په افغانستان کی د سختو بارانونو او سیلابونو له قربانیانو سره مالي مرسته
آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۴ کال د می د میاشتې پر ۱۸ نیټه د افغانستان په غور, فاریاب, بادغیس اوځینو نورو ولایتوکی د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله څوسوه کسان مړه سوی دی اوپه سلګونو خلګ ټپيان سوی دي. همداراز په زرګونو کورونه ویجاړ سوي دي او زیات شمیر باغونواوکښتونو ته زیانونه رسیدلی دی. موږ د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو
موږ د اړونده چارواکو او ادارو څخه غوښتنه کوو چې د سیلاب ځپلو کورنیو ته دی ژر تر ژره بیړنی مرستی ور ورسوی لکه خیمی, خوراکی توکی, دچیښاک اوبه, روغتیایی امکانات لکه ډاکټر او درمل او نور دضرورت اسباب.
هغه کسان چی کورونه یی د بارانونو او سیلابونو له امله نړیدلی دی د هرکورخاوند ته دی ۷۰ زره افغانی ورکول سی. هغه نفر چی دبارانونو او سیلابونو له امله مړه سوی دی دهغو کورنیو ته دی دهر مړی پر سر اویا زره افغانی ورکول سی. هغه کسان چی د بارانونو او سیلابونو له امله سخت زخمیان سوی دی هر نفر ته دی لس زره افغانی ورکول سی. هغه کسانوته چی باغونه اوکښتونه یی د بارانونو او سیلابونو له امله زیانمن سوی دی پرهر هکتار یا لس زره مترمربع مځکه دی ۴۰۰۰ زره افغانی ورکول سی. داپیسی دی دافغانستان دبودجی یعنی ددولت دخزانی څخه ورکول سی
دا به ډیرښه وي که چیرې هغه خلک چې کورونه یې د بارانونو او سیلابونو له امله نړیدلی وي خپل نوي کورونه مقاومت لرونکي او باثباته جوړ کړي ترڅو ددوی کورونه د راتلونکي بارانونو او سیلابونو په وړاندې مقاومت وکړي اودبیانړیدلو مخنیوی یی وسی
په درنښت
Financial assistance to victims of heavy rains and floods in Afghanistan
Dear Sir or Madam,
On May 18, 2024, several hundred people died due to heavy rains Ghor, Faryab, Badghis and other provinces of Afghanistan, with several hundred more injured. Additionally, thousands of houses were destroyed, and many gardens and farmlands were damaged. We extend our heartfelt condolences to the families of the victims and wish the injured a speedy recovery.
We urge the relevant authorities to immediately provide emergency assistance to the families affected by the flooding, such as tents, food, drinking water, medical care including doctors and medications, and other necessary items.
Those whose houses collapsed due to rain and flooding should receive 70,000 Afghanis per house. The families of those who lost their lives due to rain and flooding should receive seventy thousand Afghanis per deceased person. Severely injured individuals should be paid 10,000 Afghanis per person. Those whose gardens and crops were damaged by rain and flooding should receive 4,000 Afghanis per hectare or 10,000 square meters of land. This money should be paid from the Afghan state treasury.
It would be better if people whose houses collapsed due to rain and flooding would build their new houses to be resilient and stable, so that their homes can withstand future rains and floods, preventing destruction.
Sincerely,
