نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو ته
آغلو او ښاغلو
ښاغلی منظور پښتین هغه فعال دی چې له څو کلونو راهیسې د خپلو خلکو د حقونو لپاره په سوله ییزه توګه مبارزه کوي. ښاغلی منظور پښتین څو ځله د پاکستاني چارواکو لخوا په پښتونخوا او بلوچستان کې د خلکو د بشري حقونو د دفاع په خاطر بندی سوی دی.
د ۲۰۲۳م کال د دسمبر په څلورمه نېټه، فعال منظور پښتین د بلوچستان په چمن کې په یوه مظاهره کې ګډون وکړ چې په دغه مظاهره کی یې د پاکستان دچارواکو دخوا د پښتونخوا او بلوچستان پر ولس باندی د روانو ظلمونو پر ضد احتجاج وکړ. له مظاهرې وروسته په داسی حال کی چې ښاغلی منظور پښتین له خپلو پلویانو سره تربت ته روان وو، پاکستاني پولیسو د ښاغلي پښتین پر موټر دده دوژلو په نیت ډزې وکړې. د پاکستاني پولیسو په ډزو یو نفر چی د منظور پښتین په موټر کې سپور وو زخمی سو او دوی لارویانی ښځې ټپیانی سولي. تر دغه پیښی وروسته پاکستاني پولیسو ښاغلی منظور پښتین ونیولی، د ولچک او زولنو سره یی په زندان کی بندی کی.
هر هغه څوک چې په بلوچستان او پښتونخوا کې د خپلو حقونو غوښتنه وکی او یا د پاکستان پر حکومت، استخباراتي ادارې (آی ایس آی) او پاکستاني جنرالانو نیوکه وکي، ښکار کېږي، ويشتل کېږي او یا نیول کېږي، لت کېږي او وژل کېږي. په بلوچستان کې تر شپیتو زرو زیات کسان او په پښتونخوا کې په لسګونو زره کسان نیول سوي دی، او وژل سوي دی یا لادرکه سوي دي. ریښتیني شمیرې ممکن تر دې هم لوړې وي. د پاکستان د حکومت لخوا د بلوچستان او پښتونخوا پر ولس باندی تر سره شوي ظلمونه تر هغو ظلمونو لا بدتر دی کوم چی د نازیانو او ګیسټاپو لخوا د اډولف هټلر د رژیم په وخت کی سوي وه. د پاکستان حکومت له تېرو ۵۰ کلونو ځخه زیاتی مودی راهیسې د بلوچستان او پښتونخوا پر ولس باندی زور زیاتی کوی، بیګناه خلګ بندی کوی، لتوی یی او وژنی یي. تراوسه پوری د دغه مظلومو خلکو د کړاوونو پای نه په سترګه کیږی؛ د بلوچستان او پښتونخوا ولس پرته له کومې نښې ورکیږي، او ډیری وختونه حتی د دوی جسدونه هم لادرکه کیږي.
موږ له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو څخه غوښتنه کوو چې د پاکستاني دیکتاتورانو دظلمونو خواته خپل فکر ور واړوي چی پربیګناه خلګو باندی یی څه حال جوړکړیدی. حتی څوک به دحیواناتو سره دا ډول چلند ونه کي چی په لت اوشکنجه سره یی ووژنی، خو د پاکستان دیکتاتوران په بلوچستان او پښتونخوا کې د انسانانو په بیرحمانه ډول وژلو باندی بوخت دي.
موږ په ټینګه د نړۍ پر مشرانو او د بشري حقونو پر سازمانونو ږغ کوو چې په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي. موږ د فعال منظور پښتین او ټولو سیاسي فعالانو او بې ګناه بندیانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کوو.
په درنښت
To the global community and human rights organizations,