Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

 

په افغانستان کی د سختو توپانونو، بارانونو او سیلابونو له قربانیانو سره مالي مرسته


آغلو او ښاغلو

د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د افغانستان په ننګرهار, کونړ ، پنجشیر اوځینو نورو ولایتونو کی د سختوتوپانونو, بارانونو او سیلابونو له کبله تر ۵۰  زیات کسان مړه سوی او ۳۵۰  نفر  ټپيان سوی دي. همداراز په سلګونو کورونه ویجاړ سوي دي او یو شمیر باغونواوکښتونو ته زیانونه رسیدلی دی. موږ د قربانیانو کورنیو ته دزړه له کومی تسلیت وایو او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړو

هغه کسان چی کورونه یی د بارانونو او سیلابونو له امله نړیدلی دی د هرکورخاوند ته دی ۷۰ زره افغانی ورکول سی. هغه نفر چی دبارانونو او سیلابونو له امله مړه سوی دی دهغو کورنیو ته دی دهر مړی پر سر اویا زره افغانی ورکول سی. هغه کسان چی د بارانونو او سیلابونو له امله سخت زخمیان سوی دی دی هر نفر ته دی لس زره افغانی ورکول سی. هغه کسانوته چی باغونه اوکښتونه یی د بارانونو او سیلابونو له امله زیانمن سوی دی پرهر هکتار یا لس زره مترمربع مځکه دی ۴۰۰۰  زره افغانی ورکول سی. داپیسی دی دافغانستان دبودجی یعنی ددولت دخزانی څخه ورکول سی

دا به ډیرښه وي که چیرې هغه خلک چې کورونه یې د بارانونو او سیلابونو له امله نړیدلی وي خپل نوي کورونه مقاومت لرونکي او باثباته جوړ کړي ترڅو ددوی کورونه د راتلونکي بارانونو او سیلابونو په وړاندې مقاومت وکړي اودبیانړیدلو مخنیوی یی وسی

په درنښت

یادونه: موږ د اړونده چارواکو او ادارو څخه غوښتنه کوو چې د سیلاب ځپلو کورنیو ته دی ژر تر ژره بیړنی مرستی ور ورسوی لکه خیمی, خوراکی توکی,  دچیښاک اوبه, روغتیایی امکانات لکه ډاکټر او درمل  او نور دضرورت اسباب

 

 

Financial Aid for Victims of Severe Storms, Rainfall, and Floods in Afghanistan



Dear Sir/Madam,

In July 2024, severe storms, rainfall, and floods in many provinces of Afghanistan, including Nangrahar, Kunar, and Panjschir, led to the deaths of more than 50 people and injured 350 others. Hundreds of houses were destroyed, and many gardens and farmlands were damaged. We extend our deepest condolences to the families of the victims and wish the injured a speedy recovery.

Those whose houses collapsed due to the rain and floods will receive 70,000 Afghani per house. The families of those who lost their lives due to the rainfall and floods will receive seventy thousand Afghani per deceased person. Severely injured individuals will be paid 10,000 Afghani per person. Those whose gardens and crops were damaged by the rain and floods will receive 4,000 Afghani per hectare or 10,000 square meters of land. This money will be paid from the Afghan state treasury.

It would be advisable for people whose houses collapsed due to the rain and floods to build their new homes to be resistant and stable so that their houses can withstand future rainfalls and floods, preventing destruction.

Kind regards

PS: We urge the responsible authorities to immediately provide emergency aid to the families affected by the flooding, such as tents, food, drinking water, medical care including doctors and medication, as well as other necessary items.