Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

 
Diese 3 Kinder waren unter den Opfern, die bei der pakistanischen Bombardierung Afghanistans am 1. Oktober 2026 getötet wurden.
 
 
ښاغلی ولسمشرټرمپ خدای نه دی، بلکې یو انسان دی. د نړیوال قانون له مخې، هغه او هر بل انسان ــ د بېلګې په توګه، هغه څوک چې په افریقا کې زېږېدلی او لوی سوی وي ــ د قانون پر وړاندې برابر دي
 
درنو مېرمنو او ښاغلو
 
د پاکستان د جنګي مجرمینو له خوا پر افغان ولس ډیر ظلمونه کیږی، کله چې ولسمشر ټرمپ د دغه ظالمانو ملاتړ کوي، دا نه په عیسویت کی سته، او نه په یهودیت، اسلام، بودیزم او هندویزم کي سته
.
د پاکستان جنګي مجرمینو یو ځل بیا د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د لومړۍ نېټې په شپه د افغانستان پر خاوره تېری وکړی او د هلمند او کونړ په ولایتونو کې یې پر بې‌ګناه ملکي وګړو بریدونه کړي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه لس بې‌ګناه کسان وژل سوي او یوولس نور ټپیان سوي دي، چې په هغوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
موږ پر بې‌ګناه ملکي وګړو دغه وحشیانه هوايي بریدونه په کلکه توګه غندو. د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او صمیمانه تسلیت څرګندوو
 
له څو کلونو راهیسې د پاکستان جنګي مجرمین په پرله‌پسې ډول د افغانستان پر خاوره بریدونه کوي؛ د یو څه مودی راهیسی دوی دغه بریدونه په هرو څو ورځو یا ځو هفتو کې ترسره کوي. د موجودو راپورونو له مخې، پاکستان لږ تر لږه ۱۶ ځله د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او پر افغان خاوره یې پراخ هوايي بریدونه ترسره کړي دي. سربېره پر دې، د پاکستان پوځ په تېرو څو لسیزو کې پر افغان خاوره له ۷۰۰ څخه ډېر بریدونه کړي دي، چې په هغو کې جنګي الوتکې، بې‌پیلوټه الوتکې، توغندي، هاوانونه او توپونه کارول سوې دی.
په پورته یادو سوو بریدونو کې ګڼ شمېر کورونه، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، دوکانونه، کرنیزې سیمې او نور ملکي تاسیسات ویجاړ یا زیانمن سوي دي. ګڼ شمېر بې‌ګناه انسانانو، چې ماشومان، ښځې، سپین‌ږیري، سپین سری، امیندواره ښځې او اهلی څاروي هم پکښې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی یا ټپیان سوي دي
.
 ډېر بریدونه د شپې ترسره سوي دی، هغه مهال چې د پیښی قربانیان د خوب په حالت کی وه. همدارنګه ښځې د ورځنیو کارونو لکه پخلي او جامو مینځلو پر مهال وژل سوې یا ټپیانې سوې دی، او ماشومان د لوبو پر مهال د دغو بریدونو قرباني سوي دي. د پاکستان دجنایتکاره پوځ پرله‌پسې بریدونو خلک له بېرې او ناامنۍ سره مخ کړي دي. ګڼې کورنۍ اړې سوې چې خپل کورونه پرېږدي او شپی دباندې، ځینی وختونه تر باران لاندې تېری کړي
 
دا به په ډاګه سي چې د امریکا حکومت، یا کوم هېوادونه، د پاکستان د جنګي مجرمینو تر شا ولاړ دي. د پاکستان د جنګي جرمونو پر وړاندې سترګې پټول د دغو کړنو د ملاتړ په معنا دی
.
ښاغلی ولسمشر ټرمپ د پاکستان د ۴۰ کرایه سوو غلو او ډکوګانو تر شا ولاړ دی او غواړي د پاکستان د جنګي مجرمینو په مرسته د افغانستان طبیعي زیرمې د ځان، خپلې کورنۍ او خپلو ملګرو لپاره په ټیټو بیو تر لاسه کړي
.
په ۲۰۱۶ کال کې یو ٱشنا یعنی شناخته نفر راته وویل چې دوی د افغانستان په حکومت کې صادق انسان نه غواړي. هغه څوک چې فاسد نه وي، د نشه‌يي توکو په سوداګرۍ کې ښکېل نه وي او له مافیایي جوړښتونو سره اړیکې ونه لري، د افغانستان د حکومت په رهبرۍ کې ورته چوکی نه ورکول کېږي. هغه شناخته نفر زما څخه وپوښتل: «که ته غواړې چې داسې یو کس واوسې، ماته خبر راکړه.» ما په ځواب کې هېڅ ونه ویل. په هغه وخت کې زما دغه ٱشنا له هغو کسانو سره اړیکې درلودلې چې د افغان مافیا په نوم یادیږی
.
شاوخوا شپږ میاشتې وروسته، په ۲۰۱۷ کال کې، هغه آشنا بیا همدا خبره راته تکرار کړه: چی په افغان حکومت کې صادقو کسانو ته ځای نسته، بلکې هغو فاسدو کسانو ته اړتیا ده چې د نشه‌يي توکو په سوداګرۍ کې ښکېل وي او له مافیا سره اړیکې ولري. هغه بیا وویل: «که غواړې، ماته خبر راکړه.» ما په دې اړه بیا هم هېڅ ونه ویل
.
څو کاله وړاندې زه په یوه کافي کې ناست وم. د هغه کافي یوې کارګرې زما سره د افغانستان په اړه لنډی خبرې وکړې. هغې په لنډه توګه وویل: د افغانستان له ولس سره هېڅوک علاقه نه لري؛ یوازې د افغانستان طبیعي زیرمې ورته مهمې دي
.
د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر په ۲۶مه د پاکستان لومړی وزیر، ښاغلی شهباز شریف، او د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر، په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مېلمانه وه. جنرال عاصم منیر له ځان سره یوه د لرګو صندوقچه وړی وه چې د بېلابېلو طبیعي زیرمو نمونې پکښې وې، او هغه یې ولسمشر ټرمپ ته د ډالۍ په توګه ور وړې وه. له هغه وخت راهیسې پر افغان خاوره د پاکستان بمبارۍ او په پایله کې د افغان ملکي وګړو وژل کېدل زیات سوي دي
.
د پاکستان جنګي مجرمین هڅه کوي چې د ولسمشر ټرمپ د پلانونو د عملي کولو لپاره افغانستان تر فشار لاندې راولي، دغه هېواد تسلیمېدو ته اړ کړي او وروسته داسې افغان مافیا واک ته ورسوي چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان په حکومت کې شامله وه. د امریکا حکومت هڅه کوي چې دغه افغان مافیایي جوړښتونه د افغانستان په حکومت کې مدغم کړي، څو د افغانستان طبیعي زیرمې د دوی لپاره په ارزانه بیه تر لاسه یا چور کړي
.
د دغه خبرې لپاره به تر دی بل کوم ښه ثبوت وي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف  د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې له (سکای نیوز) سره په یوه مرکه کې ویلی وه چې پاکستان په تېرو وختونو کې د امریکا، بریتانیا او نورو هېوادونو لپاره «چټل کارونه» ترسره کړی دی.
امریکا او د امریکا متحدینو د ۴۷ کلونو راهیسی کی په افغانستان کې ډېر ظلمونه کړي دي. د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال په جنګي جرمونو کې ښکېل وو
 
امریکا او د هغې متحدینو د ۴۷ کلونو لپاره په افغانستان کې ډېر ظلمونه کړي دي. د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال په جنګي جرمونو کې ښکېل و.
 
 
له هغه وخته راهیسی چې ښاغلی ولسمشر ټرمپ واک ته رسېدلی دی، امریکا خپلی بشري مرستې کمی کړې دی. د امریکا په ستراتیژۍ کې دا هم شامله ده چې افغان ولس د لوږې له لارې تر فشار لاندې راولي او په دې توګه افغانستان بې‌ثباته کړي. په افغانستان کې ډېر خلک د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه سوي دي. زیات شمیر نوي زېږېدلي ماشومان د کمزورۍ له امله مړه سوي دی، ځکه چی د خوارځواکۍ له امله میندو خپلو نوي زېږېدلو ماشومانو ته په کافي اندازه شیدې نه سوای ورکولای او اړینو درملو ته هم لاسرسی نه وه
.
موږ څو ځله له ولسمشر ټرمپ څخه اورېدلي دی چې کمونیزم نه غواړي. خو ولسمشر ټرمپ ظاهراً داسې فکر کوي چې له بېوزلو خلکو سره مرسته کول کمونیزم دی. په داسی حال کی چی له بېوزلو خلکو سره مرسته کمونیزم نه، بلکې بشري مرستې دي. دا بی انصافی ده چې د یوه بېوزله ولس د لاسه ډوډۍ واخیستل سي، تر ځو د ځان لپاره شتمني جوړه کړي
.
موږ، د لوی افغانستان ولس، د ولسمشر ټرمپ له چټلې سیاسي تګلارې څخه ډېر ناراضی او ناهیلي یو. ولسمشر ټرمپ د خپلې پالیسۍ له لارې افغانستان سخت ځپلی او له ظلم سره یې مخ کړی دی.

موږ د امریکا ولس نه ملامتوو. د امریکا ولس د ډېرو موضوعاتو په اړه معلومات نه لري. همدارنګه موږ د استازو په مجلس کې جمهوري‌پال او دیموکرات استازي او په سنا کې سناتوران نه ملامتوو، ځکه هغوی هم د ښاغلي ولسمشر ټرمپ له سیاست څخه ناراضي دي.

موږ، د لوی افغانستان ولس، د امریکا جمهوري‌پالو او دیموکراتانو ګوندونو ته درناوی لرو.

له افغان ولس سره ډېر ظلمونه سوی دی. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته میلیونونه بې‌ګناه افغانان وژل سوي دي.  د پاکستان جنګي مجرمینو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پر افغان ولس هر ډول ظلم او استبداد چی یی په وس پوره وو ترسره کړی دی.

موږ، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته افغان ولس، خپله ازادي او خپل حقونه غواړو.

په درنښت

 
 
Herr Präsident Trump ist kein Gott, sondern ein Mensch. Nach dem Völkerrecht sind er und jeder andere Mensch – einschließlich beispielsweise einer in Afrika geborenen und aufgewachsenen Person – vor dem Gesetz gleich.

Sehr geehrte Damen und Herren,
 
die Unterdrückung des afghanischen Volkes durch pakistanische Kriegsverbrecher, die Präsident Trump anscheinend zulässt, ist mit den Grundsätzen des Christentums, des Judentums, des Islams, des Buddhismus und des Hinduismus nicht vereinbar.
 
Die pakistanischen Kriegsverbrecher haben erneut in der Nacht zum 01.10.2026 das Territorium Afghanistans verletzt und in den Provinzen Helmand und Kunar Angriffe auf unschuldige Zivilisten durchgeführt. Dabei wurden nach bisherigen Berichten mindestens zehn unschuldige Menschen getötet und elf weitere verletzt, darunter auch Kinder und Frauen.
 
Wir verurteilen diese barbarischen Luftangriffe auf unschuldige Zivilisten auf das Allerschärfste. Den betroffenen Familien der Opfer sprechen wir unser tief empfundenes Mitgefühl und unser aufrichtiges Beileid aus.
 
Seit mehreren Jahren greifen pakistanische Kriegsverbrecher wiederholt afghanisches Staatsgebiet an; diese Angriffe erfolgen inzwischen in immer kürzeren Abständen. Nach vorliegenden Berichten hat Pakistan den afghanischen Luftraum bereits mindestens 16-mal verletzt und dabei größere Luftangriffe auf afghanisches Gebiet durchgeführt. Darüber hinaus führte das pakistanische Militär in den vergangenen Jahrzehnten mehr als 700 Angriffe auf afghanisches Territorium durch, bei denen unter anderem Kampfjets, Drohnen, Raketen, Mörser und Artillerie eingesetzt wurden. 
 
Bei den oben erwähnten Angriffen wurden zahlreiche Wohnhäuser, Schulen, Universitäten, Krankenhäuser, Geschäfte, landwirtschaftliche Flächen sowie andere zivile Einrichtungen zerstört oder beschädigt. Zahlreiche unschuldige Menschen, darunter Säuglinge, Kinder, Frauen, ältere Menschen und schwangere Frauen, verloren ihr Leben oder wurden verletzt. Auch Nutztiere kamen dabei ums Leben.
 
Viele Angriffe fanden nachts statt, während Familien schliefen. Frauen wurden bei alltäglichen Tätigkeiten wie Kochen oder Waschen getötet oder verletzt, und Kinder fielen beim Spielen den Angriffen zum Opfer. Die anhaltenden Angriffe versetzten die Bevölkerung in Angst und Unsicherheit. Viele Familien mussten ihre Häuser verlassen und zeitweise bei Regen und ohne ausreichenden Schutz unter freiem Himmel übernachten.
 
Es wird ans Tageslicht kommen, ob die US-Regierung bzw. welche Staaten hinter Kriegsverbrecher Pakistans stehen. Bei den Kriegsverbrechen Pakistans die Augen zu verschließen, käme einer Unterstützung dieser Taten gleich.
 
Herr President Trump steht offensichtlich hinter den 40 gemieteten Dieben und Banditen Pakistans und beabsichtigt, mithilfe pakistanischer Kriegsverbrecher die Bodenschätze Afghanistans zu niedrigen Preisen für sich, seine Familie und seine Freunde zu sichern.
 
Ein Bekannter sagte mir im Jahr 2016, dass in Afghanistans Regierung eine ehrliche Person nicht gewollt ist. Wer nicht korrupt, nicht in den Drogenhandel verwickelt und nicht in Mafia-Strukturen involviert ist, wird in der Führungsebene der afghanischen Regierung nicht erwünscht. Der Bekannte fragte mich: „Falls du eine entsprechende Person sein willst, sag mir Bescheid.“ Ich erwiderte darauf nichts. Damals unterhielt mein Bekannter offenbar Verbindungen zu Leuten, die als afghanische Mafia bekannt waren.
 
Etwa ein halbes Jahr später, im Jahr 2017, sagte mir der Bekannte wiederholt dasselbe: In der afghanischen Regierung sind keine ehrlichen Personen erwünscht, sondern korrupte Personen, die in den Drogenhandel verwickelt sind und Verbindungen zur Mafia haben. Er sagte erneut: „Wenn du willst, sag mir Bescheid.“ Ich sagte ihm auch dazu nichts.
 
Vor ein paar Jahren saß ich in einem Café bzw. einer Bäckerei. Eine Verkäuferin führte mit mir ein kurzes Gespräch über das Thema Afghanistan. Sie sagte sinngemäß: Das afghanische Volk interessiert niemanden. Es interessieren nur die afghanischen Bodenschätze.
 
Am 26.09.2025 waren Pakistans Premierminister, Herr Shehbaz Sharif, und Pakistans Armeechef, General Asim Munir, im Washington, im weissen Haus zu Besuch. General Asim Munir hatte eine Holzschachtel mit  Mustern verschiedener Bodenschätze als Geschenk für Herrn Präsident Trump in der Hand. Seitdem haben die Bombardierungen Pakistans auf afghanisches Territorium und dadurch die Tötung von Zivilisten in Afghanistan zugenommen.
 
Pakistans Kriegsverbrecher versuchen offenbar, Afghanistan zur Umsetzung der Pläne von Präsident Trump unter Druck zu setzen, das Land zur Kapitulation zu zwingen und anschließend eine afghanische Mafia an die Macht zu bringen, die bereits zwischen 2001 und 2021 an der Regierung Afghanistans beteiligt war. Die US-Regierung versucht offensichtlich, diese afghanischen Mafia-Strukturen in die afghanische Regierung zu integrieren, um für sie die Bodenschätze Afghanistans auszubeuten.
 
Was könnte es dafür einen besseren Beleg geben als die Aussage des pakistanischen Verteidigungsministers Khawaja Asif? Er erklärte im April 2025 in einem Interview mit Sky News, dass Pakistan in der Vergangenheit „schmutzige Arbeit“ für die USA, Großbritanien und anderen Staaten geleistet hat.
 
Die USA und ihre Verbündeten haben 47 Jahre lang viele Grausamkeiten in Afghanistan begangen. Die US-Armee war während ihres Einsatzes in Afghanistan im Kriegsverbrechen verwickelt.
 
Seit Herr Präsident Trumpt im Amt ist, hat USA ihre humanitäre Hilfe drastisch reduziert. Die Strategie von USA besteht auch darin, das afghanische Volk durch Hunger unter Druck zu setzen und Afghanistan dadurch zu destabilisieren. Viele Menschen in Afghanistan sind infolge von Hunger und Unterernährung gestorben. Zahlreiche Säuglinge starben wegen Schwäche, weil ihre Mütter aufgrund von Unterernährung nicht genügend Muttermilch geben konnten und es zudem an notwendigen Medikamenten fehlte. 
 
Wir haben von Herrn Präsident Trump mehrfach gehört, dass er keinen Kommunismus möchte. Herr Präsident Trump scheint jedoch zu denken, dass die Unterstützung armer Menschen Kommunismus ist. Die Unterstützung armer Menschen ist kein Kommunismus, sondern humanitäre Hilfe. Es ist ungerecht, einem armen Volk das Brot aus der Hand zu nehmen, um sich selbst daran zu bereichern.
 
Wir, das Volk Großafghanistans, sind wegen der schmutzigen Politik des Herrn Präsident Trump sehr unzufrieden und enttäuscht. Herr Präsident Trump hat durch seine Politik Afghanistan stark unterdrückt und grausam behandelt.
 
Wir beschuldigen das amerikanische Volk nicht. Das amerikanische Volk weiß über viele Dinge nichts. Ebenso beschuldigen wir die Abgeordneten der Republikaner und Demokraten im Repräsentantenhaus sowie die Senatoren im Senat nicht, weil auch sie mit der Politik von Herrn Präsident Trump unzufrieden sind.
 
Wir, das Volk Großafghanistans, haben Respekt vor den Parteien der Republikaner und Demokraten.
 
Dem afghanischen Volk gegenüber wurde viel Unrecht begangen. Millionen unschuldiger Afghanen wurden auf beiden Seiten der Durand-Linie getötet. Auf beiden Seiten der Durand-Linie wurde jede Art von Unterdrückung und Tyrannei gegen das afghanische Volk durch Pakistans Kriegsverbrecher verübt.
 
Wir, das afghanische Volk auf beiden Seiten der Durand-Linie, wollen unsere Freiheit und unsere Rechte haben.
 
Mit freundlichen Grüßen