Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73
info@afghanistan-jamhuriat.com
Total members: 117.524 (26 June 2017)
Die Atombombe in Pakistan ist eine große Gefahr für die Welt
په پاکستان کې اټومي بم د نړۍ لپاره یو لوی خطر دی
د ملګرو ملتونو محترمو استازو
آغلو او ښاغلو
موږ خپله ژوره اندېښنه څرګندوو د هغه خطر په اړه چې د پاکستان د اتوم بم له خوا نړی ته متوجه دی. نړیوالې ټولنې ته دا ښه معلومه ده چې پاکستان د لسیزو راهیسې ترهګر روزي، چې پکښې د داعش-خراسان ډله هم شامله ده. دغه ترهګریز سازمانونه د نړیوال امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی
په ځانګړې توګه د اندیښنې وړ خبره دا ده چې د پاکستان پوځي استخباراتي اداره (آی ایس آی) په ډیرو ترهګریزو فعالیتونو کی لاس لري. د پام وړ شواهد شتون لري چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریز بریدونه د (آی ایس آی) په همکارۍ پلان سوي وه، چې زرګونه بې ګناه خلک یې ووژل. دغه موضوع دا څرګندوي چې د پاکستان پوځي مشران د نړیوال ترهګرۍ پلویان او ملاتړي دي
دا حقیقت دی چې د پاکستان اټومي وسلې د فاسدو پوځي جنرالانو په لاس کې دي، چې په ترهګرۍ کې ښکېل دي، ځکه نو دا د ټولې نړۍ لپاره یو ستر خطر دی او د نړیوال امنیت لپاره به ویجاړونکي پایلې ولري که چیرې د پاکستان د اتومی وسلو کنترول د دغه پوځي جنرالانو په لاس کی پاته سی
له همدې امله موږ له نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کوو چې پاکستان د خپلو اټومي وسلو څخه بې وسلې کړي.د دغه خطر د مخنیوي لپاره یوه ټاکلې نړیواله تګلاره اړینه ده
موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د پاکستان دولت او د هغه د ترهګریزو شبکو د ملاتړ پر وړاندې قاطع اقدامات وکړي
په درناوي
لاندې د هغو ترهګریزو سازمانونو لیست دی چې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې آی ایس آی لخوا روزل کېږي
داعش خراسان
حقاني ډله
د القاعده تنظیمول
حزب المجاهدین (HM)
حرکت الانصار ( چې اوس مهال د حرکت المجاهدین په نوم پیژندل کیږي)( HuA)
لشکر طیبه (LeT)
جیش محمد مجاهدین ای-تنظیم (JeM)
البدر
جمیعت المجاهدین (JUM)
لشکر جبار (LeJ)
حرکت الجهاد الاسلامي (HUJI)
د متحده جهاد شورا (MJC)
البرق
تحريک المجاهدين
الجهاد
د جمو او کاشیر ملي آزادۍ پوځ
د خلکو لیګ
د مسلم جنباز ځواک
د کشمیر جهاد ځواک
الجهاد ځواک (د مسلمان جنباز ځواک او د کشمیر جهاد ځواک سره یوځای کوي)
د عمر مجاهدین
محاز ازادي
اسلامي جماعت الطلبة
د جمو او کشمیر د محصلینو د ازادۍ جبهه
اخوان المجاهدین
د محصلینو اسلامي ټولنه
تحریک حریت کشمیر
تحريک نفاذ فقہ جعفريه
د المصطفی د آزادۍ جنګیالي
تحريک جهاد اسلامي
مسلمان مجاهدین
المجاهد ځواک
تحريک جهاد
اسلامي انقلابي محاذ
Die Atombombe in Pakistan ist eine große Gefahr für die Welt
Sehr geehrte Vertreter der Vereinten Nationen, Sehr geehrte Damen und Herren,
hiermit möchten wir unsere tiefe Besorgnis über die nukleare Bedrohung durch Pakistan sowie dessen Unterstützung terroristischer Organisationen ausdrücken. Es ist der internationalen Gemeinschaft bekannt, dass Pakistan seit Jahrzehnten Terroristen ausbildet, darunter die Gruppierung IS-Khorasan. Diese Terrororganisationen stellen eine ernsthafte Bedrohung für die globale Sicherheit dar.
Besonders alarmierend ist die Tatsache, dass der pakistanische Militärgeheimdienst ISI in zahlreiche terroristische Aktivitäten verwickelt ist. Es gibt erhebliche Hinweise darauf, dass die Terroranschläge vom 11. September 2001 unter Beteiligung des ISI geplant wurden, was zum Tod Tausender unschuldiger Menschen führte. Dies unterstreicht die Rolle der pakistanischen Militärführung als Förderer und Unterstützer des internationalen Terrorismus.
Die Tatsache, dass Pakistans Atomwaffen in den Händen korrupter und in Terrorismus verwickelter Militärgeneräle liegen, stellt eine immense Gefahr für die gesamte Welt dar. Ein unkontrollierter Zugriff auf diese Waffen durch die pakistanischen Militärgeneräle könnte katastrophale Konsequenzen für die globale Sicherheit haben.
Wir appellieren daher dringend an die Weltgemeinschaft, insbesondere an die Vereinten Nationen, geeignete Maßnahmen zu ergreifen, um Pakistan bezüglich seiner Atombombe zu entmachten. Ein entschlossenes internationales Vorgehen ist erforderlich, um eine Eskalation dieser Gefahr zu verhindern.
Wir fordern die internationale Gemeinschaft auf, entschlossene Schritte gegen die Bedrohung durch den pakistanischen Staat und seine Unterstützung terroristischer Netzwerke zu unternehmen.
Mit freundlichen Grüßen
Nachfolgend finden Sie eine Liste terroristischer Organisationen, die in Pakistan durch Militärgeheimdienst ISI ausgebildet werden:
Präsident Erdogan spielt die Rolle einer falschen Weltpolizei
رئیس جمهور اردوغان د یو جعلي نړیوال پولیس رول لوبوي
میرمنو او ښاغلو
رئیس جمهور اردوغان په نړیواله سطحه دوه ګوني رول لوبوي. له یوې خوا، هغه ځان د ډیموکراسي د دفاع کوونکي په توګه معرفې کوي، پداسې حال کې چې د افغان مافیا، په ځانګړې توګه د جنګي جنایتکار رشید دوستم ملاتړ کوي، چې په وحشتناکو جرمونو لکه جنسي تیری، تشدد او انسان وژنې تورن دی. له بلې خوا، اردوغان ځان د "ښه مسلمان" په توګه معرفې کوي ترڅو خلک وغولوي او خپلی اصلي کړنلاری پټی کړي
اردوغان د خپلو ګټو د ترلاسه کولو دپاره د هغه فرصتونو څخه استفاده کوي چې په ځینو هیوادو کی د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو له امله رامنځته کیږي. کله چې امریکا په سومالیا کې خپله جګړه پای ته ورسوله او بیرته ووتل، اردوغان سومالیا ته ننوتی او سوداګریزې اړیکې یې هلته پیل کړې. همداراز په عراق کې، وروسته له دې چې دامریکا جګړه پای ته ورسیده او امریکايي ځواکونه ووتل، اردوغان عراق ته لاسرسی پیدا کړ. څو ځله داسی راپورونه خپاره سوي دی چې په عراق کې تېل غلا کیږي او پر ترکیه په ډېره ټیټه بیه پلورل کیږي. اردوغان په لیبیا کې هم خپلی ستراتیژي ته دوام ورکړ، په لیبیا کی د امریکا تر پوځي عملیاتو وروسته اردوغان سوداګریز تړونونه وکړل او له دې لارې د لیبیا تېل په ټیټه بیه ترلاسه کوی. په سوریه کې چی اوس د امریکا جګړه پای ته رسیدلی ده ، داسې ښکاري چې اردوغان په سوریه کی هم په ورته شکل موخو ته ځان رسول غواړی
د کلونو راهیسې، اردوغان یوه مشکوکه کړنلاره تعقیبوي، له یوې خوا د ډیموکراسي تبلیغ کوي او له بلې خوا اسلام د خپلو ګټو لپاره استعمالوي. اردوغان د نورو هیوادونو له طبیعی زیرمو څخه ګټه پورته کوي اما دا ور ته بی فرقه ده چی د نورو هیوادونوخلکو ته زیانونه رسوی. اردوغان د افغانستان د طبیعي منابعو سره ځانګړې علاقه ښکاره کوی. اردغان هڅه کوي چې د افغانستان طبیعی زیرمی د دې هیواد د غریب او زیریدلی ولس څخه لوټ کړی
سربیره پردې، اردوغان د خپلو سیاسي او اقتصادي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره نامشروع کړنې کاروی. د ترکیې ساختماني شرکتونه، چې اکثراً د اردوغان د حکومت سره تړاو لري، د رشوت په مرسته په نورو هیوادونو کې قراردادونه ترلاسه کوي. دا شرکتونه بدنامه دي ځکه چی ساختماني کیفیت یی غیر معیاري وی او د تعمیراتی کارو دپاره تر حد زیاتی پیسی اخلي، چې ډیری وختونه غمجنې پایلې رامنځته کوي. یوه غمجنه بیلګه د ترکیي هغه ساختماني شرکتونه دي چې په ترکیه کې یې کورونه جوړ کړل، چې ډیری یې د ۲۰۲۳ کال د زلزلو پر مهال ړنګ سول او د ډیرو انساني تلفاتو لامل سول. د ځینو راپورونو پر اساس دا شرکتونه د خپلو ګټو یوه برخه د اردوغان د « آ کا پی» ګوند ته ورکوي
په افغانستان کې هم ځینې داډول ترکی شرکتونه فعاله دي. یو مشهور مثال یی د ۷۷ ساختماني شرکت دی، په راپورونو کې ویل سوي دی چې دا شرکت هڅه کوي چی تر مشکوکو شرایطو لاندې په افغانستان کی د سړکونو او پلونو قراردادونه ترلاسه کړی او د افغانستان غریب ولس وغولوي
موږ په کلکه غوښتنه کوو چې د ۷۷ شرکت او نور ترکي شرکتونه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، ژر تر ژره دی زموږ د هیواد څخه ووزي. همدارنګه، ټولې ترکی مرستندویه موسسې باید خپل فعالیتونه په افغانستان کې بند کړي او زموږ هیواد دی پریږدي. سربېره پردې، موږ غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دی د ترکیې ټولی قونسلګرۍ د افغانستان په ښارونو کې وتړل سي او د قونسلګرۍ کارکوونکي دی ترکیې ته ستانه سي. یوازی په کابل کې د ترکیې سفارت کولای سی چی د ډیپلوماتیکو اړیکو د ساتلو لپاره خلاص پاته سي
په درنښت
An den Präsidenten der Vereinigten Staaten von Amerika Donald Trump
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته
ګرانه ولسمشره ټرمپ،
د افغانستان د خلکو په استازیتوب، زه تاسو ته د زړه له کومې مبارکي وایم چې د امریکا متحده ایالاتو د ۴۷م ولسمشر په توګه بیا وټاکل سواست
ستاسو بیا ټاکنه نه یوازې ستاسو د بېسارې سیاسي تجربې او مشرۍ ځواک څرګندونه کوي، بلکې دا د امریکا د ولس او نړیوالې ټولنې لهخوا پر تاسو د باور ښکاره څرګندونه هم ده. تاسو بېشکه زموږ د عصر له درناوي وړ سیاستوالو څخه یاست
په کورني او بهرني سیاست کې ستاسو د لومړۍ دورې لاسته راوړنې د ستاینې وړ دي او تلپاتې مثبتی اغېزی یې پراېښي دي. زه تاسو ته د نوي ولسمشری دورې د ننګونو په وړاندی د ځواک، استقامت او بریالیتوب هیله کوم
یو ځل بیاتاسو ته د ولسمشری په مناسبت دزړه له کومی مبارکی وړاندې کوم
ستاسو د ولسمشری د دوهمې دورې لپاره د بریالیتوب په هیله
An den Präsidenten der Vereinigten Staaten von Amerika Donald Trump
Lieber Herr Präsident Trump,
im Namen des afghanischen Volk gratuliere ich Ihnen herzlich zu Ihrer Wiederwahl als 47. Präsident der Vereinigten Staaten von Amerika.
Ihre Wiederwahl als Präsident der USA unterstreicht nicht nur Ihre außergewöhnliche politische Erfahrung und Führungsstärke, sondern auch das Vertrauen, das Ihnen sowohl das amerikanische Volk als auch die internationale Gemeinschaft entgegenbringen. Sie gehören zweifellos zu den angesehensten Staatsmännern unserer Zeit.
Die Leistungen Ihrer ersten Amtszeit in der Innen- und Außenpolitik waren beeindruckend und haben nachhaltige positive Akzente gesetzt. Wir wünschen Ihnen viel Kraft, Ausdauer und Erfolg, um die Herausforderungen Ihrer neuen Amtszeit mit Entschlossenheit und Weitsicht zu meistern.
Nochmals meine herzlichsten Glückwünsche zu Ihrem Amtsantritt.
Mit den besten Grüßen und den besten Wünschen für Ihre zweite Amtszeit
Die Machthaber von Pakistan sind in Wirklichkeit Gauner!
د پنجابستان جنګي مجرمانو جنرالانو او جنګي مجرمانو دیکتاتورانو ته
موږ غواړو خپله ژوره اندېښنه د پاکستان د اوسني سیاسي او پوځي مشرتابه په اړه څرګنده کړو. جنرال عاصم منیر یو جنګي مجرم دی، چې د بشري حقونو سرغړونی، ظلمونه او د بې ګناه خلکو وژنې یی کړی دي. همدارنګه، د شريف کورنۍ په جرمونو کې ښکېل ده. دوی اوهمکاران یی دیکتاتوران دی، چې په هېواد کی یی آنارشی خپره کړی ده
موږ غوښتنه کوو چې دغه مجرم کسان د عدالت تامینولو په خاطر محاکمه سي. سربېره پر دې، موږ غوښتنه کوو چې دوی دی زموږ له خاورې د بلوچستان او پښتونخوا له سیمو څخه، پرته له کوم شرطه ووزي
Petition an die Vereinten Nationen: Verurteilung Pakistans für Luftangriffe und die Tötung unschuldiger Menschen in Afghanistan
ملګرو ملتونو ته غوښتنلیک: د پاکستان د هوايي بریدونو او په افغانستان کې د بې ګناه خلکو د وژلو غندنه
ښاغلی سکرتر جنرال ګوتریس
د بشري حقونو د سازمانونو محترمو استازو
د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۴مه د پاکستان پوځ په افغانستان کې څو هوايي بریدونه ترسره کړل. د رسنیو د راپورونو له مخې، د پکتیکا، خوست او پکتیا په ولایتونو کې، په ځانګړې توګه د برمل په ولسوالۍ کې، څو ځایونه بمبار سول. دغه بریدونه د شپې د خوب په وخت کې پر ملکي سیمو ترسره سول، چې په پایله کې یې تر ۵۰ ډېر بې ګناه خلک، چې ډېری یې ښځې، ماشومان، سپین سری او سپین ږیری وو، ووژل سول او ډېر نور ټپیان سول. زیات شمیر کورونه ویجاړ سول او ډېرې کورنۍ بې سرپناه سولې
دا وحشیانه بریدونه باید و غندل سی. دا د نړیوالو قوانینوڅخه ښکاره سرغړونه ده او د افغانستان پر ارضی تمامیت تیری دی . له بده مرغه، دا یو پلا نه ده. پاکستان په تېرو وختوکې هم څو پلا د افغانستان خاوره بمباري کړې او بې ګناه خلک یې وژلي دي
د داسې کړنو له لارې، پاکستان د بنسټیزو نړیوالو قوانینو او بشري حقونو څخه سرغړونه کوي. موږ په کلکه له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې پر پاکستان بندیزونه ولګوي او د دغو جنګي جرمونو مسؤلین، په شمول د پاکستان سیاسي او نظامي مشران، محاکمه کړي
موږ له تاسو غواړو چې د افغان ولس دنورو کړاوونو د مخنیوي لپاره سمدستي ګامونه پورته کړئ او د افغانستان د بې ګناه خلکو د ساتنه وکړئ
په درنښت
Petition an die Vereinten Nationen: Verurteilung Pakistans für Luftangriffe und die Tötung unschuldiger Menschen in Afghanistan
Sehr geehrter Herr Generalsekretär Guterres,
Sehr geehrte Vertreter der Menschenrechtsorganisationen,
Am 24. Dezember 2024 führte die pakistanische Armee mehrere Luftangriffe auf afghanischem Territorium durch. Medienberichten zufolge wurden mehrere Ortschaften in den Provinzen Paktika, Khost und Paktia, insbesondere der Bezirk Barmal, bombardiert. Während die Menschen in der Nacht schliefen, griffen pakistanische Militärflugzeuge zivile Gebiete an. Dabei wurden mehr als 50 unschuldige Menschen, darunter überwiegend Frauen, Kinder und ältere Personen, getötet, und viele weitere verletzt. Zahlreiche Wohnhäuser wurden zerstört, wodurch viele Familien obdachlos wurden.
Diese barbarischen Angriffe sind zutiefst verwerflich und eine klare Verletzung internationalen Rechts sowie der Souveränität Afghanistans. Leider handelt es sich hierbei nicht um einen Einzelfall. Pakistan hat in der Vergangenheit wiederholt afghanisches Territorium bombardiert und dabei unschuldige Menschen getötet.
Mit diesen Handlungen verstößt Pakistan gegen grundlegende internationale Gesetze und Menschenrechte. Wir fordern die Vereinten Nationen und die internationale Gemeinschaft mit Nachdruck auf, Sanktionen gegen Pakistan zu verhängen sowie die Verantwortlichen für diese Kriegsverbrechen, darunter auch die politische und militärische Führung Pakistans, zur Rechenschaft zu ziehen.
Wir appellieren an Sie, umgehend Maßnahmen zu ergreifen, um weiteres Leid zu verhindern und den Schutz unschuldiger Menschen in Afghanistan zu gewährleisten.
Mit freundlichen Grüßen
Wir verurteilen die Luftangriffe Pakistans auf afghanisches Territorium und die Tötung unschuldiger Menschen auf das Schärfste.
موږ د افغانستان پر خاره د پاکستان هوايي بریدونه او د بې ګناه خلکو وژل په کلکو ټکو غندو
زموږ د لوی افغانستان ګران ولسه
د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۴ نیټه د د پنجابستان ډاکوګانو، دیکتاتورانو او جنګي جنایتکارو جنرالانو د افغانستان په پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې پر بې ګناه خلکو بمباري وکړه چې په پایله کې یې تر ۵۰ زیات بیګناه نفر ووژل او ډیر نفر یی ټپیان کړل ددغه بریدونو د قربانیانو ډیره برخه ښځی، ماشومان او سپین ږیری کسان وه. موږ دا هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندو. د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو. ټپیانو ته عاجله شفا غواړو. د مسؤلو چارواکو څخه غوښتنه کوو چی سخت ټپیان دی د الوتکو په واسطه کابل ته انتقال کړی او هلته دی په عصری روغتونونو کی د دوی تداوی وسی
د پاکستان د جنايتکارانو جنرالانوپه بمبارۍ کې د وژل سوو کسانو کورنيو ته دی د افغانستان د دولتي خزانې څخه د هر شهید کورنۍ ته درې زره ډالر ورکول سی او هر سخت ټپی ته دی زر ډالر ورکول سی. هغه کسان چی کورونه یی په بمباری نړیدلی دی، کورونه دی ور جوړ سی. مصارف دی یی د دولتي خزانې څخه ورکول سی
داسی ښکاری چی د پاکستان ډاکوګان په ځپله شومه پالیسی کی سخت ناکامه سوی دی. په نور څه یی وس نه رسیږی بی له دی چی بیګناه انسانان د بمباری په واسطه ووژنی
د ګران افغانستان ولسه
مه بیریږی. سرونه مو لوړ ونیسی
دحق او عدالت دپاره مبارزه دوام لری
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
په درنښت
Wir verurteilen die Luftangriffe Pakistans auf afghanisches Territorium und die Ermordung unschuldiger Menschen auf das Schärfste.
An das liebe Volk unseres großen Afghanistans:
Am 24. Dezember 2024 haben die Banditen, Diktatoren und Kriegsverbrecher-Generäle Punjabistans unschuldige Menschen in den afghanischen Provinzen Paktika, Khost und Paktia bombardiert. Bei diesen Angriffen wurden über 50 unschuldige Menschen getötet und viele weitere verletzt. Der Großteil der Opfer bestand aus Frauen, Kindern und älteren Menschen. Wir verurteilen diese Luftangriffe aufs Schärfste. Den Familien der Opfer sprechen wir unser tiefstes Beileid aus, und wir wünschen den Verletzten eine schnelle Genesung.
Wir fordern die zuständigen Behörden auf, schwer verletzte Personen dringend mit Hubschraubern nach Kabul zu bringen und sie in modernen Krankenhäusern zu behandeln.
Den Familien der Märtyrer, die bei den Bombenangriffen durch pakistanische Generäle getöteten wurden, sollten aus der Staatskasse Afghanistans jeweils 3.000 US-Dollar pro Märtyrer ausgezahlt werden, und für jeden Schwerverletzten sollte ein Betrag von 1.000 US-Dollar bereitgestellt werden. Häuser, die bei den Bombardierungen zerstört wurden, sollten auf Kosten der Staatskasse wiederaufgebaut werden.
Es scheint, dass die Banditen Pakistans mit ihrer schändlichen Strategie gescheitert sind. Sie sehen sich zu nichts anderem imstande, als unschuldige Menschen durch Bombenangriffe zu töten.
An das liebe Volk Afghanistans:
Lassen Sie sich nicht einschüchtern. Kopf hoch. Der Kampf für Wahrheit und Gerechtigkeit geht weiter.
Lang lebe das große Afghanistan!
Mit freundlichen Grüßen
Petition an die Vereinten Nationen, die Weltgemeinschaft und Menschenrechtsorganisationen: Wir fordern die Aufnahme pakistanischer Terroristen in die Schwarze Liste
د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې، او د بشري حقونو سازمانونو ته غوښتنلیک: موږ غوښتنه کووچی پاکستاني تروریستان په تور لیست کې شامل کړی
ګرانو آغلو او ښاغلو
پاکستان له ۳۰ څخه زیاتې ترهګرې ډلې روزلې دي او لا هم ورته روزنه ورکوي. د دې ډلو څخه یوه د خراسان داعش ډله ده چې د پاکستان د نظامي استخباراتو ادارې (آی ایس آی) لخوا ملاتړ او روزنه ورکول کېږي. موږ ستاسی غوښتنه کوو چې د پاکستان دیکتاتوران او جنګي جنایتکاره جنرالان په تور لیست کې شامل کړی او پر هغوی بندیزونه ولګوي
د بلوچستان د آزادۍ جبهه (بی ایل ایف) د آزادۍ مبارزین دي چې غواړي بلوچستان د پاکستان د ظلم او استبداد څخه آزاد کړي. دوی ترهګر نه دي. د بلوچستان د ولس حقونه له ۷۷ کلونو راهیسې په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې سوی دي. په بلوچستان کې ګڼ شمېر کسان د جنګي جنایتکارو جنرالانو او دیکتاتورانو لخوا وژل سوي دي. له ۸۰,۰۰۰ څخه زیات خلک بې درکه سوي دي، او د هغوی د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نسته. په بلوچستان کې بېګناه خلک تښتول کېږي، بندیان کېږي، وهل ټکول کېږي، شکنجه کېږي، او وژل کېږي. د دوی کورونه سوځول کېږي او ویجاړیږي. هغه کسان چې خپل حقونه او عدالت غواړي، تر فشار اوظلم لاندې راوستل کېږي. خبریالان چې د دې ظلمونو په اړه راپورونه خپروي، بندیان کېږي او وژل کیږی. څوک چې د پاکستاني واکمنانو او پوځ له ظلم او استبداد سره مخالفت کوي یا په مظاهرو کې ګډون کوي، له دولتي دندو ګوښه کېږي، تښتول کېږي، نیول کېږي او حتی وژل کېږي. ګڼ شمېر بندیان بې درکه سوي دي.
همدارنګه، د تحریک طالبان پاکستان (ټی ټی پی) سره ورته چلند کېږي. که څه هم دوی "طالبان" بلل کېږي، خو په حقیقت کې طالبان نه دي. (ټی ټی پی) د ښځو حقونه مراعات کوی او د نجونو د زدهکړې حق ته درناوی لري. د دې غورځنګ غړي اکثراً تعلیمیافته او هوښیار کسان دي چې د پاکستاني دیکتاتورانو او جنرالانو لخوا د ګڼو ظلمونو او جبرونو ښکار سوي دي. د پاکستان ترهګره پوځ په پښتونخوا کې پر بېګناه ملکیانو بمباري کړې ده او ګڼ شمېر عام وژنې یې ترسره کړې دي. د بشري حقونو سیستماتیکه سرغړونه کېږي. په پښتونخوا کې بېګناه خلک تښتول کېږي، بندیان کېږي، وهل ټکول کېږي، شکنجه کېږي، او وژل کېږي. د دوی کورونه سوځول کېږي او ویجاړېږي. هغه کسان چې خپل حقونه او عدالت غواړي، تر فشار او ظلم لاندې راوستل کېږي. خبریالان چې د دې ظلمونو په اړه راپورونه خپروي، بندیان کېږي او وژل کیږی.څوک چې د پاکستاني واکمنانو او پوځ له ظلم او استبداد سره مخالفت کوي یا په مظاهرو کې ګډون کوي، له دولتي دندو ګوښه کېږي، تښتول کېږي، نیول کېږي او حتی وژل کېږي. ګڼ شمېر بندیان بې درکه سوي دي.
د پاکستان پوځ په بلوچستان او پښتونخوا کې نظامي عملیات ترسره کوي، تعلیمیافته ځوانان وژني، او بیا په رسنیو کې ادعا کوي چې ترهګر یې وژلي دي. پر ښوونځيو او عامه تاسیساتو برید کوي، او د دې بریدونو مسؤلیت او ملامتی په ناحقه پر نورو ډلو اچوي. په حقیقت کې د پاکستان د استخباراتو اداره (آی ایس آی) د ترهګرۍ مرکز دی.
نړیواله ټولنه د دې حقیقت پر وړاندې سترګې پټوي. داسې ډلې لکه (بی ایل ایف) او (ټی ټی پی)، چې د ۷۷ کلونو راهیسې یې حقونه تر پښو لاندې سوي دي، د ظلم او جبر ښکار سوي دي، شکنجه سوي او وژل سوي دي، په ناحقه د ترهګرو په لیست کې شامل سوي دي. په همدې حال کې، جنګي جنایتکاره جنرالان او دیکتاتوران، چې لاسونه یې د ګڼ شمېر بېګناه خلکو په وینو ککړ دي، د ترهګرو په توګه نه پېژندل کېږي. دوی خلک تښتولي، شکنجه کړي، وژلي دی او بیره او وحشت یی خپور کړی دی. دا یوه لويه بېعدالتي ده.
موږ عدالت غواړو او ستاسو څخه هیله کوو چې (بی ایل ایف) او (ټی ټی پی) د ترهګرو له لیست څخه ایسته کړئ، ځکه چې دوی ترهګر نه دي. پاکستان د غلطو معلوماتو او بېاساسه تورونو له لارې دملګرو ملتونو اداره او نړیواله ټولنه خطاایستلې ده چې دا ډلې د ترهګرو په لیست کی واچوي.
په درنښت
Petition an die Vereinten Nationen, die Weltgemeinschaft und Menschenrechtsorganisationen: Wir fordern die Aufnahme pakistanischer Terroristen in die Schwarze Liste
An das Volk des großen Afghanistans! Haben Sie immer noch nicht den Feind Afghanistans erkannt?
د لوی افغانستان ولسه! آیا تاسی هنوز لا د افغانستان دښمن نه دی پیژندلی؟
په کابل کی پر ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴ نیټه د خلیل الرحمان حقانی په دفتر کی ځانمرګی برید وسو چی په پایله کی یی خلیل الرحمان حقانی او ۴ نفره نور شهیدان سول او ډیر نور نفر ټپیان سول. دا کار د پاکستان د (آی ایس آی) په کوماندو تر سره سوی دی. د پنجابستان جنایتکاره جنرالانو او دیکتاتورانو د ډیورنډ د کرښی دواړو خواوو ته د افغان ولس قتل عام شروع کړی دی. دوی په خپله پالیسی کی ناکامه دی او هیڅ وخت به خپل هدف ته و نه رسیږی
په درنښت
An das Volk des großen Afghanistans! Haben Sie immer noch nicht den Feind Afghanistans erkannt?
Am 11. Dezember 2024 ereignete sich ein Selbstmordanschlag im Büro von Khalil-ur-Rahman Haqqani in Kabul, bei dem Khalil-ur-Rahman Haqqani und vier weitere Personen als Märtyrer starben und viele andere verletzt wurden. Dieser Anschlag wurde unter Kommando des pakistanischen Geheimdienstes (ISI) ausgeführt. Die kriminellen Generäle und Diktatoren von Punjabistan haben mit der Vernichtung des afghanischen Volkes auf beiden Seiten der Durand-Linie begonnen. Sie sind in ihrer Policy gescheitert und werden ihr Ziel niemals erreichen.
Mit freundlichen Grüßen