موږ خپل ولس او خپله خاوره دپرنګیانو داستعمار څخه آزادوو
زموږ دلوی افغانستان ګران ولسه
پرنګیانو پر موږ باندی پنجابی ډاکوګان او خپل روزل سوی داسلام غداران ملایان او مولویان موظف کړیدی. داپنجابی ډاکوګانودلوی افغانستان ډیر بیګناه انسانان په رنګارنګ دسیسو سره ووژل.
که په بلوچستان او پښتونخوا کی یو خبریال یا عام خلګ دپاکستان پر حکومت اوپوځ نیوکه وکړی یا دخپل حق غوښتنه وکړی دپاکستان حکومت یی نیسی, بندی کوی, لت کوی او وژنی یی. دپاکستان دیکتاتورانو او دپوځی استخباراتو اداری (آی ایس آی) تر دیرشو زیاتی ترهګریزی ډلی روزلی دی. په هغوکی یوه د«داعش خراسان» ډله ده چی د (آی ایس آی) په کوماندو په افغانستان کی ځانمرګی بریدونه او نوری تروریستی حملی ترسره کوی. داډول کړنی دیوه کال راهیسی ندی بلکی تر پنځوسو کالو راهیسی زیاته موده کیږی چی دپاکستان د دیکتاتورانو او دپوځی استخباراتو اداری (آی ایس آی) ظلمونه دوام لری.
لکه څنګه چی په اوسنی وخت کی داپرنګیانو پر موږ باندی پنجابی ډاکوګان واکمن کړیدی په ۱۸۰۰ سنه کی چی افغانستان دپرنګیانو مستعمره وه, دوی په هغه وخت کی هم دغه ډول کړنی ترسره کولی. دوی دیکتاتوران وه, داسلام غداران ملایان اومولویان یی ددی دپاره روزل چی ددوی دپاره کاروکړی اوددوی دگټو دپاره دلوی افغانستان ولس وغولوی.
زموږ دلوی افغانستان ګران ولسه
موږ د لوی افغانستان ټول ولس غواړو چی زموږ خپله خاوره او د بلوچستان او پښتونخوا ولس چی اوس د پرنګیانو اوپنجابی ډاکوګانو تر قبضی لاندی نیول سوی دی آزاد کړو.
د لوی افغانستان ولس که معلمان وی, که متعلمین وی, که محصلین وی, که ماموران وی, که ژورنالیستان وی, که تجاران وی, که کارګران وی, که بزکران وی, که انجینران وی, که ډاکټران وی, که سیاستمداران وی, که ملایان وی, که طالبان وی او که داسی نور, ټوله سره یوسی, لاسونه سره ورکی چی موږ ټول ولس خپل ځانونه دپرنګیانو, ډاکوګانو, دیکتاتورانو, جنګی جنایتکارانو جنرالانواودپاکستان دپوځی استخباراتو اداری (آی ایس آی) دخواروزل سوی تروریستانو څخه د تل دپاره آزاد کړو.
په واضح ډول وایو: ترڅوپوری چی دافغانستان دواړی خواوی سره یو سوی نه وی په دی سیمه کی آرامی ناشونی ده.
مه بیریږی, سرونه مو لوړ ونیسی
تل دی ژوندی وی لوی افغانستان
په درنښت
یادونه: پرموږ دلوی افغانستان ټول ولس باندی دبریتاناولس ګران دی. موږ دبریتاناد ولس احترام لرو. دبریتاناحکومت باید فکر وکی چی دادپنجاب د دیکتاتورانواوجنګی جنایتکارانوجنرالانو چی هر ظلم او هر جنایت یی په وس پوره وو تر پنځوسو کالو زیاتی مودی راهیسی یی زموږ دلوی افغانستان پر ولس تطبیق کړی. موږ دلوی افغانستان ټول ولس دپنجابی دیکتاتورانواوجنګی جنایتکارانوجنرالانوظلمونه نور زغملای نسو. موږ دپنجاب د دیکتاتورانواوجنګی جنایتکارانوجنرالانو دقبضی څخه دخپلی خاوری او خپل ولس آزادی غواړو
.
Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73
info@afghanistan-jamhuriat.com
Total members: 117.524 (26 June 2017)