د ټول افغان ولس په استازیتوب، موږ د هالیند په هاګ کې د نړیوالې جزايي محکمې د پرېکړې او د طالبانو د دوو وزیرانو په اړه د نیولو د حکمونو هرکلی کوو.
محترمو آغلو او ښاغلو
موږ د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۵مه له رسنیو څخه خبر سوو چې د هالیند په هاګ کې نړیوالې جزايي محکمې د طالبانو د دوو لوړپوړو وزیرانو، د عمومي زده کړو ڷپاره د طالبانو وزیر حبیبالله آغا او د لوړو زده کړو ڷپاره د طالبانو وزیر ندا محمد ندیم، د نیولو حکمونه صادر کړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، محکمې پر دواړو وزیرانو د بشریت ضد جرمونو، د جنسیت پر بنسټ د ځورونې، او په پلان سوی ډول د عام ژوند څخه د ښځو او نجونو د ګوښه کولو او له خپلو حقونو څخه د محرومولو تورونه لګولي دي.
د ټول افغان ولس په استازیتوب، موږ په کلکه د هاګ د نړیوالې جزايي محکمې د پرېکړې او د یادو سوو دواړو طالب وزیرانو د نیولو د حکمونو هرکلی کوو.
د طالبانو له خوا پر زده کړو لګول سوو بندیزونو میلیونونه افغان نجونې او ښځې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کړې دي. نجونې له شپږم ټولګي تر بشپړېدو وروسته، او له ۱۲ کلنۍ څخه وروسته، د منځنیو او لوړو ښوونځیو له زده کړو څخه محرومې دي. ښځې او نجونې همدارنګه لوړو زدهکړو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع سوې دي.
د یادو سوو طالب وزیرانو دا غلطه پالیسۍ د یوه بشپړ نسل پر راتلونکي ډېرې ناوړه اغېزې کړې دي. افغان نجونې له دې امله نه سي کولای خپلې زده کړې بشپړې کړي او د ډاکټرانو، ښوونکو، دولتي کارکوونکو، انجنیرانو، نرسانو او نورو مسلکونو په توګه د خدمت کولو فرصت ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، دا وضعیت ټولې افغانې ټولنې ته ستر زیان رسوي. افغانستان په ځانګړې توګه د روغتیا، ښوونې او روزنې او عامه ادارې په برخو کې روزل سوو او مسلکي ښځو ته جدي اړتیا لري. له زده کړو او کار څخه د ښځو او نجونو محرومول د هېواد له مخکې ستونزمن وضعیت لا پسې خرابوي او د افغانستان راتلونکی پرمختګ له جدي ګواښ سره مخ کوي. له همدې امله، یادو سوو دوو طالب وزیرانو د افغان ولس او د افغانستان د ملي ګټو پر وړاندې لوی ملي خیانت کړی دی.
سربېره پر دې، موږ غواړو دې خبرې ته هم اشاره وکړو چې په اسلام کې زده کړه د ښځو او نارینهوو دواړو لپاره فرض ده او لوړ ارزښت لري. له همدې امله، له زده کړو څخه د نجونو او ښځو سیستماتیک محرومول نه یوازې له بنسټیزو بشري حقونو سره په ټکر کې دي، بلکې د اسلام له اساسي اصولو سره هم په تضاد کې دي.
له همدې امله، د د پورته یادې سوی پالیسۍ مسؤل کسان باید محاکمه سي. د میلیونونو افغان ښځو او نجونو له حقونو څخه محرومول باید بې پایلې پاتې نه سي.
سربېره پر دې، موږ د رسنیو له راپورونو څخه خبر سوي یو چې د لوړو زده کړو طالب وزیر ندا محمد ندیم د یوه پوهنتون څخه د لیدنې پر مهال یو محصل، چې سور او تور رنګه خولۍ (رخچینه) یې پر سر وه، له کوم دلیل پرته په څپېړه ووهلی.
موږ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د افغان ښځو او نجونو له حقونو او انساني کرامت څخه ملاتړ او ساتنه وکړي او د هغوی د زده کړې، کار او په ټولنیز ژوند کې د بشپړې ونډې اخیستنې لپاره د حقونو د تأمین په برخه کې جدي هڅې وکړي.
په درنښت
Im Namen des gesamten afghanischen Volks begrüßen wir die Entschiedung und Haftbefehle des internationalen Strafgerichthof in Den Haag, gegen Taliban-Minister
