دملګرو ملتونو اداری ته دشکایت عریضه
آغلو او ښاغلو
د۲۰۲۴ کال دمی دمیاشتی پر ۹ نیټه دپاکستان جنګی جنایتکارانو یوځل بیا دافغانستان په پکتیکاکی پر بیګناه انسانانو بمباری وکړل چی په نتیجه کی یی دښځواوکوچنیانوپه شمول ۹ تنه وژل سوی دی اوډیربیګناه کسان چی شمیر یی موږ ته معلوم نه دی ټپیان سوی دی اوروغتون ته لیږدول سوی دی. موږ دپاکستان دا وحشیانه برید په کلکو ټکو غندو.
د پاکستان داڅلورمه پلا ده چی دافغانستان حوایی حریم ته ننوزی او زموږ پر خاوره بمباری کوی. دادنړیوالو قوانینوڅخه سرغړونه ده چی په دی هکله موږ څو پلا دملګرو ملتونو اداری او نړیوالی ټولنی ته شکایت کړی دی مګر له بده مرغه دملګرو ملتو اداری او د نړیوالی ټولنی ځینومسئولو اشخاصو دحقیقت څخه سترګی پټی کړی دی او زموږ پر شکایتونو یی غور نه دی کړی چی دا ډیره دشرم خبره ده
نو موږ یو ځل بیادملګرو ملتونوداداری او نړیوالی ټولنی څخه په جدی توګه هیله کوو چی دافغانستان پرخاوره باندی دپاکستان دجنګی جنایتکارانودخوا دڅلورځلو بمباریو په هکله څیړنه وکړی او دپاکستان جنګی جنایتکاران محاکمه کړی
په درنښت
یادونه: ددې برید د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وړاندې کوو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو.د قربانیانو دکورنیو سره دی مالی مرسته وسی. د هر شهید کورنی ته دی ۳۰۰۰ ډالر او هر سخت ټپی ته دی ۱۰۰۰ ډالر ورکول سی
