تکرار
موږ د افغانستان د مافیا سره په ګډه کار نه کوو
د لوی افغانستان ولسه سلامونه
د افغانستان هغه مافیا چی ۲۰ کاله یی د افغانستان حکومت په لاس کی وو پر ځای د دی چی افغان ولس ته خدمت وکړی دوی افغانستان په لوی ناورین اخته کړی او هر ډول خیانتونه یی وکړل, د واک څخه یی ناوړه ګټه اخیستل، دولتی وظیفی یی تر یو ملیون ډالرو پوری د پیسو په مقابل کی خرڅولی, رشوت او باج یی اخیستلی, د دولتی خزانی څخه یی په چلبازی او نامشروع توګه پیسی ایستلی, د افغانستان په ولسی جرکه کی یی رایی د ۱۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ ډالرو پوری په پیسو خرڅولی. د حکومت په نامه یی تیل او نور مواد واردول، وروسته یی په بازار کی خرڅول او عاید یی شخصی جیبو ته اچولی، خپل پالنه (نیپوتیزم) یی کوله, دولتی مځکی یی غصبولی, دمخدره موادو کاروبار یی کولی, شخصی ملیشی یی د خپلو شخصی اهدافو دپاره جوړی کړی وی، داعش خراسان دتروریستانو سره یی یو ځای کار کولی، د خلګو بیرول, جنسی تیری, خلګ لتول, انسان وژل، او داسی نور جنایتونه یی کول. دوی د افغانستان په هر ښار او صحرا کی انارشی تشکیله کړی وه او د پیسو په مقابل کی یی د بهرنیو هیوادو د پاره جاسوسی کول، ځینو یی د (آی ایس آی) دجنرالانو او دیکتاتورانو دپاره کار کوی
اوس داسی ښکاری چی د مافیا ډله بیا غواړی چی د لوی افغانستان ولس وغولوی. هر وخت چی موږ په افغانستان کی د حکومت واک په خپل لاس کی واخلو موږ به دوی ټوله محاکمه کړو
موږ د حکومتی وظیفو د پاره په کافی اندازه داسی اشخاص لرو چی لازمی وړتیاوی لری او دهیواد خدمت ته ژمن دی. موږ د یو شمیر کسانو نومونه په خپله ویبپاڼه کی خپاره کړی دی. موږ همدارنګه ډیر نور نفر هم په نظر کی لرو چی نومونه یی موږ تر اوسه نه دی خپاره کړی
په درنښت
