیرخوره ماشومان، نورکوچنیان، ښځې، سپینږیري، امیندواره ښځې او حتا کورني حیوانات هم شامل دي، وژل سوي یا ټپیان سوي دي. ډېر بریدونه د شپې ترسره سوي دی، هغه مهال چې کورنۍ بیدی وې. همدارنګه ښځې د ورځنیو کارونو لکه پخلي او جامو مینځلو پر مهال وژل سوې یا ټپیانې سوې دی، او ماشومان د لوبو پر مهال د دغو بریدونو قرباني سوي دي. د پاکستان دجنایتکاره پوځ پرلهپسې بریدونو خلک له بېرې او ناامنۍ سره مخ کړي دي. ګڼې کورنۍ اړې سوې چې خپل کورونه پرېږدي او شپی دباندې، ځینی وختونه تر باران لاندې تېری کړي.
په رسنیو کې څو ځله راپورونه خپاره سوي دی چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال ــ ښځې، نارینه او ماشومان ــ د شپې له خپلو کورونو ایستل سوي، وهل سوي او بندیان سوي دي. وروسته د هغوی کورونه او دوکانونه لوټ سوي دي.
دغه ۴۰ کرايي غلو او ډاکوګانو له ۳۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې روزلی دی او د هعوی ملاتړ یی کړې دی، چې د داعش-خراسان ډله هم پکښې شامله ده. ویل کېږي چې دغی ډلې افغانستان، هند او نورو هېوادونو ته لېږل کېږي، څو هلته ترهګریز بریدونه ترسره کړي او په سیمه کې بېثباتي رامنځته کړي. په دی هکله لاندې لېست وګورئ.
د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته، د لوی افغانستان ولس ښه پوهېږي چې تاسو له کلونو راهیسې د دغو سیمو د خلکو پر ضد جنګي جرمونه ترسره کوئ. په دغو جرمونو کې هدفي وژنې، عاموژنې، بندی کول، شکنجې او د خلکو د شتمنیو لوټول شامل دي.
د هغو درنو جرمونو په پام کې نیولو سره چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د خلکو پر وړاندې ترسره سوي دی، څرګنده ده چې خلک ستاسو له واکمنۍ ناخوښ دي او د آزادۍ غوښتنه کوي.
همدارنګه، موږ څو ځله خبر سوي یو چې د سند ولس هم نور نه غواړي د پاکستان د پوځي رژیم تر واک لاندې ژوند وکړي او هغه هم د آزادۍ غوښتونکی دی.
دا پټه خبره نه ده، بلکې څرګنده ده چې د پاکستان د پارلمان غړي د پوځي استخباراتي ادارې (آی ایس آی) د بېرې له امله نه سي کولای خپل نظر په ازاد ډول څرګند کړي.
د پاکستان قضایي نظام ــ قاضیان، څارنوالان او مدافع وکیلان ــ هم تر ډېره بریده بېواکه دي او اړ دي چې د پوځي رژیم تر اغېز لاندې پرېکړې وکړی او حکمونه صادر کړي.
ستاسی په جنګي جرمونو ککړ رژیم ورځ تر بلې له ناکامۍ سره مخ کېږي. له همدې امله موږ له تاسو غوښتنه کوو چې ټول هغه کسان، چې په بلوچستان، پښتونخوا او کشمیر کې مو د خپلو حقونو د سولهییزې غوښتنې له امله بندیان کړي دي، په شمول د ډاکټرې مهرنګ بلوچ، بېبو بلوچ، علي وزیر او نورو، بېله ځنډه خوشې کړئ. په بلوچستان، پښتونخوا او کشمیر کې د خپل پوځ ظلمونه پای ته ورسوئ او خپل پوځ د لوی افغانستان له سیمو، په ځانګړې توګه له بلوچستان او پښتونخوا، سمدستي وباسئ.
همدارنګه، ښه به داوی چې خپل پوځ له کشمیر څخه هم وباسئ او هلته روان ظلمونه پای ته ورسوئ. د کشمیر ولس خپله آزادي غواړي.
یادونه
موږ څو ځله د رسنیو له لارې خبر سوي یو چې د پاکستان پوځ د افغانستان د پخواني پوځ یو شمېر پخواني سرتېري او افسران ګومارلي دي، څو د پاکستاني پوځ ترڅنګ عملیات ترسره کړي. د راپورونو له مخې، دغه پخواني افغان سرتېري د پاکستاني پوځ ترڅنګ د بلوچستان د خلکو پر ضد په هغو عملیاتو کې کارول کېږي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې تر نوم لاندې ترسره کېږي. ویل کېږي چې د دغو عملیاتو پر مهال هغه بلوڅان نیول کېږي، شکنجه کېږي او وژل کېږي چې په سولهییز ډول د خپلو حقونو او آزادۍ غوښتنه کوي. موږ غوښتنه کوو چې د دغو ادعاوو په اړه بشپړ وضاحت ورکړل سي او یوه خپلواکه څېړنه ترسره سي.
ضمیمه
حقاني ډله
د القاعده تنظیمول
حزب المجاهدین (HM)
حرکت الانصار ( چې اوس مهال د حرکت المجاهدین په نوم پیژندل کیږي)( HuA)
لشکر طیبه (LeT)
جیش محمد مجاهدین ای-تنظیم (JeM)
البدر
جمیعت المجاهدین (JUM)
لشکر جبار (LeJ)
حرکت الجهاد الاسلامي (HUJI)
د متحده جهاد شورا (MJC)
البرق
تحريک المجاهدين
الجهاد
د جمو او کاشیر ملي آزادۍ پوځ
د خلکو لیګ
د مسلم جنباز ځواک
د کشمیر جهاد ځواک
الجهاد ځواک (د مسلمان جنباز ځواک او د کشمیر جهاد ځواک سره یوځای کوي)
د عمر مجاهدین
محاز ازادي
اسلامي جماعت الطلبة
د جمو او کشمیر د محصلینو د ازادۍ جبهه
اخوان المجاهدین
د محصلینو اسلامي ټولنه
تحریک حریت کشمیر
تحريک نفاذ فقہ جعفريه
د المصطفی د آزادۍ جنګیالي
تحريک جهاد اسلامي
مسلمان مجاهدین
المجاهد ځواک
تحريک جهاد
اسلامي انقلابي محاذ
Terrororganisationen, die Berichten zufolge in Pakistan ausgebildet werden und mit dessen Unterstützung agieren:
- IS-Khorasan
- Taliban des pakistansichen ISI
- Haqqani-Gruppe
- Organizing Al Qaeda
- Hizb-ul-Mujahideen (HM)
- Harkat-ul-Ansar (HuA, heute Harkat-ul-Mujahideen)
- Lashkar-e-Taiba (LeT)
- Jaish-e-Mohammad Mujahideen E-Tanzeem (JeM)
- Al Bad
- Jamait-ul-Mujahideen (JuM)
- Lashkar-e-Jabbar (LeJ)
- Harkat ul Jehad al-Islami (HUJI)
- Muttahida Jehad Council (MJC)
- Al Barq
- Tehrik-ul-Mujahideen
- Al Jehad
- Jammu & Kashmir National Liberation Army
- People's League
- Muslim Janbaz Force
- Kashmir Jehad Force
- Al Jehad Force (Fusion aus Muslim Janbaz Force und Kashmir Jehad Force)
- Al Umar Mujahideen
- Mahaz-e-Azadi
- Islami Jamaat-e-Tulba
- Jammu & Kashmir Students Liberation Front
- Ikhwan-ul-Mujahideen
- Islamic Students League
- Tehrik-e-Hurriat-e-Kashmir
- Tehrik-e-Nifaz-e-Fiqar Jafaria
- Al Mustafa Liberation Fighters
- Tehrik-e-Jehad-e-Islami
- Muslim Mujahideen
- Al Mujahid Force
- Tehrik-e-Jeha
- Islami Inquilabi Mahaz
