زموږ د لوی افغانستان ولسه: ټوله قومونه د دښمن پر ضد د مبارزې لپاره حاضر او چمتو سي
زموږ ګرانه د لوی افغانستان ولسه،
سره یو سئ، د هېواد ټوله قومونه سره یو موټی سئ. د لوی افغانستان دښمن ناکام سوی دی او په بېره کی دي. دښمن ټول هغه وسایل او چلونه یی وکارول چې توان یې درلود، او د هر ډول ظلمونو امکانات چی یی درلودل هغه یې وکړل. خو سره له دې، هېڅ بریا یې تر لاسه نه کړه. دا د انګرېزانو غلامان به هېڅکله بریالي نه سي.
د لوی افغانستان ولس او همدارنګه نړیوالې ټولنې ته دا خبره روښانه ده چې د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی ایس آی) له دېرشو څخه زیاتې ترهګرې ډلې روزلي او د هغوی ملاتړ یې کړی دی. د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۱۲مه، د قاري محمد یعقوب شیخ یوه وینا خپره سوه، چې هغه پکښی په ښکاره ډول د پاکستان د پوځ ملاتړ اعلان کړ او د پوځ د مشر عاصم منیر ستاینه یې وکړه. قاري محمد یعقوب شیخ د لشکرِ طیبه د ترهګرې ډلې له مشرانو څخه یو مشر دی.
همدارنګه دا هم ټولو ته معلومه ده چې دا په پاکستان کې روزل سوې ترهګرې ډلې د عاصم منیر او د پوځي استخباراتو (آی ایس آی) تر قوماندې لاندې فعالیت کوي. د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۱۹مه، رسنیو په پاکستان کې د سلطان عزیز عزام، چې د داعش–خراسان ویاند بلل کېږي، د نیول کېدو خبر ورکړ. دا هم د پاکستان د چلبازی او درواغجنو لوبو یوه برخه ده.
حقیقت دا دی چې د داعش–خراسان په نوم ډله او نورې ترهګرې ډلې د پاکستان د پوځي استخباراتو په لارښونه او مستقیم ملاتړ سره فعالیت کوي. هر کله چې پاکستان په نړیواله کچه تر فشار لاندې راسي او د ترهګرو د روزنې تور پرې ولګېږي، نو له هغو ۳۵ ترهګرو ډلو څخه چې پخپله یې روزلي دي، د یوه مشر د نیولو یا وژلو اعلان کوي — لکه د سلطان عزیز عزام د ادعا سوي نیول کېدو په قضیه کې. پاکستان په هرو دوو یا درو میاشتو کی د داسې تروریستانو د نیولو یا وژلو خبرونه خپروي چې په حقیقت کې دوې خپله روزلي وي په دې توګه پاکستان هڅه کوي چی نړیواله ټولنه وغولوي،
دا غلو، ډاکوګانو او خونکارو جنرالانو خپل ځانونه پلورلي دي. هغوی د میلیاردونو ډالرو په بدل کې د بېګناه افغان ولس وینه توی کړې ده. اوس نړیواله ټولنه او د لوی افغانستان ولس د پاکستان د جنایتکارو جنرالانو او دیکتاتورانو په چلبازی پوهیدلی دی او د دوی چلونه نور تاثیر نه کوي.
موږ یو ځل بیا په ټینګار سره وایو: موږ به هېڅکله خپل د لوی افغانستان ولس پنجابستان ته پرې نږدو او د خپلې خاورې — بلوچستان او پښتونخوا — یو سانتيمتر به هم پنجابستان ته ورنه کړو. دا خاوره نه د پلورلو ده او نه د بخښلو.
موږ یو ځل بیا د انګرېزانو له غلامانو غوښتنه کوو چې سمدستي په بلوچستان او پښتونخوا کې ټول سیاسي فعالان له زندانونو خوشې کړي، د پنجابستان ترهګره پوځ له دغو سیمو وباسي او خپلې سرحدي پوستې هغه ځایونو ته بېرته یوسي چې د ۱۸۹۳ کال مخکی هلته وې.
زموږ د لوی افغانستان ولسه: یو موټی سئ — د خپل ځان لپاره، د خپل ولس لپاره او د خپل هېواد لپاره. د لوی افغانستان ټوله قومونه یو واحد ولس دی.
تل دې ژوندی وي لوی افغانستان.
په درناوي

An unser Volk Großafghanistans richten wir den Aufruf: Alle Stämme sollten sich auf den Kampf gegen den Feind vorbereiten.
Unser geliebtes Volk Großafghanistans,
vereinigt euch, alle Stämme unseres Landes. Der Feind Großafghanistans ist gescheitert und handelt aus Angst. Er hat alle Mittel und Tricks eingesetzt, zu denen er fähig war, und jede Grausamkeit begangen, die ihm möglich erschien. Dennoch hat er keinen Erfolg erzielt. Diese Sklaven der Briten werden niemals siegen.
Dem Volk Großafghanistans sowie der Weltgemeinschaft ist bekannt, dass der pakistanische Militärgeheimdienst ISI mehr als 30 Terrororganisationen ausgebildet und unterstützt hat. Am 12. Dezember 2025 wurde eine Aussage von Qari Mohammad Yaqoob Sheikh, einem Führer der Terrororganisation Lashkar-i-Taiba, veröffentlicht. Darin erklärte er offen seine Unterstützung für die pakistanische Armee und lobte deren Armeechef Asim Munir.
Ebenso ist allgemein bekannt, dass diese in Pakistan ausgebildeten Terrorgruppen unter dem Kommando von Asim Munir und des Militärgeheimdienstes ISI operieren. Am 19. Dezember 2025 berichteten Medien über die Festnahme von Sultan Aziz Azam, einem Sprecher des IS-Khorasan, in Pakistan. Auch dies ist Teil der Täuschungsmanöver und falschen Spiele Pakistans.
In Wahrheit agieren der sogenannte IS-Khorasan sowie andere Terrororganisationen auf Anweisung und mit direkter Unterstützung des pakistanischen Militärgeheimdienstes. Immer dann, wenn Pakistan international unter Druck gerät und beschuldigt wird, Terroristen auszubilden, verkündet es die Festnahme eines Terroristenführers aus den insgesamt 35 Terrorgruppen, die es selbst ausgebildet hat – so auch im Fall der angeblichen Festnahme von Sultan Aziz Azam. Auf diese Weise versucht Pakistan etwa alle zwei bis drei Monate, die Weltgemeinschaft zu täuschen, indem es die Tötung oder Festnahme eines Mitglieds oder Anführers jener Terrorgruppen bekannt gibt, die es in Wirklichkeit selbst ausgebildet hat.
Diese Diebe, Banditen und blutrünstigen Generäle haben sich selbst verkauft. Sie haben für Milliarden Dollar das Blut des unschuldigen afghanischen Volkes vergossen. Inzwischen haben sowohl die Weltgemeinschaft als auch das Volk Großafghanistans erkannt, dass die Täuschungen und Tricks der pakistanischen kirminellen Generäle und Diktatoren nicht mehr funktionieren.
Wir stellen erneut klar: Wir werden unser Volk Großafghanistans niemals aufgeben und keinen einzigen Zentimeter unseres Territoriums – Belutschistan und Paschtunkhwa – an Punjabistan abtreten. Dieses Gebiet ist weder verkäuflich noch zu verschenken.
Wir fordern die Sklaven der Briten erneut auf, unverzüglich alle politischen Aktivisten aus den Gefängnissen in Belutschistan und Paschtunkhwa freizulassen, die Terrorarmee Punjabistans aus diesen Gebieten abzuziehen und ihre Grenzposten dorthin zurückzuverlegen, wo sie sich vor dem Jahr 1893 befanden.
Unser Volk Großafghanistans: Vereinigt euch – für euch selbst, für euer Volk und für euer Land. Alle Stämme Großafghanistans sind ein einziges Volk.
Lang lebe Großafghanistan.
Mit freundlichen Grüßen