د پاکستان د جنايتکارانو جنرالانو په بمباريو کې د وژل سوو کسانو کورنيو ته دی پيسې له دولتي خزانې څخه ورکول سي
اغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۸مه پاکستاني جنایتکارانو جنرالانو د افغانستان په خوست او پکتیا ولایتونو کې پر بې ګناه خلکو بمباری وکړه چې په پایله کې یې ۸ ښځې او ۳ ماشومان ووژل سول.
د پاکستان د جنايتکارانو جنرالانوپه بمبارۍ کې د وژل سوو کسانو کورنيو ته دی د دولتي خزانې څخه د هرې وژل سوې ښځې کورنۍ ته درې زره ډالر ورکول سی او د هر وژل سوي ماشوم کورنۍ ته درې زره ډالر ورکول سي.
پورتنۍ پیسې دی سمدستي ورکول سي.
په درنښت