ملګرو ملتونو ته عریضه: موږ افغانستان ته د افغان کډوالو د واپس لیږلو سره مخالف یو
محترمو آغلو او ښاغلو
موږ د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې، اروپايي ټولنې او د آلمان د فدرالي جمهوریت څخه په بیړنۍ توګه غوښتنه کوو چې افغانستان ته د افغان کډوالو د واپس لیږلو څخه ډډه وکړي.
موږ د رسنیو له لارې خبر سوو چې د آلمان فدرالي جمهوریت غواړي ۴۸۸ افغان کډوال افغانستان ته وأپس واستوي، چې په هغوی کې هم د جرمونو په خاطر محکوم سوي کسان او هم داسی کسان شامل دي چې هېڅ ډول جنايي سابقه نه لري.
په افغانستان کې روانې شخړې او دوامداره ستونزمن او ګواښونکي امنیتي وضعیت نړیوالو ته معلوم دی. د افغانستان د څو لسیزو جګړو او شخړو ملامتی د افغانانو پر غاړه نه ده. دا شخړې د بهرنیانو د ناوړه کړنو او د بېلابېلو هېوادونو د جیوپولیټیکو ګټو له امله رامینځته سوي دي..
موږ وینو چې کله یو افغان کډوال یو جرم وکړی نو په رسنیو او سیاسي بحثونو کې د افغان کډوالو پر ضد زیات تبلیغات کیږی او د ټولنیزو ستونزو ټوله ملامتی پر افغان کډوالو اچول کیږی. بیا نو د حکومت له خوا د افغان کډوالو د واپس لیږلو په هکله پریکړی کیږی. خو موږ دا وایو چی که ځینی افغان کډوال جرمونه وکړي، داسی باید و نسی چی ټولو افغان کډوالو ته د مجرمینو په سترګه وکتل سی
په آلمان کې شاوخوا یو میلیون د اوکراین کډوال ژوند کوي. اما په رسنیو کی او د سیاستوالو له خوا هېڅ دا بحث نه کېږي چی اوکرایني کډوال دی اوکراین ته واپس واستول سی. له همدې امله موږ د افغان کډوالو سره عادلانه او مساوي چلند غواړو، لکه څنګه چې د اوکرایني کډوالو سره چلند کیږي.
ځکه نو موږ له نړیوالې ټولنې، اروپايي ټولنې او د آلمان له فدرالي جمهوریت څخه غوښتنه کوو چې افغانستان ته د افغان کډوالو د لیږلو څخه ډډه وکړي.
همدارنګه موږ غوښتنه کوو چې افغان کډوال له اروپايي ټولنې څخه بهر نورو هېوادونو ته هم و نه لېږی، ځکه چې دا کار د هغوی امنیت او بنسټیز حقوق له خطر سره مخ کولی سي. هغه کسان چې اوس مهال یی اروپايي هېوادونو ته پناه راوړې ده، باید په اروپايي هېوادونو کی د پاتې کیدو اجازه ورکول سي، ځکه چې افغانستان ته په اوسني وخت کې د خوندي او باعزته ستنیدو تضمین امکان نه لری
موږ له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې په افغانستان کې روان ستونزمن وضعیت او د شخړو حالت په جدي توګه په پام کې ونیسي او د افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي.
په درنښت
یادونه
موږ د افغانستان له ټولو اړوندو هوايي ډګرونو او چارواکو څخه غوښتنه کوو چې هغو الوتکو ته د ناستې اجازه ورنه کړي چې له بهرنیو هېوادونو څخه واپس لیږل سوي افغان کډوال افغانستان ته انتقالوي.
Petition an die Vereinten Nationen: Appell gegen die Abschiebung afghanischer Flüchtlinge nach Afghanistan
Sehr geehrte Damen und Herren,
hiermit wenden wir uns mit einem dringenden Appell an die Vereinten Nationen, die internationale Gemeinschaft, die Bundesrepublik Deutschland und die Europäische Union.
Wir haben aus den Medien erfahren, dass die Bundesrepublik Deutschland beabsichtigt, 488 afghanische Flüchtlinge – darunter sowohl Straftäter als auch Personen ohne Vorstrafen – nach Afghanistan abzuschieben.
Die anhaltenden Konflikte sowie die weiterhin schwierige und bedrohliche Sicherheitslage in Afghanistan sind international bekannt. Die afghanische Zivilbevölkerung trägt keine Verantwortung für die jahrzehntelangen Konflikte in Afghanistan, die maßgeblich durch das Handeln externer Akteure und die geopolitischen Interessen verschiedener Staaten geprägt wurden.
Wir beobachten mit Sorge, dass afghanische Flüchtlinge bei einzelnen Vorfällen in den Medien und in der politischen Debatte zunehmend pauschal verurteilt und als Sündenböcke für gesellschaftliche Probleme dargestellt werden. Auch wenn einzelne Personen Straftaten begehen, darf dies nicht dazu führen, eine gesamte Bevölkerungsgruppe oder alle afghanischen Flüchtlinge unter Generalverdacht zu stellen.
Im Vergleich dazu leben in Deutschland rund eine Million Menschen aus der Ukraine. Dennoch gibt es in den Medien oder in der Politik so gut wie keine Diskussion über eine mögliche Abschiebung ukrainischer Flüchtlinge. Wir wünschen uns daher eine faire und gleichberechtigte Behandlung afghanischer Flüchtlinge, wie sie auch ukrainischen Flüchtlingen zuteilwird.
Wir appellieren an die internationale Gemeinschaft, die Bundesrepublik Deutschland und die Europäische Union, von Abschiebungen afghanischer Flüchtlinge nach Afghanistan abzusehen.
Wir bitten die Vereinten Nationen und die internationale Gemeinschaft, die weiterhin schwierige Situation und die Konfliktlage in Afghanistan aufmerksam zu berücksichtigen und sich für den Schutz afghanischer Flüchtlinge einzusetzen.
Mit freundlichen Grüßen
PS: Wir appellieren an alle zuständigen Flughafenbehörden in Afghanistan, keine Landeerlaubnis für Flugzeuge zu erteilen, die aus dem Ausland eintreffen und abgeschobene afghanische Flüchtlinge an Bord haben.
