موږ د دکابل په دشت برچی کی ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو
اغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۴ کال دجنوری په ۶ دکابل په دشت برچی کی چاودنه وسوه، چې په پایله کې د ۵ نفرو په شاوخوا کې نفر مړه او ۲۳ کسان ژوبل سول
موږ دا ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو. موږ دزړه له کومی تسلیت د دې برید د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوو. ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو.
دا برید د داعش خراسان ډلی دپاکستان د پوځ داستخباراتي اداری (آی ایس آی) په کوماندو ترسره کړیدي. دداعش خراسان ډله د پاکستان دپوځ استخباراتي اداری (آی ایس آی) دخواروزل سوی تروریستی ګروپ دی. دوی دی وشرمیږئ. دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې مذهبي جګړه رامنځته کړي، خو دغه هدف ته به ونه رسېږي. د لوی افغانستان ولس اوس د پاکستان په ناوړه نیتونو او دسیسو پوه سوي دي.
که موږ حکومت په لاس کې واخلو، موږ به په پورتني برید کې د وژل سوو کسانو کورنیو ته ۳۰۰۰ ډالر او سخت ټپیانو ته ۱۰۰۰ ډالر ورکړو.
په درنښت