Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

د افغانستان د واورو او بارانونو د قربانیانو لپاره مالي مرستې

محترمو آغلو او ښاغلو

د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د میاشتې له ۲۱مې څخه تر ۲۳مې نېټې پورې، د افغانستان په څو ولایتونو کې سخت توپانونه، درنې واورې او شدید بارانونه رامنځته سول، چې له امله یې پراخ  بشري او مالي زیانونه واوښتل.

د تر اوسه ترلاسه سوو راپورونو له مخې، له ۷۰ څخه زیات کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او له ۱۱۰ څخه زیات کسان ټپیان سوي دي. سربېره پر دې، ګڼ شمېر اهلی څاروي هم تلف سوي دي. په ټولیز ډول، لږ تر لږه ۴۵۸ استوګنیز کورونه ویجاړ یا زیانمن سوي دي، او نږدې ۳۶۰ کورنۍ په مستقیم ډول د دې طبیعي ناورین له پایلو څخه اغېزمنې سوې دي.

موږ د وژل سوو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د ژر او بشپړې روغتیا هیله کوو.

د زیانمنو سوو د ملاتړ لپاره دی له دولتي خزانې څخه مالي مرستې په لاندې ډول ورکړل سي

د هغو کسانو کورنیو ته چې د بارانونو او سېلابونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی، د هر وژل سوي کس پر سر ۷۰۰۰۰ افغانۍ تاوان ورکول کېږي.

سخت ټپیان سوو کسانو ته د هر کس پر سر ۱۰۰۰۰ افغانۍ مرسته ورکول کېږي.

د هغو استوګنیزو کورونو لپاره چې په بشپړه توګه ویجاړ سوي دي، د هر کور پر سر ۷۰۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

د هغو څارویو مالکانو ته چې د یادو طبيعي پېښو له امله تلف سوي دي، د هر حیوان پر سر ۶۰ امریکایي ډالر تاوان ورکول کېږي

موږ له اړوندو ادارو څخه په ټینګار غوښتنه کوو چې د سېلابونو له امله زیانمنو سوو کورنیو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي، چې پکښې لنډمهاله سرپناه (خېمې)، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه، طبي خدمات—د ډاکترانو او درملو په ګډون—او نور بیړني مرستندویه توکي شامل وي.

همدارنګه موږ سپارښتنه کوو چې هغه کورنۍ چې کورونه یې د بارانونو او سېلابونو له امله ویجاړ سوي دي، خپل نوي کورونه د امکان تر حده مقاومت لرونکي او باثباته جوړ کړي، څو د راتلونکو سختو موسمي پېښو پر وړاندې ښه مقاومت ولري او د بیاځلي زیان مخه ونیول سي

په درنښت

 

 

Financial Assistance for the Victims of Snowfall and Heavy Rainfall in Afghanistan

Dear Sir or Madam,

Between 21 and 23 January 2026, several provinces of Afghanistan were affected by severe storms, heavy snowfall, and intense rainfall, resulting in significant damage.

According to preliminary reports, more than 70 people lost their lives and over 110 individuals were injured. In addition, numerous livestock animals perished. At least 458 residential houses were destroyed or damaged, and approximately 360 families were directly affected by the consequences of this natural disaster.

We extend our deepest condolences to the families of the deceased and wish the injured a swift and full recovery.

To support the affected population, the following financial assistance is to be provided from the state treasury:

  • Families of individuals who lost their lives as a result of the snowfall and heavy rainfall shall receive compensation in the amount of 70,000 Afghanis per deceased person.

  • Persons who were severely injured shall receive financial assistance of 10,000 Afghanis per person.

  • For residential houses that were completely destroyed, an amount of 70,000 Afghanis per house shall be disbursed.

  • Owners of livestock that perished as a result of the above-mentioned natural disasters shall receive compensation of 60 US dollars per animal.

We strongly urge the relevant authorities to provide immediate emergency assistance to the families affected by the snowfall and heavy rainfall. This assistance should include, in particular, temporary shelter (tents), food supplies, drinking water, medical care including doctors and medicines, as well as other urgently needed relief items.

Furthermore, it is recommended that families whose houses were destroyed by rainfall and flooding construct their new homes in a more resilient and stable manner in order to better withstand future severe weather events and prevent further damage.

Yours sincerely,