د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه هیله کوو چی د پاکستان د استبدادي رژیم او جنایتکارو جنرالانو د ظلم مخه ونیسئ
آغلو او ښاغلو
د پاکستان حکومت او جنرالان یې د یوه جنایتکار سازمان په څېر چلند کوي. داسې ښکاري چې دوی ته انسانیت او د قانون دحاکمیت هیڅ اهمیت نه لري، دوی د بې دفاع خلکو په وړاندې په پلان سوی ډول د زور او تاوتریخوالی څخه کاراخلي
له تېرو ۷۷ کلونو راهیسې د پښتونخوا او بلوچستان په سیمو کې د پاکستاني چارواکو له خوا د ظلم اور بل سوی دی. هر هغه څوک چې د دې ظلم پر وړاندې د ږغ پورته کولو جرات وکړي، نیول کیږي، بندی کیږی, شکنجه کیږي او په ډیرو مواردو کې وژل کیږي. دوی د انټرنیټ او ګرځنده تلیفون خدمات د پښتونخوا او بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې بند وي ترڅو نړیواله ټولنه د دوې د ظلمونو په اړه بیخبره پاته سي. په دې وروستیو ورځو کې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په لومړۍ او دوهمه نیټه یو پلا بیا پاکستاني جنرالانو او دیکتاتورانو د بیګناه خلکو پر ضد د بې رحمانه طریقو څخه کار واخیستی: په پښتونخوا کې یې د هغی لویې غونډې لپاره جوړو سوو اداري کمپونو او خیمو ته اور واچوی چی په ۱۱ د اکتوبر جرګه پکښی کیږی، پر راټولو سوو خلکو یې ډزې وکړې او اوښکې بهونکی ګاز یې وکارولی. د اکتوبر په پنځمه ۲۰۲۴ د (پی ټی ایم) د غړو په وړاندې دپاکستانی چارواکو ظالمانه سلوک او تاوتریخوالی نور هم زیات سو. د پښتون ژغورنې غورځنګ (پی ټی ایم) مشر منظور پښتین وایی، چې پاکستانی چارواکو د پښتونخوا ایالت په یو شمېر سیمو کې د (پی ټی ایم) د غړو پر کورونو چاپې وهلې دی او د (پی ټی ایم) ډیر پلویان یی نیولي دي. د «بنو » په سیمه کې ۳۴ کسان او په جنوبي وزیرستان کې تر ۲۰ زیات کسان نیول سوي دي. په کورمه، ډېره اسماعيل خان، ټانک، بنو، پېښور، خيبر، مردان، صوابۍ، کرک، چارسده، بونير، مومند، باجوړ، دير، شانګله، سوات او نورو ګڼو ښارونو کې هم لسګونه فعالان نيول سوي دي.
د (پي ټي ایم) یوه ویاند ښاغلي عبدالصمد وویل چی د سیاسي ګوندونو مشرانو ته د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱ مه د پښتنو په لویه جرګه کې د ګډون بلنه ورکړل سوې ده، خو د دغو ګوندونو له ډلې څخه ډېرو کسانو راپور ورکړی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر دوی ته تلیفون وکی او له دوی څخه یې وغوښتل چې په غونډه کې ګډون ونه کړي. ښاغلي عبدالصمد دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې د پاکستان حکومت د (پی ټی ایم) مشر منظور پښتین ته د زیان رسولو یا وژلو پلان لري
پاکستاني چارواکي بیره لري چې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۱۱ مه د پښتنو د یوې لویې جرګی په ترڅ کې به نړیواله ټولنه په تیرو ۷۷ کلونو کې د پښتونخوا او بلوچستان د خلکو پر وړاندې د پاکستاني دیکتاتورانو او جنرالانو له جنایتونو خبر سي. د دوی هدف دا دی چې ټول هغه ږغونه خاموشه کړي چې د عدالت او سولې غوښتنه کوي. د (پي ټي ایم) د پلویانو پر کورونو چاپی وهل, بندی کول او بیرول دهغه انسانانو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده چې غواړي په سوله ييزه غونډه کې ګډون وکړي او خپل سياسي نظر څرګند کړي.
موږ په پښتونخوا او بلوچستان کې د ټولو بې ګناه کسانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کوو اود هالیند په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته د پاکستان د جناینکاره جنرالانو او سیاسي مشرانو د محاکمې غوښتنه کوو
په درنښت
To the United Nations and the International Community: Please stop the tyranny of Pakistan's dictatorial regime and criminal generals.
Dear Sir or Madam,
The Pakistani government and its generals behave like a criminal organization. They seem to lack any sense of humanity and rule of law, using violence systematically against defenseless people.
For the past 77 years, a fire of cruelty has been raging in the regions of Pashtunkhwa and Balochistan, ignited by the Pakistani authorities. Anyone who dares to speak out against this oppression is arrested, tortured, and in many cases killed. Internet and mobile network services are regularly blocked in various areas to keep the international community in the dark about these atrocities. This was evident recently, on October 1st and 2nd, 2024, when Pakistani generals and dictators violently suppressed the people: they set fire to administrative camps and tents erected for a planned large gathering in Pashtunkhwa, fired at the gathered people, and used tear gas against them.
According to recent media reports, the violence continued on October 5th, 2024:
Mr. Manzoor Pashteen, the leader of the Pashtun Protection Movement (PTM), reported that in several parts of the Pakhtunkhwa province, the homes of PTM members were raided, and many PTM supporters were arrested. In Bannu district, 34 people were detained, and more than 20 people were arrested in South Waziristan. Dozens of activists were also detained in cities such as Korma, Dera Ismail Khan, Tank, Bannu, Peshawar, Khyber, Mardan, Swabi, Kirk, Charsadda, Buner, Momand, Bajaur, Dir, Shangla, Swat, and many other areas.
Mr. Abdul Samad, a spokesperson for the PTM, stated that political parties have been invited to attend the large Pashtun assembly (Jirga) on October 11th, 2024. However, many of these parties reported that Pakistan's Army Chief General Asim Munir had personally called and urged them not to participate in the gathering. Mr. Abdul Samad also expressed concerns that the Pakistani government is planning to harm or even kill Manzoor Pashteen, the PTM leader.
The Pakistani authorities fear that during the large Pashtun gathering on October 11th, 2024, the international community might learn about the crimes committed by Pakistani dictators and generals against the people of Pashtunkhwa and Balochistan over the past 77 years. Their goal is to silence all voices calling for justice and peace. This wave of arrests and intimidation is a clear violation of the rights of people who wish to participate in a peaceful assembly and express their political opinions.
We demand the immediate release of all innocent individuals detained in Pashtunkhwa and Balochistan and call for the prosecution of Pakistan's criminal generals and political leaders before the International Criminal Court in The Hague.
Best regards
