وږ د د پکتیا د ولایت پر ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو او دخوست د ولایت پر ځاځی میدان ولسوالیو باندی دپنجابی تروریستانو دخوا دتوغندیو بریدونه په کلکو ټکو غندو
اغلو او ښاغلو
د رسنیو د راپور له مخې د شاوخوا یوی اونی راهیسی دپنجابی تروریستانو دخوا د پکتیا ولایت ډنډ پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو ته د توپونو لسګونه مرمۍ راتوغول سوې دي
د ۲۰۲۴ کال د می پر ۱۷ نیټه پنجابی تروریستانو دخوست ولایت دځاځي میدان ولسوالي ته یوشمیر توغندي را وغورځولی
درسنیو دراپور له مخی پنجابی تروریستانو په دغه بریدونو کی تر ډیره ملکي کورونه، جوماتونه, روغتونونه اوځنګلونه په نښه کړي دي او ډېرې کورنۍ یی د خپلو کلو پرېښولو ته اړی کړی دي
په دغو بریدونو کې د څو ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څو نور ټپیان دي
موږ دپنجابی تروریستانو دا ترهګریز بریدونه په کلکو ټکو غندو. د دې برید د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وړاندې کوو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو
په پورتني برید کی د هر شهید کورنی ته دی ۳۰۰۰ ډالر او هر سخت ټپی ته دی۱۰۰۰ ډالر ورکول سی
په درنښت
