د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته ټولې طبیعي زېرمې باید تر هغه وخته پوری ازادې او له هر ډول لاسوهنې خوندي پاتې سي، تر څو پوری چی بشپړه او تلپاتې سوله ټینګه سوې نه وي.
درنو آغلو او ښاغلو
موږ، د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته د لوی افغانستان ولس، د لوی افغانستان د طبیعي زېرمو په اړه هېڅ ډول تړونونه نه منو. هغه که د سلفي مافیا له خوا لاسلیک سوي وي او که د پاکستان د کرایه سوو غلامانو له خوا لاسلیک سوي وي, دا ډول ټول تړونونه باطل بولو او په رسمیت یې نه پېژنو.
د طالبانو په لیکو کې هم سلفي مافیا شتون لري، چې په هغو کې ملا برادر او د کانونو او پټرولیم وزارت ځینې چارواکي هم شامل دي. دغو کسانو د افغانستان طبیعي زېرمې د خپلو شخصي ګټو او د خپلو چوکیو د ټینګښت لپاره لیلام کړې دي. د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی ایس آی) د طالبانو په لیکو کې دغه سلفي مافیا ځای پر ځای کړې ده، څو د اسلام له سپېڅلي دین څخه د خپلو چټلو ستراتیژیو لپاره ناوړه ګټه پورته کړي.
د دغې سلفي مافیا له خوا لاسلیک سوي ټول تړونونه زموږ د منلو وړ نه دي او باطل دي. دا حکم پر ټولو هغو تړونونو تطبیقېږي چې د ملا برادر، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت یا نورو اشخاصو او بنسټونو له خوا لاسلیک سوي وي. په دې کې د ګازو، نفتو، د سرو زرو د کانونو او نورو طبیعي زېرمو په اړه ټول تړونونه شامل دي، که د سعودي عربستان د ډیلټا ګروپ، یا عزیزي ګروپ، یا نورو شرکتونو سره سوی وی، که د داخلی او خارجی پانګهوالو سره سوي وي، ټول تړونونه بی اعتباره دی
په لوی افغانستان کې ناورین، ګډوډي او بېثباتي حاکمه ده. ځینې پانګهوال هڅه کوي چې له دې ګډوډۍ څخه د خپلو اقتصادي ګټو لپاره ناوړه استفاده وکړي او د لوی افغانستان طبیعي زېرمې خپلې کړي. دا د شرم خبره ده.
د لوی افغانستان طبیعي زېرمې نه د سلفي مافیا ملکیت دي او نه هم د ۴۰ کرایه سوو غلو او ډاکوګانو ملکیت دی. د بلوچستان طبیعي زېرمې د بلوچستان د ولس ملکیت دي. د پښتونخوا طبیعي زېرمې د پښتونخوا د ولس ملکیت دي. او د لوی افغانستان طبیعي زېرمې د لوی افغانستان د ولس ملکیت دي.
د لوی افغانستان ټولې طبیعي زېرمې باید تر هغه وخته له هر ډول لاسوهنې او استخراج څخه خوندي پاتې سي، تر څو پوری چی په لوی افغانستان کې بشپړه او تلپاتې سوله ټینګه سوې نه وي.
په درنښت
یادونه: موږ د بلوچستان د ګران ولس څخه او د پښتونخوا د ګران ولس څخه غوښتنه کوو چې د خپلو طبیعي زېرمو ساتنه وکړي او اجازه ورنه کړي چې د پنجابستان غله او ډاکوګان یې لوټ کړي

Alle Bodenschätze auf beiden Seiten der Durand-Linie müssen frei und unangetastet bleiben, bis ein vollständiger und dauerhafter Frieden erreicht ist.
Sehr geehrte Damen und Herren,
wir, das Volk Großafghanistans auf beiden Seiten der Durand-Linie, akzeptieren keinesfalls Vereinbarungen über die Bodenschätze Großafghanistans auf beiden Seiten der Durand-Linie. Sämtliche derartige Vereinbarungen werden für ungültig erklärt und von uns nicht anerkannt – unabhängig davon, ob sie von der Salafisten-Mafia oder von den Pakistans gemieteten Sklaven abgeschlossen wurden.
Auch innerhalb der Taliban gibt es eine Salafisten-Mafia, zu der unter anderem Mullah Baradar und Verantwortliche des Ministeriums für Bergbau und Erdöl zählen. Diese haben die Bodenschätze Afghanistans im persönlichen Interesse und zur Sicherung ihrer persönlichen Machtpositionen versteigert. Der pakistanische Militärgeheimdienst ISI hat diese Salafisten-Mafia innerhalb der Taliban integriert, um die Religion des Islam für seine schmutzigen Strategien zu missbrauchen.
Sämtliche Vereinbarungen, die von dieser Salafisten-Mafia abgeschlossen wurden, werden nicht anerkannt und sind für uns ungültig. Dies gilt unabhängig davon, ob sie von Mullah Baradar oder vom Taliban-Ministerium für Bergbau und Erdöl oder anderen Personen bzw. Institutionen getroffen wurden. Es betrifft sämtliche Vereinbarungen über Gas, Erdöl, Goldminen und andere Bodenschätze, unabhängig davon, ob sie mit der Delta Group aus Saudi-Arabien, der Azizi Group oder anderen Unternehmen sowie mit inländischen oder ausländischen Investoren abgeschlossen wurden.
In Großafghanistan herrscht ein katastrophales Chaos. Manche Investoren versuchen, dieses Chaos für ihre wirtschaftlichen Interessen auszunutzen und sich die Bodenschätze Großafghanistans anzueignen. Das ist eine Schande.
Die Bodenschätze Großafghanistans sind weder Eigentum der Salafisten-Mafia noch Eigentum der 40 gemieteten Banditen. Die Bodenschätze Belutschistans sind Eigentum des Volkes von Belutschistan. Die Bodenschätze Paschtunkhwas sind Eigentum des Volkes von Paschtunkhwa. Die Bodenschätze Großafghanistans Eigentum des Volkes von Großafghanistan.
Alle Bodenschätze Großafghanistans müssen unangetastet bleiben, bis in Großafghanistan ein umfassender und dauerhafter Frieden erreicht ist.
Mit freundlichen Grüßen
PS: Wir appellieren an unser geliebtes Volk in Belutschistan und an unser geliebtes Volk in Paschtunkhwa, ihre Bodenschätze zu schützen und nicht zuzulassen, dass diese von den Dieben und Banditen aus Punjabistan geplündert werden.