Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

ګرانو میرمنو او ښاغلو
 
موږ د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۲۰مه دملګرو ملتونو اداری ته او په هاګ کې نړیوالې جنایی محکمې ته په جنګي جرمونو کې د ښکېلو پاکستاني سیاستوالو او جنرالانو پر ضد شکایت وړاندې کړ. د ۲۰۲۲ کال د مې په ۲۳، د هاګ نړیوالې محکمې موږ ته دلیک په ذریعه خبر راکی چې  زموږ خط دوی ته رسېدلی او ثبت سوی دی. د ۲۰۲۲ کال د جون په لومړۍ نېټه موږ یو ځل بیا په هاګ کې نړیوالې محکمې ته یو لیک واستاوه چې په بلوچستان کې تر ۵۰ زره ډېر او په پښتونخوا کې لسګونه زره کسان لادرکه سوي دی او تر دوه میلیونو ډېر وژل سوي دي. موږ په خپل لیک کی د ډیورنډ د کرښې دواړو خواوو ته د زرګونو افغان سیاسي بندیانو د خلاصون غوښتنه وکړل، چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. موږ دا لیک د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي انتونیو ګوتریش، د هاګ د نړیوالې محکمې لوی څارنوال ښاغلي کریم خان، د (جی ۲۰) هیوادونو او د دنیا یو څونورو هیوادونو او د بشري حقونو ځینو سازمانونو ته استولی دی. تر اوسه ټول هېوادونه چپه خوله پاته دي او موږ د دوی له خوا کوم غبرګون نه دی لیدلی.
 
د پخوانۍ یوګوسلاویا له جګړې وروسته، سیاستوال او جنرالان ښاغلی میلوسیویچ، ښاغلی کاراچیچ، ښاغلی جنرال ملادیچ او نور جنرالان د ملګرو ملتونو، په هاګ کې د  نړیوالې جنایی محکمې، د متحده ایالاتو حکومت او اروپايي اتحادیې لخوا د جنګي مجرمینو په توګه وپیژندل سول او د هاګ دنړیوالی محکمی دخوا محاکمه سول . موږ له ښاغلي ولسمشر جوبایډن، د اروپايي ټولنې له مشری  فن دیر لاین، د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش، د عدالت د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال کریم خان څخه غوښتنه کوو، لکه څنګه چې د پخوانۍ یوګوسلاویا له جنګي مجرمینو سره په هغه وخت کې چلند سوی وو، نو  د پاکستان جنګي مجرمین  سیاستوال او جنرالان دی هم په هغه  محاکمه سي.
 
پاکستان اضافه تر پنځوسو کلونو راهیسې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته پر افغانانو ظلمونه کړیدی، شکنجه کړی یی دی او وژلی یي دی.
د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۱۶مه د پاکستان پوځ په خوست او کونړ ولایتونو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون بې ګناه خلک بمبار کړل. ۴۱ کسان ووژل سول او ۲۲ نور ټپیان سول . په وژل سوو کسانو کې ۲۰ کوچنیان وه. خلک د شپې دخوب په حالت کی وه.
له څو کلونو راهیسې د پاکستان پوځ له پښتونخوا څخه پر کونړ ولایت په زرهاوو توغندي راغورځولي دي. څو څو ځله یې بې ګناه خلک په نښه کړي او وژلي یې دي، په هغو کې به کله  کوچنیان او ښځې د خوب په حالت کې وه، ښځوبه دکور دپاره اشپزی کول، کالی به یی مینځل یا د کور کارونه به یی کول، کوچنیانو به لوبې کولی او داسې نور , چی دپاکستان توغندی به پر دوی ومښتلی ځینی به ووژل سول ځینی به زخمیان سول
د پاکستان په زندانونو کې لسګونه زره سیاسي بندیان موجود دي چې تر اوسه ایله سوي نه دي. دپاکستان جنګي مجرمین سیاستوال او جنرالان ازاد ګرځي او دوطن دننه او په خارج کی دخپل ژوند څخه خوند اخلي.
 
موږ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ۸۰ میلیونه افغانان له ښاغلی ولسمشر جوبایډن، د اروپايي اتحادیې له مشرې مېرمن فن دیر لاین، د ملګرو ملتونو له سرمنشي ښاغلي انتونیو ګوتریش، د عدالت د نړیوالې محکمې له لوی څارنوال ښاغلي کریم خان څخه غوښتنه کوو چې د رسنیو له لارې دې په ښکاره اعلان وکړي چی دپاکستان دا پورته یادی سوی کړنی جنګي جرمونه دي او عاملین یې باید محاکمه سي اوجزا ورکول سی.  تر اوسه داسې معلومیږي چې مسئوله ادارې او موظف کسان ددغه مسئلې دتعقیبولو څخه ځان کاږ ي. خو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ټولو افغانانو او ددنیا سترګې و دغه مسئوله ادارو او موظفو کسانو  ته دی چی دوی په دی باره کی څه وایي او کوم اقدام کوی.
 
موږ له ټولو سیاستوالو، ټولو ژورنالیستانو او د نړۍ له ټولو خلکو غوښتنه کوو، چې د  بېوزله افغانانو ملاتړ وکړئ، چې له پنځوسو کلونو راهیسې د پاکستان تر ظلمونو لاندې دي.
 
موږ ددغه خط سره د ۲۰۲۲ کال د اپریل د ۲۰ تاریخ اول لیک او د بلوڅو ښځو د مظاهرو په باره کی د ۲۰۲۲ کال د جون د لومړۍ نیټې لیک ضمیمه کوو. د خلکو  ورکېدل، د هغوی نیول او وژل اوس هم دوام لري.
 
په درنښت
 
له ټولو لوستونکو څخه هیله کوو، چې دا لیکنه له خپلو ملګرو سره شریکه کړئ او د بې ګناه افغانانو ملاتړ وکړئ
 
 
 
خانم ها و آقایان عزیز
 
ما به تاریخ ۲۰  آپریل ۲۰۲۲ شکایت را علیه سیاستمداران و جنرال های پاکستانی که مرتکب جنایات جنگی  شدند به سازمان ملل متحد ومحکمه جنایی بین المللی درهاگ ارسال کردیم. به تاریخ  ۲۳ می ۲۰۲۲ ، نامه ای ازمحکمه بین المللی درهاگ دریافت کردیم که نامه مبنی بر شکایت ما در آنجا دریافت و ثبت شده است. ما به تاریخ  ۱ جون ۲۰۲۲ مجدداً نامه ای به محکمه  بین المللی درهاگ  فرستادیم مبنی بر اینکه بیش از ۵۰۰۰۰  نفر در بلوچستان و ده ها هزار نفر در پشتونخوا ناپدید شده و بیش از ۲ میلیون نفراز مردم افغانستان دردوطرف خط دیورند به قتل رسیده اند. ما خواستار آن شده ایم که هزاران زندانی سیاسی افغان از دو طرف خط دیورند که در زندان های پاکستان به سر می برند باید فورا آزاد شوند. ما نامه را به  آقای آنتونیو گوترش، سرمنشی سازمان ملل متحد، آقای کریم خان، سارنوال محکمه بین المللی در هاگ، کشورهای گروه (جی ۲۰) و دیگر کشورهای جهان و برخی سازمان های حقوق بشری ارسال کرده ایم. تاکنون همه کشورها سکوت کرده اند و هیچ عکس العمل از سوی آنها ندیده ایم.
 
پس از جنگ در یوگوسلاویای سابق، سیاستمداران و جنرال‌ها آقایان میلوسویچ، کاراجیچ، جنرال ملادیچ و سایر جنرال‌ها توسط سازمان ملل متحد، محکمه  بین‌المللی  در هاگ ، دولت ایالات متحده و اتحادیه اروپا به عنوان جنایتکاران جنگی مورد تعقیب قرارگرفتنند.ومحاکمه شدند ما از آقای جو بایدن، رئیس اتحادیه اروپا  فون در لاین، سرمنشی سازمان ملل، آنتونیو گوترش، سارنوال محکمه بین‌المللی کریم خان می‌خواهیم، ​​طور یکه در آن زمان با جنایتکاران جنگی یوگوسلاویای سابق برخورد صورت گرفت، همانطور باید سیاستمداران و جنایتکاران جنگی پاکستان نیز محاکمه ومجازات شوند.
 
پاکستان بیش از ۵۰ سال است که مردم افغانستان را در دو طرف خط دیورند تحت ظلم و شکنجه  قرار دادند و به قتل می رسانند.
اردوی پاکستان به تاریخ ۱۶ آپریل ۲۰۲۲ مردم بی گناه از جمله کودکان و زنان را در ولایات خوست و کنر بمباران کرد که توسط ان ۴۱  نفر کشته و ۲۲ نفر زخمی شدند. در میان کشته شدگان ۲۰ کودک بودند. مردم درحالت خواب بودند.
چندین سال است که اردوی پاکستان هزارا ن راکت  را از پشتونخوا به سمت ولایت کنر پرتاب کرده است. این راکت ها چندین بار به افراد بیگناه از جمله کودکان و زنان هنگام خواب، زنان در حال آشپزی، شستشوی کالا یا کارهای خانه، کودکان در حال بازی و غیره اصابت کردند وانها کشتند و زخمی کردند.
چندین هزار زندانی سیاسی در زندان های پاکستان به سر می برند که هنوز آزاد نشده اند. سیاستمداران و جنرال های جنایتکاران جنگی پاکستان آزادانه  گشت گذارمیکنند و از زندگی خود در داخل و خارج ازکشورلذت می برند.

ما در هر دو طرف خط دیورند ۸۰ میلیون افغان از رئیس جمهوراقای جو بایدن، رئیس اتحادیه اروپا خانم فن در لاین، سرمنشی سازمان ملل آقای آنتونیو گوترش، رئیس سارنوالی محکمه بین المللی آقای کریم خان درخواست می کنیم تا بطورواضح از طریق رسانه ها اعلام کنند که این اعمال پاکستان جنایات جنگی هستند و عاملان آن محاکمه می شوند. به نظر می رسد که ادارات ‌مسئول واشخاص موظف تابحال سعی کرند با  این موضوع سروکاری نداشته باشند. چشم همه افغانها در دو سوی خط دیورند و جهان به واکنش آنها در این مورد متوجه است.
 
ما از همه سیاستمداران، از همه روزنامه نگاران و از همه مردم جهان می خواهیم که از مردم بی گناه و بیچاره افغانستان که بیش از ۵۰ سال است تحت استبداد وشکنجه ای پاکستان رنج می برند، حمایت کنید.
 
ما اولین نامه ۲۰ آپریل ۲۰۲۲ و نامه ۱ جون  ۲۰۲۲ در مورد تظاهرات زنان بلوچ را به این نامه ضمیمه می کنیم. ناپدید شدن افراد بیگناه، دستگیری و قتل آنها دردوطرف خط دیورند همچنان ادامه دارد.
 
با احترام
 
از همه خوانندگان می خواهیم که این نامه را به دوستان خود بفرستند و از مردم بی گناه افغانستان حمایت کنند
 
Sehr geehrte Damen und Herren,
 
Wir haben am 20. April 2022 bei den Vereinten Natonen und Internationalen Gerichtshof Den Haag Klage gegen die pakistanische Politiker und Kriegverbrecher Generäle eingereicht. Am 23. Mai 2022 erhielten wir ein Schreiben des Internationalen Gerichthofs in Den Haag, dass unser Schreiben dort eingegangen und registriert wurde. Wir haben am 01. Juni 2022 nochmals an den Internationalen Gerichtshof in den Haag ein Schreiben geschickt, dass mehr als 50.000 Menschen in Belutschistan und mehrere Zehntausende in Pashtunkhwa verschwunden sind und mehr als 2 Millionen ermordet wurden. Wir haben gefordert, dass mehrere Tausende politische Gefangene Afghanen aus beiden Seiten der Durand-Linie , die sich in pakistanischen Gefängnissen befinden, müssen unverzüglich freigelassen werden. Wir haben das Schreiben an UN-Generalsekretär Herrn Antonio Guterres,  Chefankläger des Internationalen Gerichtshofs Herrn Karim Khan, G-20 Staaten and anderen Ländern der Welt sowie einigen Menschenrechtsorganisationen geschickt. Bis jetzt sind alle Länder still geblieben und wir haben keine Reaktion von denen festgestellt.
 
Nach dem Krieg des Ex-Jugoslawiens wurden die Politiker und Generäle Herr Milosevic, Herr Karadzic, Herr General Mladic und andere Generäle durch die Vereinten Nationen, Internationalen Gerichtshof in Den Haag, US-Regierung und EU als Kriegsverbrecher zu Rechenschaft gezogen. Wir bitten Herrn Präsident Joe Biden, EU-Präsidentin von der Leyen, UN-Generalsekretär Antonio Guterres, Chefankläger des Internationalen Gerichtshofs Herrn Karim Khan, genauso wie damals die Kriegsverbrecher vom Ex-Joguslawien behandelt wurden, sollten auch die Politiker und Kriegsverbrecher vom Pakistan zur Rechenschaft gezogen werden.
 
Pakistan hat seit über 50 Jahren das afghanische Volk auf beiden Seiten der Durand-Linie tyrannisiert, gefoltert und ermordet.
Am 16. April 2022 bombardierte die pakistanischen Armee unschuldige Menschen, darunter Kinder und Frauen, in den Provinzen Khost und Kunar. 41 Menschen wurden getötet und 22 verletzt. Unter den Toten befanden sich 20 Kinder. Die Menschen befanden sich im nächtlichen Schlaf.
Seit mehreren Jahren hat die pakistansiche Armee mehrere Tausende Panzerfäuste vom Pashtunkhwa aus auf Provinz Kunar gefeuert. Mehrmals haben sie damit unschuldige Menschen getroffen und getötet, darunter Kinder und Frauen während des Schlafs, Frauen beim Kochen, Waschen oder Haushaltarbeiten, Kinder beim Spielen etc..
Mehrere tausende von politischen Gefangenen befinden sich in pakistanischen Gefängnissen, die noch nicht frei gelassen worden sind. Die Kriegsverbrecher Politiker und Generäle laufen auf freien Füßen und genießen ihre Leben im Inland und Ausland.
 
Wir auf beiden Seiten der Durand-Linie 80 Millionen Afghanen appellieren an Herrn Präsident Joe Biden, EU-Präsidenten Frau von der Leyen, UN-Generalsekretär Herrn Antonio Guterres, Chefankläger des Internationen Gerichtshofs Herrn Karim Khan, sich über Medien öffentlich dazu zu äußern, dass es sich dabei um Kriegverbrechen handelt und die Täter sollen zur Rechenschaft gezogen werden. Ihr bisheriges Verhalten hatte den Anschein, als würde man sich von dieser Angelegenheit heraushalten wollen. Die Augen von allen Afghanen auf beiden Seiten der Durand-Linie und der Welt sind auf Sie gerichtet, wie Sie sich dazu äußern.
 
Wir bitten alle Politiker, alle Journalisten und alle Menschen in der Welt, bitte unterstützen Sie das arme unschuldige Afghanische Volk, dass seit mehr als 50 Jahre unter der pakistansihen Tyrannei leidet.
 
Wir fügen diesem Schreiben nochmals unser erstes Schreiben vom 20. April 2022 und das Schreiben vom 01. Juni 2022 über die Demonstrationen von Belutschen Frauen. Das spurlose Verschwinden der Menschen, ihre Verhaftung und Ermordung dauern immer noch an.
 
Mit freundlichen Grüße
 
Wir bitten alle Leser, Leiten Sie diese Schrieben weiter zu Ihren Freunden und unterstüzen Sie unschuldiges Afghanisches Volk.