ښاغلی ولسمشر جوبایډن ته ، ښاغلی د امریکا حکومت ته
ښاغلی ولسمشره جوبایډن،
ښاغلی د امریکا حکومت
د ۱۹۹۲ کال د نومبر په یوولسمه اسلام آباد باید د بلوچستان او پښتونخوا سیمې موږ افغانانو ته راسپارلې وای. اما اسلام آباد ددغه کار پرځای د افغانستان قومونه په خپل منځ کی په جنګ سره واچول او افغانان یې په کورنیو جګړواخته کړل
بلوچستان او پښتونخوا زموږ خاوره ده. موږ یو ولس یو. په ملګري ملتونوپوری هیڅ اړه نه لری چی پاکستان ته زموږ د خاورې د سپارلو په اړه پریکړه وکړي. موږداسې اوریدلی دي چې تاسی او ستاسی حکومت د افغانستان سره د بلوچستان او پښتونخوا بیا یوځای کیدل نه غواړي. محترم ولسمشره، تاسی، ستاسی حکومت او نور هیوادونه اجازه نه لری چی دافغانستان خاوره واسلام آباد ته په سوغات کی ورکي.
تر څو چې د ډیورنډ کرښې دواړه خواوی سره یو ځای سوي نه وي، دا جګړه به د تل لپاره دوام وکړي. په افغانستان کې ۴۴ کاله جګړه روانه وه. د دې جګړې په پایله کې تر ۲ میلیونو ډېر افغانان وژل سوي دي. اوس افغان ولس ته څرګنده سوې ده چې د ډيورنډ کرښې په واسطه د افغان خاورې او افغان ولس جلاوالی د دې روانې جګړې اصلي لامل دی.
د پاکستان حکومت د افغان خاورې او افغان ولس دجلاوالی څخه دخپلو اهدافو دپاره غلطه استفاده وکړل د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته پراته ولسونه یی په خپلومنځو کی په جنګ واچول او ګڼ شمیرخلک یې ووژل. پاکستان د ډیورنډ کرښې هاخواته په بلوچستان او پښتونخوا کې ډیرخلک بیله دی چی جرم یی کړی وی نیولي دي. دا خلک وهل کیږی، شکنجه کیږی او وژل کیږي. د ځینو خلکو جسدونه په کوڅو کې غورځول سوي دي. ځینې خلک لاهم پرته له کومې نښې ورک سوي دي. موږ نه غواړو چی پنجاب، پاکستاني استخبارات، پاکستاني جنرالان او د پاکستان حکومت په بلوچستان او پښتونخوا کې زموږ پر خویندو او وروڼو ظلمونه جاري وساتي. د اسلام اباد حکومت حتا پنجاب او سیند ترخپل کنترول لاندې نه سی راوستلاي. د پاکستان حکومت، قضا، پولیس او چارواکي په فساد ککړ دي. پاکستاني پولیس په لارو او کوڅو کې د ډیورنډ کرښې ددواړو خواوو بې ګناه خلک نیسي. دوی د تلاښی پر مهال نشه يي توکي د خلکو جیبونو ته وراچوي، بیا یې نو دمخدره موادوپه تور بندی کوي. حتا ځينې کسان بې له کوم دليله هم بنديان کوي. دا نیول سوي کسان دی ته مجبوره کیږي چې پولیسوته د ډیرو پیسو په ورکولو سره دبند څخه ځان خلاص کړي. په دغه ډول طریقو سره د پاکستان پولیس او حکومت د ډیورنډ کرښې ددواړو خواوو پر خلکوباندی ډیر ظلمونه کوي
پاکستان په تېرو ۷۵ کلونو کې ونسوای کولای چی د بلوچستان او پښتونخوا خلک دځان کړی. پاکستان تر دې دمه په پښتونخوا او بلوچستان کې د ترور، استبداد، قتل، شکنجه او داسې نورو ټولو ظالمانه لارو چارو څخه کار اخیستی دی، ترڅو د بلوچستان او پښتونخوا خلک د اسلام اباد حکومت ته تابع کړي، خو پاکستان په دې هدف کې ناکامه دی. که په سوو کلونه تېر هم سي، پاکستان به ونه سي کولای، چې بلوچستان او پښتونخوا دځان کړي. ترهګري به دوام ولري. جګړه به دوام وکړي. په پښتونخوا او بلوچستان کې اضافه تر۵۰ کلونو راهیسې اور لګېدلی دی.. که دا شخړه هواره نه سی، دغه اور به خامخا سیند او پنجاب ته ورسیږی. په دواړو خواوو کې به بې ګناه خلک مړه سي.
د ډیورنډ کرښی دافغانستان خاوره او خلک سره جلا کړیدي. داجلاوالی په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی. د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په ملیونونو داسې کورنۍ سته چې د کورنۍ غړي یې یوی خوا او بلی خواته ژوند کوي. موږ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ګډ دود او کلتور لرو. زموږ دود او کلتور اجازه نه راکوي چې له یو بل څخه جلا سو. د افغانستان بیا یووالی حتمي اوضروری دی.
د نړی د تاریخ له مخې په دنیاکې څو هیوادونه او ولسونه وه چې د خپلې خوښې خلاف سره جلا او ویشل سوي وه، خو بالاخره بیرته سره یو ځای سول. مخکې غربی او شرقی المان هم سره ویشل سوی وه، خو بالاخره په خوښۍ سره بیرته یو ځای سول.
بلوچستان او پښتونخوا د افغانستان خاوره ده. موږ د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یو ولس یو. بیا یوځای کیدل زموږ مشروع حق دی. موږ په هیڅ ډول نه غواړو چې خپله خاوره پاکستان ته وسپارو. مونږ په هیڅ ډول نه غواړو چې په بلوچستان او پښتونخوا کې خپل ولس د پنجاب ظلمونو ته پریږدو.
کېدای سی چې امریکا او نور هېوادونه به داسی فکر کوي چې د ډیورنډ کرښه او د افغان ولس او افغان خاورې جلاوالی به د دوی په ګټه وي، خو داسې کوم قانون نسته چې دهغه پراساس باید زموږ خاوره او خلک د نورو هېوادونو د ګټو په خاطر سره جلا وي. موږ دا جلاوالی منلای نه سو.
پنجاب له ۴۴ کلونو راهیسې په افغانستان کې، او اضافه تر۵۰ کلونو راهیسې په بلوچستان او پښتونخوا کې اور بل کړيدی. موږ نه غواړو چی زموږ راتلونکي نسلونه د پنجاب تر ظلمونو لاندې په بیره کې ژوند وکړي. موږ نه غواړوچې زموږ سره دسولی ترنامه لاندی چل او چلبازی وسی. موږ موقتی او ظاهری سوله نه غواړو. موږ ریښتینې او تلپاتې سوله غواړو. تر څو چې د ډیورنډ کرښې دواړه غاړې سره یو ځای سوي نه وي سوله نه راځي ځکه موږ یوه کورنۍ یو.
موږ ستا ښاغلی ولسمشر څخه، ستاسی دحکومت څخه او د نړۍ له نورو هېوادونو څخه غوښتنه کوو، چې د افغانستان تاریخ ته پام وکړئ. په تېرو ۴۴ کلونو کې زموږ تر ۲ میلیونو ډېر خلک وژل سويدی، کورنۍ یې سره جلاسوېدی، ګڼ شمېر خلک دوطن پریښولوته اړ سويدی، ځینې یې خارجی هیوادو ته د تګ پر لارومړه سويدی، پرځینو باندې جنسي تېري سويدی، ځینې یې په سمندر کې ډوب سوي دي. پر افغان ولس هر ډول ظلمونه وسول. تاریخ ثابته کړېده چې پر افغانستان بریدونه تل له بهر څخه سوي دي، خو دا ډول بریدونو هېڅکله کامیابه نتیجه نده ورکړې او په پایله کې یې بریدکوونکو هیوادو ځان ته زیان رسولی دی. اسلام آباد باید له دې څخه عبرت واخلي.
موږ ستا ښاغلی ولسمشر څخه، ستاسی دحکومت څخه او دنړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو، چې دوی باید دا ومنی چی موږ افغان ولس یوه کورنۍ یو او دا زموږ حق دی. لطفاددی دپاره کاروکی چې افغان ولس نور دظلمونو څخه خوندي پاته سی او د دوی حقونو ته درناوی وسي.
په درنښت
ياونه: مهرباني وکړئ دا لیک ترلوستلو وروسته ، خپلو ملګرو ته واستوئ. رسنۍ اجازه لري دالیک خپور کړي
به جناب آقای رئیس جمهور بایدن، به دولت محترم ایالات متحده امریکا
جناب آقای رئیس جمهور بایدن،
دولت محترم ایالات متحده امریکا،
اسلام آباد باید در ۱۱ نومبر ۱۹۹۲ سرزمین های بلوچستان و پشتونخوا را به مردم افغانستان می سپرد. اما اسلام آباد در عوض این کار، قبایل افغانستان را به جنگ بین خود واداشت و افغان ها را در جنگ های داخلی درگیرکرد.
بلوچستان و پشتونخوا قلمرو ماست. ما یک ملت هستیم سازمان ملل هیچ ارتباطی با واگذاری خاک ما به پاکستان ندارد.ما شنیده ایم که شما و حکومت شمااراده ای برای اتحاد مجدد بلوچستان و پشتونخوا با افغانستان ندارید. جناب آقای رئیس جمهور، شما، دولت شما و سایر کشورها اجازه ندارید خاک افغانستان را به اسلام آباد تحفه بدهید.
تا زمانی که دو طرف خط دیورند دوباره متحد نشوند، این درگیری برای همیشه ادامه خواهد داشت. جنگ در افغانستان ۴۴ سال ادامه داشت. در نتیجه این جنگ بیش از ۲ میلیون افغان کشته شده اند. اکنون برای مردم افغانستان روشن شده است که تقسیم خاک افغانستان و ملت افغانستان توسط خط دیورند عامل اصلی این درگیری است.
دولت پاکستان از تقسیم خاک افغانستان و مردم افغانستان برای اهداف خود سو استفاده کرده است و مردم دو طرف خط دیورند را درگیر جنگ داخلی کرده و شمار زیادی از مردم افغان را کشته اند. پاکستان، در آن سوی خط دیورند در بلوچستان و پشتونخوا، تعداد زیادی از مردم را با وجود اینکه مرتکب هیچ جرم نشده اند دستگیر می کند. این افراد مورد لت و کوب، شکنجه و قتل قرار می گیرند. جسد برخی افراد در سرک ها پرتاب می شود. برخی افراد بدون هیچ معلومات ناپدید شده اند. ما نمی خواهیم پنجاب، استخبارات پاکستان، جنرال های پاکستانی و دولت پاکستان به سرکوب خواهران و برادران ما در بلوچستان و پشتونخوا ادامه دهند. دولت اسلام آباد حتی پنجاب و سند خود را تحت کنترل خود ندارد. دولت، قوه قضائیه، پولیس و مقامات پاکستان فاسد هستند. پولیس پاکستان مردم بی گناه از دو طرف خط دیورند را در سرک ها دستگیر می کند. آنها در حین تلاشی مواد مخدر را به جیب مردم می اندازند، سپس آنها را به دلیل دست داشتن درکاروبر مواد مخدر متهم و زندانی می کنند. عده ای هم بی دلیل زندانی می شوند. افراد دستگیر شده مجبورمی شوند با پرداخت مبالغ هنگفتی به ماموران پولیس کوشش رهایی اززندان را بکنند. با چنین روش های ظالمانه، مردم توسط پولیس و دولت پاکستان سرکوب می شوند.
پاکستان ۷۵ سال است که نتوانسته است مردم بلوچستان و پشتونخواه را تصاحب کند. پاکستان تا کنون از تمام روش های ظالمانه مانند ترور، استبداد، قتل، شکنجه و غیره در پشتونخوا و بلوچستان استفاده کرده تا مردم بلوچستان و پشتونخوا را تابع حکومت اسلام آباد کند، اما پاکستان در رسیدن به این هدف ناکام مانده است. حتی اگر صدها سال بگذرد، پاکستان نمی تواند بلوچستان و پشتونخوا را تصاحب کند. ترور ادامه خواهد داشت. جنگ ادامه خواهد داشت. بیش از۵۰ سال است که آتش در پشتونخوا و بلوچستان شعله ور است. اگر این مسئله حل نشود، این آتش حتما به مناطق سند و پنجاب خواهد رسید. مردم بی گناه از هر دو طرف خواهند مرد.
سرزمین و مردم افغانستان توسط خط دیورند ازهم جدا شده است. این جدایی مردم افغان وتقسیم خاک افغان به هیچ صورت قابل قبول نیست. میلیون ها خانواده وجود دارند که اعضای خانواده آنها در دو طرف خط دیورند زندگی می کنند. ما در دو طرف خط دیورند یک رواج و فرهنگ واحد داریم. رواج و فرهنگ ما اجازه نمی دهد از یکدیگر جدا شویم. اتحاد مجدد افغانستان امر ضروری است.
بر اساس تاریخ جهان، چندین کشور و ملت ها در جهان بودند که بر خلاف خواست شان از هم جدا و تقسیم شده بودند، اما در نهایت آنها دوباره متحد شدند. آلمان غربی و آلمان شرقی نیزدرسابق تقسیم شده بودند، اما درنهایت با خوشحالی دوباره باهم پیوستند.
بلوچستان و پشتونخوا قلمرو افغانستان است. ما یک ملت واحد هستیم در دو طرف خط دیورند. اتحاد مجدد حق مشروع ماست. ما قطعاً نمی خواهیم خاک خود را به پاکستان بسپاریم. ما قطعاً نمی خواهیم مردم خود را در بلوچستان و پشتونخوا زیر ظلم پنجاب رها کنیم.
در حالی که ایالات متحده امریکاو سایر کشورها ممکن است فکر کنند که جدایی مردم و سرزمین افغانستان توسط خط دیورند به نفع آنها است، اماهیچ مبنای قانونی وجود ندارد که به اساس آن سرزمین و مردم ما برای منافع سایر کشورها از هم جدا شوند. ما این جدایی را قبول نداریم.
پنجاب به مدت ۴۴ سال در افغانستان و بیش از ۵۰ سال در بلوچستان و پشتونخوا آتش افروزی کرده است. ما نمی خواهیم نسل های آینده ما تحت ظلم و ستم پنجاب در ترس زندگی کنند. ما نمی خواهیم فریب بخوریم. صلح موقتی یک صلح واقعی و پایدار نیست. به همین دلیل است که ما صلح موقتی را نمی پذیریم. تا زمانی که دو طرف خط دیورند دوباره متحد نشوند، صلح به دست نخواهد آمد زیرا ما یک خانواده هستیم.
لذا از جناب آقای رئیس جمهور، دولت شما و سایر کشورهای جهان می خواهیم که به تاریخ افغانستان نگاهی بیندازید. در ۴۴ سال گذشته بیش از ۲ میلیون نفر از مردم ما کشته شده اند، خانواده ها از هم پاشیده شده اند، افراد زیادی مجبور به ترک وطن شده اند، برخی از آنها در حال فرارازوطن جان خود را از دست داده اند، برخی مورد تجاوز جنسی قرار گرفته اند، برخی در دریا غرق شده اند. هر نوع جنایات غیرقابل تصوری در حق مردم افغانستان انجام شد.
تاریخ ثابت کرده است که حملات به افغانستان همیشه از خارج بوده است، اما چنین حملاتی هرگز موفقیت پایدار به دست نیاورده و درنتیجه ممالک متهاجم به خود آسیب رسانده است. اسلام آباد باید از این موضوع عبرت بگیرد.
بنابراین، ما از شما آقای رئیس جمهور، دولت ایالات متحده امریکا و جامعه جهانی می خواهیم که قبول کنید که ما مردم افغانستان یک خانواده و یک ملت هستیم و این حق ماست. لطفا متعهد به این باشید که مردم افغانستان بعد از این تحت هیچگونه ظلم قرار نگیرند و حقوق آنها رعایت شود.
با احترام
توجه: لطفا پس از مطالعه این نامه، آن را برای دوستان خود ارسال کنید. رسانه ها اجازه دارند این نامه را نشرکنند..
Dear Mr. President Biden,
Dear US Government,
On November 11, 1992, Islamabad should have handed over the territories of Balochistan and Pashtunkhwa to us, the Afghan people. Instead, Islamabad has tricked the tribes of Afghanistan into civil war and made Afghans fight each other.
Therefore, we ask you, Mr. President, your government and other countries in the world, please look at the history of Afghanistan. In the last 44 years, more than 2 million of our people have been killed, families have been torn apart, numerous people have been forced to flee, some of them died while fleeing, some were raped, some drowned in the sea. Every kind of unimaginable atrocities were done to Afghan people. History has proven that the attacks on Afghanistan have always come from outside, but such attacks have never achieved any lasting success, and as a result have harmed themselves. Islamabad should learn a lesson from this.
Therefore, we appeal to you Mr. President, the US government and the world community to recognize that we Afghan people are one family and one nation and that this is our right. Please ensure that the Afghan people are protected from further oppression and that their rights are respected.
Best regards