د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف اقرار وکړی چی د غربی هیوادونو لکه انګلستان، امریکا او نورو دپاره یی د ترهګرو ډلو د ملاتړ کړی دی
د لوی افغانستان ګران ولسه، سلامونه
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۲۴مه، د بریتانیا د تلویزیوني شبکې سکای نیوز سره په یوه مرکه کې، خبریالې یلدا حکیم د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف څخه پوښتنه وکړه چې آیا پاکستان د لسیزو راهیسې ترهګرې ډلې روزلي، تمویل کړي او ملاتړ یې کړی دی؟ خواجه آصف ځواب ورکړ چې پاکستان له تېرو دریو لسیزو راهیسې دا "چټله دنده" د انګلستان، امریکا او غرب لپاره تر سره کوې
د پنجابستان غله، ډاکوګان او شیطانان هڅه کوي چې د لوی افغانستان خلک د امریکا، انګلستان او غرب سره په جنګ واچوي. دا د دوی د پالیسی یوه برخه ده. خو موږ د امریکا، انګلستان، غرب، روسیې یا نړیوالې ټولنې سره دښمني نه لرو. برعکس، موږ د نړیوالې ټولنې درناوی کوو
د پنجابستان خونکارو غلو د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) تر قوماندې لاندې، د ۱۹۸۰ لسیزې پر مهال د شوروي پوځ شاوخوا ۲۶ زره عسکر ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل. دوی د افغان ولس زرګونه بېګناه خلک ووژل. له ۲۰۰۱ راهیسې، دوی پر نوی زېږېدلو ماشومانو، شیرخوره کوچنیانو، امیندوارو ښځو او ناروغانو ډزې وکړلې. له کوچنیانو تر سپین ږیرو پورې یې قتل عام کړل. همدارنګه یی د (آی ایس آی) په امر ۲۳۷۸ امریکايي عسکر او نور ډېر د ایساف عسکر ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل
په حقیقت کې، د پنجابستان غله، جنرالان او واکمنان اصلي ترهګر دي، چې له ۷۷ کلونو راهیسې یې په بلوچستان او پښتونخوا کې اور بل کړی دی، بېګناه خلک یې وژلي، شکنجه کړي او بندیان کړي دي، ځکه چې هغوی د خپلو حقونو غوښتنه کوله. په بلوچستان او پښتونخوا کې تر ۱۰۰ زرو زیات خلک په جبری توګه ورک سوي دی، پوځ او (آی ایس آی) له ځان سره بیولی دی، خو کورنیو ته یې د ژوند یا مرګ په اړه معلومات نه دی ورکول سوی. کله چې د دغو ورک سوو کسانو ښځې کوڅو ته راووزي، مظاهره کوي او پوښتنه کوي چې د دوی مړونه، زامن او وروڼه چېرې دي، نو د پنجابستان دا ترهګر جنرالان او جنایتکاره واکمنان پر ښځو او ماشومانو ډزې کوي، وژني یې او بندی کوی یې. دوی باید وشرمیږي
موږ نه غواړو خپل ولس په بلوچستان او پښتونخوا کې دې جنایتکارانو ته پرېږدو. دوی باید سمدستي خپل ترهګر پوځ زموږ له خاوری – بلوچستان او پښتونخوا – څخه وباسي او خپله پوله دې د اټک سیمی ته نقل کړي
پنجابستان د غلو او جنایتکارانو په لاس کې دی. دوی په حکومتولۍ نه پوهیږي. پخوا یې ادعا کوله چې هند د افغانستان له خاوری څخه پاکستان ګواښي، خو کله چې هند خپل سفارت په افغانستان کی وتړلی، نو پنجابستان پوه سو چی نور پر هند تور نسی لګولای . ورپسې یې بېاساسه تورونه پر افغانستان ولګول او ویل یی چې افغانستان د پاکستان پر خاوره بریدونه کوي. اوس یې نوې ادعا دا ده چې غربی هیوادونو پاکستان دې ته اړ کړی دی چې د ترهګرو ډلو ملاتړ وکړي
موږ له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې اصلي قاتلان یعنی پاکستاني جنرالان او جنایتکاره واکمنان چې په افغانستان کې یې د پاکستاني پوځي استخباراتو (آی ایس آی) په امر بهرني سرتیري وژلي دي، ونیسي، محاکمه دی یی کړی تر څو د خپلو جنایتونو سخت سزا وویني
په درنښت

Confession of Pakistani Defense Minister Khawaja Asif regarding the support of terrorist groups on behalf of Western countries such as England, the USA, and others
Our dear people of Great Afghanistan, greetings!
In an interview on April 24, 2025, with the British news channel Sky News, Pakistan's Defense Minister Khawaja Asif was confronted by journalist Yalda Hakim with the question of whether Pakistan has supported, trained, and financed terrorist groups over decades. Mr. Asif responded that Pakistan has been doing this "dirty work" for Britain, the USA, and the West for three decades.
The "thieves, bandits, and devils" of Punjabistan are attempting to incite the people of Great Afghanistan against the USA, Britain, and the West – this is part of their political strategy. However, we harbor no enmity toward the USA, Britain, the West, Russia, or the international community. On the contrary, we respect the world community.
The "bloodthirsty bandits of Punjabistan," under the command of Pakistan's military intelligence agency ISI, killed about 26,000 Soviet soldiers in the 1980s and injured thousands more. They have killed many innocent people from the Afghan population. Since 2001, they have targeted newborns, infants, pregnant women, and the sick. They have committed genocide against children and the elderly. They have also murdered 2,378 U.S. soldiers and many more ISAF soldiers under the command of Pakistan's ISI, injuring thousands more soldiers.
In reality, the "thieves and bandits," generals, and rulers of Punjabistan are the true terrorists who have been stirring up conflict in Balochistan and Pashtunkhwa for 77 years, murdering, torturing, and imprisoning innocent people who demand their rights. Over 100,000 people have disappeared in Balochistan and Pashtunkhwa – abducted by the military and ISI, with their families never knowing if they are still alive or already murdered. When women from the families of the disappeared protest on the streets and ask where their husbands, sons, and brothers are, these terrorist generals and criminal dictators of Punjabistan shoot at these women and children, murder them, and arrest them. They should be ashamed.
We do not want to leave our people in Balochistan and Pashtunkhwa at the mercy of the oppression of these criminals.They must immediately withdraw their terrorist army from our territory in Balochistan and Pashtunkhwa and relocate the border to Attock.
Punjabistan is in the hands of thieves and bandits. They have proven that they do not understand the principles of responsible governance. In the past, they claimed that India was using Afghanistan as a base to attack Pakistan. However, after India closed its embassy in Afghanistan, this accusation fell apart. Subsequently, Pakistan made unfounded allegations against Afghanistan, claiming that Afghanistan was behind the attacks on Pakistani soil. Now the new claim is that the West has caused Pakistan to support terrorist groups.
We appeal to the world community to hold the true murderers accountable – those who have murdered foreign soldiers in Afghanistan under the orders of Pakistan's military intelligence, namely the murderous generals and criminal dictators of Pakistan – and to punish them harshly for their crimes.
Sincerely,