Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 


د بدخشان او د افغانستان په نورو سیمو کې د ماشومانو وژنی وحشیانه کړنې او لوی جنایت دی

آغلو او ښاغلو

موږ د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۰ نېټه د رسنیو د لارې خبر سوو چې دوی میاشتې وړاندې د بدخشان په ولایت کې یو اوه کلن ماشوم چې نوم یې عثمان وو، د جنایتکارانو د خوا وتښتول سو. دغه کسانو چی عثمان یی یرغمل نیولی وو دماشوم د بیرته را ایله کولو په بدل کی یی د عثمان د کورنی څخه د پیسو غوښتنه وکړل. کله چې د ماشوم کورنۍ ونه توانېدله چې د یرغمل نیوونکو غوښتنې ومني، نو جنایتکارانو عثمان په بې رحمۍ سره ووژلی او د هغه دبدن غړی یی پرې یی کړل. موږ دا وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندو. دا یو لوی جرم دی. د لوی افغانستان ولس د عثمان د کورنی سره په دا غم کی شریک او همدرده دي.

 تر دې مخکې د افغانستان په نورو سیمو کې هم ورته جرمونه سوي دي

    په ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې، په کابل کې یوه شپږ کلنه نجلی چی محسا نومیده وتښتول سوه او ووژل سوه

    په ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې، د کابل د ښار په کارته نو سیمه کې، یو اته کلن هلک چې نوم یې یوسف و، یرغمل او ووژل سو

 د ۲۰۲۳ کال د جون په میاشت کې یو اته کلن ماشوم د پروان ولایت په چاریکار ښار کې یرغمل او ووژل سو

    په ۲۰۲۳ کال د جولای په میاشت کې، د کندهارولایت دمنصور کور په کلی کې یولس کلن هلک، وتښتول سو، پښتورګی یی ځنی وایستل او ووژل سو

 

    په ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې، د بدخشان ولایت د شهدا په ولسوالۍ کې یو دولس کلن ماشوم وتښتول سو او ووژل سو

    په ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې، د کندهار په ښار کې یودری کلن هلک چې نوم یې مزمل وو، وتښتول سواو ووژل سو

موږ د لوی افغانستان پر خلکو ږ غ کوو چې په دې برخه کې سره یو سی او په ګډه زړورتیا وښيي. موږ ستاسو ملاتړ ته هیله مند یو  ترڅو ټول هغه مجرمین د قانون منګولو ته وسپارو چی د ماشومانو په تښتولو او وژلو کی لاس لری. هر هغه څوک چې د بدخشان په پیښه کی دعثمان د قاتلانو په باره کی او همدارنګه په افغانستان کې د نورو ماشومانو د تښتونې او وژنی د عاملینو په اړه معلومات وړاندې کولای سي له اړوندو امنیتي چارواکو او ارګانونو سره دی اړیکه ونیسي او مغعومات دی ورسره شریک کړی. د ماشومانو هر قاتل چی ستاسی د معلومات شریکولو او همکاری په نتیجه کی ونیول سي، نو تاسی ته به د ۲۰۰,۰۰۰ افغانیو انعام درکول سي

په درنښت

 

The killing of children in Badakhshan and other regions of Afghanistan is a barbaric act and a serious crime
 
Dear Sirs,

On March 10, 2025, we learned with great horror from the media that two months ago, a seven-year-old child named Osman was kidnapped by criminals in Badakhshan province. They demanded that Osman's family pay ransom for the release of their child. When Osman's family was unable to pay the ransom, the child was killed by the hostage takers and his body parts were cut off. We strongly condemn this barbaric act. This is an unimaginable serious crime. The people of Greater Afghanistan share this grief and sympathize with Osman's family.

In recent years, similar crimes have occurred in other regions of Afghanistan as well. Here are some of them:

In March 2019, a six-year-old girl named Mahsa was kidnapped and murdered in Kabul.

In March 2020, an eight-year-old boy named Yousaf was kidnapped and killed in Karta-e-Naw district of Kabul city.

In June 2023, an eight-year-old boy was kidnapped and killed in Charikar town, Parwan province.

In July 2023, an eleven-year-old boy was kidnapped, his kidneys were removed and he was killed in Mansur Kor village of Kandahar province.

In August 2023, a twelve-year-old child was kidnapped and killed in Shuhada district of Badakhshan province.

In March 2024, a three-year-old boy named Muzamil was kidnapped and killed in Kandahar city.

We call on the people of Greater Afghanistan to stand together on this issue and show common moral courage. We are hoping for your support to bring all criminals involved in the kidnapping and murder of children to justice. Anyone with relevant information on Osman's killers in the Badakhshan incident or the perpetrators of other child abductions and murders in Afghanistan is requested to contact the relevant security authorities and pass on the information to them. For every child killer caught with your relevant information and cooperation, you will receive a reward of 200,000 Afghanis.

Sincerely,