په افغانستان کې یو ناورین دی !
میرمنو او ښاغلو
لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، افغانستان اوس مهال د یو ژور بشري ناورین سره مخامخ دی او افغان ولس د طالبانو تر پراخو ظلمونو لاندی ژوند کوی
له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې ښځې په حقیقت کې په خپلو کورونو کې بندېانی دي. دوی ته اجازه نه ورکول کیږي چې خپل کور پریږدي او حتی د کور دباندی د چا سره د خبرو کولو اجازه نه لري. ډیری ښځې د طالبانو دخوا بندیانی سوي او شکنجه سوي دی، حتی پر ځینو ښځو د طالبانو دخوا جنسي تیري هم سوي دی. طالبانود نجونو لپاره د زده کړې حق هم په پراخه کچه محدود کړی دی. له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې، له اووم ټولګي څخه پورته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه نسته، پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړلي دي. په افغانستان کې هر هغه څوک چې د خپلو حقونو لپاره په لارو اوکوڅو کې ږغ پورته کړي، هغه که نارینه وي یا ښځه، په بې رحمانه ډول وهل کېږي یا بندی کېږي
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د رسیدو راهیسې، طالبانو ډیری ظلمونه کړي دي. لاندې د دوی د جنایتونو یو څو مثالونه دي
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۸ مه په جلال اباد او د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۹ په اسعداباد کې څو تنه په دې خاطر په ډزو ووژل چې د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ یې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ په لاس کی وو
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۹مه په کندهار ښار کې طالبانو دوی ښځې چې په یوه رکشه کې ناستې وې په دې خاطر په ډزو ووژلې چې رکشی چلوونکي یې د طالبانو په غوښتنه رکشه ونه درول
طالبانو د افغانستان په ختیځ کې په یو موټر کی ناست کسان په ډزو وویشتل ځکه چې هغوی د واده په مناسبت په موټر کې موسیقي اوریدله
طالبانو د کابل د کنټرول په یوه پوسته (چیک پوائنټ) کې پر موټر ډزی وکړی او په موټر کی ناست کسان یی د ښځو په شمول وویشتل
فقر، لوږه، بې روزګاري، کړاو او ناروغۍ په ټول هېواد کې په پراخه کچه اوج ته رسیدلی دي
لنډه دا چې افغانستان په یوه بشري ناورین کې واقع دی. طالبان د سیاست په اړه هیڅ پوهه نه لري. پر ملکي وګړو باندې وسله برابرول او حکم ورکول چې له ځایه حرکت ونه کړي، دا نه سیاست دی، نه حکومتولی ده، بلکې احمقانه کړنی دی
په تېره بیا د طالبانو پنځو مخکښو استازو په افغانستان کې د بې اندازې کړاونو او ظلمونو لامل سوی دی او د اسلام نوم یې بدنام کړی دی. د دغه پنځو کسانو نومونه په لاندی ډول دی
هیبت الله اخندزاده، د طالبانو مشر
عبدالحکیم حقانی د طالبانو د عدلیې وزیر
محمد خالد حنفي، د امر بالمعدوف او نهی عن المنکر وزیر
حبیب الله اغا د پوهنې وزیر
ندا محمد ندیم د لوړو زده کړو وزیر
موږ غوښتنه کوو چې دا پنځه کسان دې ونیول سي او د قانون منګولو ته دې وسپارل سي او یا که اړتیا وي دا کسان دی خنثي کړل سی. البته، دا يادونه مهمه ده چې موږ د طالبانو د ټولو غړو د له منځه وړلو یا وژلو غوښتنه نه کوو. په طالبانو کې ډیری معتدل کسان شتون لري چې د ښځو حقونه مني، د نجونو د ښوونځي پرانیستل غواړي او د افغانستان پرمختګ غواړي. طبعاّ موږ ددغه معتدلو کسانو لپاره د کار کولو وړاندیز لرو چی دوی دی په ځانګړو دندو او ماموریتونو کی وګمارل سی، لکه د مخدره توکو سره مبارزه، د تروریزم سره مبارزه، د فساد سره مبارزه، د لوی افغانستان په سرحدونو کې کنټرول او نظارت، د معدني زیرمو څارنه او اړو خلکو ته د بشري مرستو ور رسول او ویشل
اوسنی ناوړه حالت ته په کتو، موږ غواړو ټولو هغو هېوادونو ته چې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا لري، په ګوته کړو چې هر ډول تړونونه چې دوی د طالبانو سره کړي دی یا یی په راتلونکی کی وکړي – هغه که د کاني زېرمو په برخه کې وي او يا نور مسايل – ټول بې اعتباره دي او نه منل کیږي. هغوی د افغانستان له ناورین څخه خبر دي او باید په خپلو پریکړو کې دا واقعیت په پام کې ونیسي.
په پای کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو: افغانستان په یوه جدي بحرانی حالت کې دی. لوږه، بې وزلي، ناروغۍ، کړاو او بېکاري ورځ تر بلې بدتره کېږي. له همدې امله موږ له تاسو څخه په ټینګه هیله کوو چې د افغان ولس سره مرسته وکړئ، په ځانګړې توګه د خوراکي توکو او درملو په برخه کی او همدارنګه د نورو بیړنیو مرستو په برخو کې لطفاّ ددوی ملاتړ وکړی
په درنښت
It is a disaster in Afghanistan!
Dear Sir or Madam,
As you are certainly aware, Afghanistan is currently experiencing a deep humanitarian catastrophe. The Afghan people are suffering from massive oppression by the Taliban.
For almost four years, women in Afghanistan have been virtually imprisoned in their own homes. They are not allowed to leave their houses and are not permitted to speak on the streets. Many women have already been arrested, tortured, or even raped. The right to education for girls has also been severely restricted. For almost four years, girls from the seventh grade onward have been forbidden to attend school, and universities remain closed to them. Anyone in Afghanistan, whether man or woman, who advocates for their rights on the street is brutally beaten or arrested.
Since their takeover in August 2021, the Taliban have committed numerous atrocities. Below are just a few examples of their crimes:
-
On August 18, 2021, in Jalalabad, and on August 19, 2021, in Asadabad, several people were shot because they were carrying the three-colored Afghan national flag on Afghanistan's Independence Day.
-
On February 19, 2022, in the city of Kandahar, two women who were sitting in a small taxi (riksha or tuk-tuk) were shot because the driver ignored the Taliban's demand to stop.
-
In eastern Afghanistan, drivers were shot because they were listening to music in the car during a wedding.
-
In Kabul, at a checkpoint, passengers in cars, including women, were shot.
Across the country, poverty, hunger, unemployment, suffering, and disease are widespread.
In short, Afghanistan is in a humanitarian disaster. The Taliban have no understanding of politics. Pointing weapons at civilians and ordering them not to move is not politics, nor governance; it is idiocy.
In particular, five leading Taliban figures have caused immeasurable suffering in Afghanistan and tarnished the name of Islam. These individuals are:
-
Hibatullah Akhundzada, Taliban Leader
-
Abdul Hakim Hakkani, Taliban Minister of Justice
-
Mohammad Khalid Hanafi, Taliban Minister for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice
-
Habibullah Agha, Taliban Minister of Education
-
Nida Mohammad Nadeem, Taliban Minister of Higher Education
We demand that these five individuals be arrested and brought to trial, or if necessary, neutralized. However, it is important to emphasize that we are not calling for the elimination or killing of all Taliban members. Within the Taliban, there is a large proportion of moderate forces who accept women's rights, want to open schools, and desire progress for Afghanistan. Naturally, we can propose specific tasks and areas of responsibility for these moderate members, such as in drug control, counterterrorism, anti-corruption efforts, monitoring and surveillance at the borders of Greater Afghanistan, overseeing natural resources, and distributing humanitarian aid to those in need.
In light of the dramatic situation, we wish to inform all countries wishing to invest in Afghanistan that any agreements they have made with the Taliban, or plan to make—whether in the area of natural resources or other matters—are invalid and will not be accepted. They are aware of the catastrophe in Afghanistan and should take this fact into account in their decisions.
In conclusion, we appeal to the international community: Afghanistan is in a serious crisis. Hunger, poverty, disease, suffering, and unemployment are worsening. Therefore, we urgently ask that you help the Afghan people, particularly in the areas of food aid, medical care, and other urgently needed assistance.
Sincerely,
