Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

د (جی ۲۰) هیوادونو ته، د زرغون اقلیم وجهي صندوق «ګرین کلیمیټ فنډ(جی سی ایف)» ته، نړیوالې ټولنې ته

اغلو او ښاغلو
ښاغلو صنعتي هیوادونوته،
ښاغلو د (جی ۲۰) هیوادونو،
د زرغون اقلیم وجهي صندوق «ګرین کلیمیټ فنډ(جی سی ایف)» ته
ښاغلی نړیوالهی ټولنی ته،

زموږ هیواد افغانستان له څو کلونو راهیسې په مکرر ډول د نړیوال اقلیم د بدلون له بدو اوسختو اغیزو سره مخامخ دی.

په افغانستان کې د میلیونونو خلکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی. د اقلیم د بدلون په پایله کې، په وروستیو لسیزو کې د افغانستان د معمول اورښت کچه ډیره ټیټه سوی ده او دغه هېواد د وچکالۍ له تاوانونو اوګواښ سره مخامخ سوی دی. په ملیونونو خلکو چې شیرخوره ماشومان، کوچنیان، ښځې او بوډاګان پکښې شامل دي، د لوږې، بې وزلۍ او خوارځواکۍ سره مخ دي او د وچکالۍ له امله ډېرو انسانانوخپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اقلیم د بدلون د یوې بلې پایلې په توګه، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې ویجاړونکي سیلابونه رامنځ ته سوي دي چی په پایله کې تیر کال او سږ کال په سلګونو کسان مړه سول. په زرګونو کورونه وران سول، څاروي له منځه ولاړل، ښوونځي، سړکونه او پلونه ونړیدل، د څښاک د اوبو څاګان ، کرنيزې ځمکې، باغونه، کلي او واړه ښارونه ويجاړ سول.

یوخو په تېرو ۴۵ کلونو کې ستاسو د غلطو سیاستونو په پایله کې په افغانستان کې تر ۲ میلیونو ډېر خلک وژل سوي دي. بل بیا په ورته وخت کې، زموږ هیواد د اقلیم د بدلون له اغیزو سره مخامخ سوی دی، چې صنعتي هیوادونه په دغه ستونزه کی مسؤل او ملامت دي.

دا باید په پام کې ونیول سي چې موږ افغانان په خپل هیواد کې د جګړې له کبله ملامت نه یو. جګړه له بهر څخه پر موږ ټپل سوې ده. په ورته ډول، موږ په خپل هیواد کې د نړیوال اقلیم د بدلون په اړه ملامت نه یو. د دې مسؤولیت د صنعتي هیوادونو په غاړه دی.

ښاغلو صنعتي هیوادونوته،
ښاغلو د (جی ۲۰) هیوادونو،
د زرغون اقلیم وجهي صندوق «ګرین کلیمیټ فنډ(جی سی ایف)» ته
ښاغلی نړیوالی ټولنی ته،

دملګرو ملتونواداری د زرغون اقلیم وجهي صندوق «ګرین کلیمیټ فنډ(جی سی ایف)» په نوم یو وجهي صندوق (فنډ) رامنځته کړی دی چې په دغه (فنډ) کی هر کال ۱۰۰  ملیارد ډالر چمتو کوي. داپیسی د اقلیم د بدلون سره د مبارزی دپاره په کاراچوی او په مخ پر ودې هیوادونو کې د اقلیمی بدلون د اغیزو دمخنیوی دپاره لازم تدابیرکوي.

د نړیوال اقلیم د بدلون ناورین په ځانګړې توګه په افغانستان کې زموږ خلک سخت ځپلي دي.

له همدې امله موږ ستاسی څخه غوښتنه کوو چې افغانستان د مستحقو هیوادونو په لیست کې شامل کړئ ترڅو د پورتنۍ (فنډ) څخه د اقلیم د بدلون له امله لازمی مرستی ترلاسه کړي. موږ غوښتنه کوو چی ددې صندوق (فنډ) څخه افغانستان ته د کاله پنځه ملیارده ډالر  ورکول سی. دا مرستی دی ترهغه وخته دوام وکړی تر څو چې نړیوال اقلیم نورمال سي او په افغانستان کې د اقلیم د بدلون اغیزې له منځه ولاړې سي

پورتنۍ پیسې یوازې د لاندې موخو لپاره کارول کیدی سي

 د ویجاړو سوو ښوونځیو، سړکونو، پلونو او د څښاک د اوبو د څاګانو بیارغونه
 د سیلابونو د قربانیانو ته مالي تاوان ورکول چې کورونه یې ویجاړ سوي یا څاروي یی دلاسه ورکړی وي
 د کانالونو جوړول
 د داسی انرژۍ په تولید کې پانګه اچونه چی چاپیریال ته ضرر نه رسوی، لکه "زرغونه انرژي"
د ونو او شنه ګیا دزیاتولو دپاره د نیالګیو ایښول
 د وچکالۍ قربانیانو ته د مالي ملاتړ برابرول، د لوږی په صورت کی لازم اقدامات کول
 بیړنۍ مرستې

د نورو موخو دپاره د پورته پیسو د کارولو اجازه نسته.

په درنښت

 

 

To the G20 States, to the Green Climate Fund (GCF), to the global community!

Dear Ladies and Gentlemen,
Dear Industrialized Nations,
Dear G20 States,
Dear Green Climate Fund (GCF),
Dear Global Community,

For many years, our country Afghanistan has suffered severely and repeatedly from the impacts of global climate change.

The livelihoods of millions of people in Afghanistan depend on agriculture and animal husbandry. As a result of climate change, the usual rainfall in Afghanistan has significantly decreased over the last few decades, which has led to the country being confronted with devastating droughts and continues to be exposed to impending droughts. Millions of people, including infants, children, women, and the elderly, have suffered and still suffer from hunger, poverty, and malnutrition. Many have lost their lives due to drought.

Additionally, as a further consequence of climate change, Afghanistan has experienced devastating flood disasters for several years. As a result, several hundred people have lost their lives in the past year and also this year. Thousands of houses have been destroyed, livestock has been decimated, schools, roads, bridges, and drinking water wells have been destroyed, agricultural lands, orchards, villages, and small towns have been devastated.

Over the past 45 years, more than 2 million people in Afghanistan have lost their lives due to the flawed policies of some countries. Concurrently, our country has suffered from the impacts of climate change, for which the industrialized nations are responsible.

It is important to note that we Afghans bear no responsibility for the war in our country. The war was imposed on us from outside. Similarly, we bear no responsibility for the global climate change in our country. The responsibility lies with the industrialized nations.

Dear Industrialized Nations,
Dear G20 States,
Dear Green Climate Fund (GCF),
Dear Global Community,


the United Nations has established a fund called the "Green Climate Fund" (GCF), which annually provides $100 billion to combat climate change and enable developing countries to adapt to its impacts.


The catastrophic impacts of global climate change particularly affect our country and our people in Afghanistan.

Therefore, we appeal to you to include Afghanistan in the list of eligible countries to receive payments from the above-mentioned fund for adaptation to the impacts of climate change. We request an annual payment of $5 billion to Afghanistan from this fund. These payments should continue until the global climate normalizes and the impacts of climate change in Afghanistan have disappeared.

The above-mentioned payments may only be used for the following purposes:

Reconstruction of destroyed schools, roads, bridges, and drinking water wells
Financial compensation for the victims of flood disasters, whose houses have been destroyed or livestock decimated
Construction of sewage systems
Investments in the production of environmentally friendly energy, such as "Green Energy"
Tree plantations and the creation of green spaces
Provision of financial assistance and compensation for the victims of droughts, including hunger relief measures
Emergency relief
The money must not be misappropriated.

Yours sincerely,