د کونړ, خوست, کندهار, هلمند, پکتیکا او پکتیا په ولایتونو کې د پاکستاني هوايي بریدونو د قربانیانو لپاره مالي مرستې
قدرمنو آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر د ۲۱مې نیټی د شپې په ترڅ کې د افغانستان پر خاوره په کونړ او پکتیکا ولایتونو کی د پاکستان له خوا یو ځل بیا بمباری وسول، چی په پایله کی یی د کونړ ولایت د نورګل په ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي ووژل سول او څلور نور کسان ټپیان سول. د پیښی په قربانیانو کی ښځې هم شاملې دي. د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په سیمه کې یوه استوګنیزه ودانۍ او یو دوکان ویجاړ سوي دي.
همدارنګه پاکستاني جنګي مجرمانو د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر د ۲۴مې نېټې په شپه کی د افغانستان پر خاوره بمباری وکړل او د کندهار، پکتیا او خوست په ولایتونو کې یې پر لسو سیمو بریدونه ترسره کړي دي. د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې څلور بېګناه کسان وژل سوي دي

همدارنګه د پاکستان جنګي مجرمینو د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر د لومړۍ نېټې په شپه د افغانستان پر خاوره تېری وکړی او د هلمند او کونړ په ولایتونو کې یې پر بېګناه ملکي وګړو بریدونه کړي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه لس بېګناه کسان وژل سوي او یوولس نور ټپیان سوي دي، چې په هغوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي
موږ د شهیدانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او د زړه له کومې خواشیني څرګندوو، او ټولو ټپیانو ته د ژر او بشپړې روغتیا هیله کوو.
د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د کونړ, خوست, کندهار, هلمند, او پکتیکا ولایتونو له زیانمنو اوسېدونکو سره د مرستې په موخه، دې د افغانستان د دولت له خزانې څخه لاندې مالي مرستې ورکول سي
د هغو شهیدانو کورنیو ته چې د پاکستان د بمبارۍ له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دی، د هر شهید په خاطر دی ۵۰۰۰ امریکایي ډالر تاوان ورکول سي.
هر سخت ټپي سوي کس ته دی ۲۰۰۰ امریکایي ډالر مالي مرسته ورکول سي.
د هر هغه استوګنیز کور لپاره چې په بشپړه توګه ویجاړ سوی وي، ۳۰۰۰ امریکایي ډالر ورکول سي.
د هر هغه دوکان لپاره چې په بشپړه توګه ویجاړ سوی وي، ۲۰۰۰ امریکایي ډالر دی ورکول سي.
د هر هغه موټر لپاره چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ویجاړ سوی وي، ۲۰۰۰ امریکایي ډالر دی ورکول سي.
د ویجاړو سوو کرنیزو ځمکو لپاره دی د هر هکتار په بدل کې ۵۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته ورکول سي.
د هغو مالدارانو لپاره چې څاروي یې د بمبارۍ له امله له منځه تللي وي، د هر څاروي په بدل کې دی ۶۰ امریکایي ډالر تاوان ورکول سي.
موږ له ټولو اړوندو دولتي ادارو څخه غوښتنه کوو چې د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو هغو کورنیو ته چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله زیانمنې سوې دي، بېړنۍ مرستې ژر تر ژره ورسوي. په دغو مرستو کې دې په ځانګړې توګه لنډمهاله سرپناه (خېمې)، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه، روغتیايي خدمتونه، طبي درمل، د ډاکټرانو درملنه، او نور اړین بشري مرستندویه توکي شامل وي
په درنښت

Finanzielle Hilfen für die Opfer der pakistanischen Luftangriffe in den afghanischen Provinzen Kunar, Khost, Kandahar, Helmand, Paktika und Paktia.
den vorliegenden Berichten zufolge kam es in der Nacht zum 21. September 2026 erneut zu pakistanischen Bombenangriffen auf afghanisches Staatsgebiet, unter anderem in den Provinzen Kunar und Paktika. Bei einem Angriff in der Provinz Kunar, Distrikt Noorgul wurden drei Zivilpersonen getötet (1 Mädchen und vier weitere Menschen verletzt, darunter auch Frauen. In der Provinz Paktika, Distrikt Barmal wurden zudem ein Wohnhaus und ein Geschäft zerstört.
Ferner haben die pakistanischen Kriegsverbrecher in der Nacht zum 24.09.2026 das Territorium Afghanistans erneut verletzt und in den Provinzen Kandahar, Paktia und Khost Angriffe auf zehn Regionen durchgeführt. Dabei wurden nach bisherigen Berichten vier unschuldige Menschen getötet.
Desweiteren haben die pakistanischen Kriegsverbrecher in der Nacht zum 01.10.2026 das Territorium Afghanistans verletzt und in den Provinzen Helmand und Kunar Angriffe auf unschuldige Zivilisten durchgeführt. Dabei wurden nach bisherigen Berichten mindestens zehn unschuldige Menschen getötet und elf weitere verletzt, darunter auch Kinder und Frauen
Zur Unterstützung der von den pakistanansichen Luftangriffen betroffenen Bevölkerung in den Provinzen Kunar, Khost, Kandahar, Helmand, Paktika und Paktia sollen sollen aus der Staatskasse folgende finanzielle Hilfen gewährt werden:
- Den Familien der durch die pakistanische Bombardierung ums Leben gekommenen Märtyrer wird eine Entschädigung in Höhe von 5.000 US-Dollar je getötete Person gewährt.
- Schwer verletzte Personen erhalten eine finanzielle Unterstützung in Höhe von 2.000 US-Doller je Person.
- Für vollständig zerstörte Wohnhäuser werden 3.000 US-Dollar je Wohnhaus ausgezahlt.
- Für vollständig zerstörte Geschäfte werden 2000 US-Dollar je Geschäft ausgezahlt.
- Für jedes Fahrzeug, das infolge der pakistanischen Luftangriffe zerstört wurde, werden 2000 US-Dollar je Fahrzeug gewährt.
- Für zerstörter Felder wird eine finanzielle Hilfe von 5.000 Afghani je Hektar gezahlt.
- Eigentümer von Nutztieren, die infolge der Bombardierung verendet sind, erhalten eine Entschädigung in Höhe von 60 US-Dollar je Tier.
Mit freundlichen Grüßen