اسلام آباد دی چل اوچلبازی پریږدی پښتونخوا اوبلوچستان دافغانستان خاوره ده
موضوع
د ډیورنډ د موافقه لیک بشپړ انځور
(د تاریخپوه استاد شهسوار سنګروال دلیکنی لنډیز)
دا چې په ۱۸۹۳ کال کال د ډیورنډ موافقه لیک د امیرعبدالرحمن او د بریتانوي هند له استازي ډیورنډ سره لاسلیک شو، څو لاملونه یې د پام وړ دي
— په دې وروستیو کې یوه انګریز تاریخپوه ډیویډ لاین د امیر په تړاو داسې کښلي دي
” په عبدالرحمن خان، برتانویانو دومره فشار راوړی وه، چې له مخې امیر ته پښې نه وې پاتې چې پرې درېدلی وی، مجبور وه، چې په سر ودرېږي.” دبېلګې په توګه
– په کرښه د ۳۰ زره ځواکونو ځاې پر خاې کېدل -
– په میچنی کې مذهبي او قومي تاوتریخوالی -
– د شینوارو او اتمانزیو جګړې -
– په بدخشان کې د شغنان او روشان ستونزه -
– په راولپنډۍ کې د سردار محمد ایوب خان شتون -
ډیورنډ امیر ته وویل که موافقه ورسره لاسلیک نه کړي، نو بیا به دغه کار په سردار محمد ایوب خان وکړي
بیا هم د موافقه لیک پر وړاندې غبرګونونه را پورته شول
– په واڼه کې د مسېدو پاڅون چې د انګریزانو پوځي چوڼۍ یې وسوځوله -
– د وزیرستان د خلکو جرګې دپکتیا له والي سردارګل احمد خان سره ولیدل اوورته وې وېل موږداکرښه نه منو -
– د ملا نجم الدین اخون زاده په مشرۍ پاڅون-
– په ۱۸۹۴ کال کې د عمراخان جنډول غبرګون -
– په ۱۸۹۵ کې د وزیرستان د خلکو برید -
– دا چې د دې کرښې په تړاو ټولپوښتنه نه ده شوی اوس هم نه کېږي -
د برتانوي هند واکمن کرزن امیر حبیب الله خان وګواښه چې پر ۱۹۰۵ کال د ډیورنډ تړون، بیا لاسلیک کړي -
ډګر جنرال فیض محمد خان هغه مهال په خوست کې دنده درلوده په ۱۹۴۶ کال د وزیرستان شاوخوا سیمو څخه خلک راغلل ورته وې ویل، چې موږ د انګریزانو په چوڼېیو افغان بیرغونه هسک کړیدی، راشئ خپله خاوره خپله کړی. هغه وخت دفاع وزیر علی احمد خان وه، هغه وویل موږ دغه مسأله په دیپلوماتیکو هڅو حلوو
د پوهنې وزیر نجیب الله په ۱۹۴۷ کال په یوې رادیوي وینا کې وویل، چې له ۱۹۳۱ نه تر ۱۹۳۴ پورې څو وارې بریتانیه څخه وغوښتل شول چې بیله شوې خاوره ورکړي
. محمد هاشم خان په ۱۹۴۵ کال د وزیرانو شورا کې یوه پنځه فقره ییزه مصوبه وکښله چې بیله شوې خاوره وروسپارل شي
شاه محمود خان امریکا ته په لاره په ۱۹۴۷ کال لندن کې له برتانوي چارواکو سره ولیدل، د پاکستان د جوړیدو اوازې وې، ده خپل سیال ته وویل، د دوی خاوره باید ورکړ شي
محمد نعیم خان د جون په میاشت کې ۱۹۴۷ کال په کابل کې د بریتانیا سفیر بهرنیو چارو وزارت ته وغوښته او ورته وې ویل له افغانستانه بیله شوی خاوره موږ ته وسپارئ
ګاندی وویل د جغرافیې په بدلون موافقی له مینځه ځی… هند هغه تړون لغوه کړ چې له ۱۹۴۷ کال دمخه بریتانیا سره لاسلیک شوی وه
( د ازادۍ تړون ۷ مه ماده او دریمه فقره وګورئ )
. د افغانستان ملي شورا( ۷ مې دورې) او لوې جرګې په ۱۹۴۹ کال ټول تیر تړونونه لکه د هند په څیر لغوه اعلان کړل.
مثال: کله چې د ضیاءالحق په وخت اغاشاهی له وحیدالله عبدالله نه وغوښتل چې د تړون په رسمیت وپېژنی، نو هغه ورته د همدې لوی جرګې خبره وکړه، دغه مهال داود خان هم پاکستان کې وه.
کله چې پاکستان جوړ شو په ملګرو ملتونو کې( ۱۹۴۷ کال) د افغانستان استازي عبدالحسین عزیز مخالفت وکړ او ایران د بلوچستان په سیمه کې له پاکستان نه ۳۰۰ میله مربع ځمکه بیله کړه چې د انګریزانو په وخت کې لکه د ډیورنډدکرښې په څیر بیله شوې وه
پاکستان څو وارې له امریکا او ملګرو ملتو نه غوښتي چې په کشمیر کې د دوی او هند تر مینځ مینځګړیتوب وکړي، ولې د ډیورنډ د موافقه لیک په تړاو دغه خبره نه کوی
په ۱۹۴۰ کال د دربار وزیر احمدشاه جان له برتانوي هند سره یو تړون لاسلیک کړ، چې افغانستان کولی شي د کراچۍ له لارې سوداګریزه توکي ولیږدوي، خو کله چې پاکستان جوړ شو، دغه تړون لغوه شو، او پاکستان وویل اوس موږ خپلواکه یو، تاسو دغه تړون له بریتانې سره لاسلیک کړی
د ډیورنډ په تړاو د بهرنیانو څرګندونې -
ـ پخپله ډیورنډ پخپل کتاب د ډیورنډ بیګرافي کې لیکلی دي بیلې شوې سیمې د کنترول سیمې دي( ۲۱۷ مخ)
ـ جی بی تیت هم په خپل کتاب (کینګډام اف افغانستان) کې لیکلی دي، دغه کرښه یوازې دامیردواک قلمرو په ګوته کوي ، کوم رسمیت نه لري
ویلیم بارتن او توماس هولدوک د جی بی تیت د خبرو پخلۍ کړیدی او سایکس په (هیستوری اف اغانستان) نومي کتاب کې کې لیکلی دي ، ددې کرښې موخه دا نه وه چې د هند پوله را وړاندې شي
« ایکولی »او «فرانسوا » د نړیوالو قوانینو له مخې کاږي ،کله چې جغرافیه بدلون مومي،تیر موافقه لیکونه هم خپل قانوني ارزښت له لاسه ورکوي«
د ویانا په نړیوال کنفرانس کې چې په ۱۹۶۹ کال جوړ شو په ۵۱ ماده کې راغلي دي، هغه تړونونه چې د زورور او کمزوری، استعمار او مستعمره هېوادونو ترمینځ لاسلیک شویدي حقوقي ارزښت نه لري
د ملګرو ملتو د منشور په ۵۳ ماده کې د دې خبرې پخلی شویدی. د پاکستان ریفرانډم جعلي و او له بلې خوا دغه خاوره د ریفرانډم پر بنسټ نده بیله شوې، ریفرانډم کې باید دواړه غاړه ولسونه برخه واخلي
- د هند تاریخپوه کلدیپ نیر پخپل کتاب (بیهاینډ دلاینز) کې ویلی چې په ۱۹۶۵- ۱۹۷۱ کلونوپه مهال دپاکستان اوهند په جګړوکې هنددافغانستان له پاچا محمد ظاهر شاه څخه وغوښتل چې تاسو لوې افغانستان جوړ کړئ او موږ به لوې هند ،خو ظاهر شاه و نه منله
نیویارک ټایمزپه ۱۹۶۲کې لیکلي دي چې ظاهرشاه له کنېډې څخه وغوښتل چې پاکستان سره دډیورنډد کرښی موضوع په حل کې مرسته وکړي
دډیورنډکرښې په تړاودمحمد رضا شاه مینځګریتوب
د ایران په مینځګریتوب د ډاکټر محمد یوسف د صدارت په مهال سید قاسم رشتیا چې نوراحمد اعتمادي هم ورسره په سفر کې ملګری و،ایران ته ولاړل .د پاکستان له لوري د ذوالفقار علي بوټو، چې هغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکی وه، له یوه پلاوي سره ایران ته ورغلی.په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اجندا په سر د دواړو غاړو له استازو سره خبرې اترې وکړې.په اجندا کې د پښتونستان مساله هم وه، خو پاکستان دایران نه خپل پلاوی وغوښت او خبرې و نه شوې.
مثال: د کمبودیا هېواد په ۱۹۹۱ کال د فرانسې تحت الحمایه وو، فرانسې د حامي دولت په توګه له تایلنډ سره تړون لاسلیک کړی
– پاکستان (دطالبانودواک په لومړی دوره کی)، هغه وخت چې د طالبانودکورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق وه د ډیورنډ د کرښې د منلو هڅه وکړه.په دی