Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

 

پاکستاني واکمنان قاتلان دي. دوی په پښتونخوا او بلوچستان کې بې ګناه خلک وژني
 
آغلو او ښاغلو

په پښتونخوا او بلوچستان کې د تیرو ورځو د پیښو په خاطر، موږ د نړیوالې ټولنې څخه یوځل بیا په کلکه غوښتنه کوو چې دوی دی د پاکستاني پوځ، استخباراتو (آی ایس آی) او دیکتاتور رژیم جنایاتونو ته متوجه سی لکه د ماشومانو په ګډون د ملکی خلګو وژل، د بیګناه انسانانو په وړاندی د زور څخه کار اخیستل، د بشری حقونو پایمالول او داسی نور
د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۷مه، یوه ۱۱ کلنه نجلۍ چې د پاکستاني پوځ لخوا د هاوان په ګولۍ ویشتل سوې وه او وروسته مړه سوه، د لاریون کوونکو لخوا په تیرا ولسوالۍ (پښتنوخوا) کې د پاکستانی پوځ بارکونو مخ ته ور وړل سوه. لاریون کوونکو د عدالت او د تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه وکړه. د پاکستانی پوځ غبرګون بیرحمانه وو. امنیتي ځواکونو په سوله ایزو لاریونوالو ډزې وکړې، چې اووه ملکي وګړي یې ووژل او لږترلږه ۱۵ نور یې ټپیان کړل
 
دا د ملکی خلګو سره دپاکستانی پوځ د تشدد یوازنی پېښه نه ده، بلکې د څو لسیزو راهیسې په پښتونخوا او بلوچستان کې دغه حالت دوام لری. لاندې د تېرو څو میاشتو د دغه ډول پېښو لنډیز وړاندې کوو
 
د ۲۰۲۵ کال د می ۱۹مه: د رسنیو د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور ماشومان ووژل سول او پنځه نور ټپیان سول
 
د ۲۰۲۵ کال د می ۲۸مه: په جنوبي وزیرستان کې، د پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۲۳ ملکي وګړي، چې ګڼ شمېر ماشومان او تنکي ځوانان هم پکښې شامل وه، ټپیان سول. پر دوی باندی په داسی وخت کی حمله وسول چی د والیبال لوبه یی کول
 
د ۲۰۲۵ کال د جون ۲۴مه: د بخښنې نړیوال سازمان په پښتونخوا ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو راپور ورکړ، چې یوازې سږ کال یې د پنځو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل سو دی - په دې وروستیو کې د ۲۰۲۵ کال د جون په ۲۰مه په یوه مرګوني برید کې د استوګنې ودانۍ او د والیبال لوبې هم په نښه سوی دې
.
د ۲۰۲۵ کال د جولای ۲۲مه: د ټانک ولسوالۍ د ګومل په سیمه کې د پاکستاني پوځ په یوه بل برید کې دوه شپږ کلن ماشومان ووژل سول
 
د پاکستان پوځي استخباراتي اداری (آی ایس آی)، پوځي جنرالانو او دیکتاتور واکمنانو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ډیر زیات جرمونه کړی دي. دوی د افغانستان په ۴۶ کلنه جګړه، ناآرامی، ګډوډۍ او بشري ناورینونو کې د پام وړ لاس لري چی په نتیجه کې، بې شمیره بېګناه خلک - په شمول د ماشومانو، امیندوارو میرمنو، ناروغانو او بوډاګانو - پر سړکونو، په بازارونوکی، په روغتونونوکی، په ښوونځیوکی، په پوهنتونونوکی، په جوماتونوکی، په کار کې او په خپلو کورونو کې ووژل سول
 
د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته، په بلوچستان او پښتونخوا کې، خلک د ۷۷ کلونو څخه زیات د آی ایس آی، پوځ او دیکتاتوري حکومت د پراخ ظلم سره مخامخ دي. پدې کې هدفي وژنې، د ملکي کورونو بمبارۍ، خپل سري نیول، شکنجه، ډله ایزې وژنې، او د فعالینو، ژورنالیستانو، ښوونکو او د تعلیم یافته خلګو جبري ورکیدل شامل دي. دا په بلوچستان او پښتونخوا کې یو وحشتناک حقیقت دی.
هغه کسان چې د دې ظلم په وړاندې خپل ږغ پورته کوي، ځورول کیږي، تښتول کیږي، شکنجه کیږي، وژل کیږي، یا پرته له کومې نښې ورک کیږي. ډیری کورنۍ لا هم نه پوهیږي چې ایا د دوی ورک سوي خپلوان لا ژوندي دي، بندیان دي، یا وژل سوي دي. په بلوچستان او پښتونخوا کې هغه ښځې چې د خپلو میړونو، زامنو یا وروڼو د برخلیک په اړه د معلوماتو لپاره په سوله ایزه توګه لاریون کوي، په منظم ډول د ظالمانه تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي. امنیتي ځواکونه د ربړی مرمیو او اوښکې بهوونکي ګازڅخه کار اخلي - چې په پایله کې یې د لاریون کونکو خپل سري بندی کول او مرګ ژوبله رامنځته کیږي
 
یوه بیلګه یی د بشري حقونو د فعالی ډاکټر مهرنګ بلوچ بندي کول دي، چې د مارچ په ۲۲، ۲۰۲۵ کې د نورو میرمنو سره د ملکي وګړو د جبري ورکیدو په وړاندې د سوله ایز لاریون په خاطر ونیول سوه. بل مثال یی د علي وزیر بندی کول دی، چې د پښتونخوا یو مشهور سیاستوال او د بشري حقونو فعال دی. علي وزیرد دسمبر ۲۰۲۰ راهیسې څو ځله نیول سوی دی. دلنډی مودی د پاره  یی ایله کړی وو، وروسته یی بیرته بندی کی. هغه په عامه توګه په پښتونخوا او بلوچستان کې د مظلومو خلکو د حقونو لپاره ږغ پورته کی او په ښکاره ډول یې د پاکستان پر پوځ او واکمنانو نیوکه وکړه
 
د پاکستان دولت د ترهګرۍ پر وړاندې جعلی جګړه د پلمې په توګه کاروی تر څو سوله ایز غورځنګونه د ترهګرو په نامه معرفی کی او بریدونه پر وکی او د نړیوالې ټولنې څخه په ملیاردونو ډالر مالي ملاتړ ترلاسه کوي. د یوی خوا څخه د پاکستان چارواکي لکه د پوځ مشر عاصم منیر او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار بهر ته سفر کوي او د ترهګرۍ ضد جعلي هڅو لپاره مالي مرستې غواړي، د بلی خوا څخه د پاکستان استخباراتي اداره (آی ایس آی) د لسیزو راهیسې له ۳۰ څخه زیاتو ترهګرو سازمانونو ملاتړ کوي - پشمول د داعش خراسان او طالبانو. دا ډلې په پوځي ډول روزل کیږي، په وسلو سنبال کیږي او د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو او نورو هیوادونو کې د تاوتریخوالي، بې ثباتۍ او ګډوډۍ د خپرولو لپاره کارول کیږي. موږ  پوښتنه کوو:  دا کومه لوبه ده چی پاکستان یی د نړۍ په وړاندې کوي؟
د پاکستان دا دوه ګونی ستراتیژي باید د نړیوالې ټولنې لخوا افشا او ودرول سي

د پورتنی بیان سوی حالاتو په پام کې نیولو سره، مونږ د نړیوالی ټولنی څخه لاندې غوښتنې لرو

نړیواله ټولنه دی په بلوچستان او پښتونخوا کې دی د ملکي وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي او جنګی جنایتونو په اړه سمدستي  څیړنه وکی

په پښتونخوا او بلوچستان کې دی ټوله سیاسي بندیان سمدستي خوشې سی، په شمول د ډاکټر ماهرنګ بلوچ او علي وزیر

نړیواله ټولنه دی د پاکستاني پوځ، دیکتاتور واکمنانو او استخباراتي ادارو په وړاندې بندیزونه ولګوی

نړیواله ټولنه دی پاکستان د هغو هیوادونو په تور لیست کې شامل کی چې د ترهګرو سازمانونو تمویل او ملاتړ کوي

نړیواله ټولنه دی د پاکستان سره ټولی پوځي او مالي همکاری سمدستي بندی کړی

د پاکستان د پوځ، استخباراتي ادارو او حکومت مسؤلین دی د هاګ نړیوالی محکمی ته وسپارل سی 

نړیواله ټولنه نورنسي کولای چی چپ پاته سي یا پرحقیقت سترګی پټی کي. د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې تر نامه لاندې د بشریت پر ضد روان جرمونه  باید ودرول سي. موږ د دې دوه ګوني معیارونو د پای ته رسولو او د نړیوالو قوانینو د عملی کولو غوښتنه کوو
 
موږ په وأضح توګه خبرې کوو او حقیقت بیانوو: تر څو پوری چې د افغانستان دواړه برخې بیا سره یوځای نسي، په سیمه کې به تلپاتې سوله را نه سي. موږ یو هیواد، یو ولس او یو کلتور یو

ستاسو د پاملرنې او ملاتړ په هیله

په درنښت

ضمیمه:  د راپورونو له مخې د پاکستان د استخباراتي ادارې، (آی ایس ای) لخوا تر ۳۰ زیات ترهګریز سازمانونه روزل کیږي او ملاتړ کیږي چی نومونه یی په لاندی ډول دی
 
داعش خراسان
 
طالبان

 حقاني ډله
 
 د القاعده تنظیمول
 
 حزب المجاهدین (HM)
 
 حرکت الانصار ( چې اوس مهال د حرکت المجاهدین په نوم پیژندل کیږي)( HuA)
 
 لشکر طیبه (LeT)
 
 جیش محمد مجاهدین ای-تنظیم (JeM)
 
 البدر
 
جمیعت المجاهدین (JUM)
 
 لشکر جبار (LeJ)
 
 حرکت الجهاد الاسلامي (HUJI)
 
 د متحده جهاد شورا (MJC)
 
البرق
 
  تحريک المجاهدين
 
 الجهاد
 
 د جمو او کاشیر ملي آزادۍ پوځ
 
د خلکو لیګ
 
 د مسلم جنباز ځواک
 
 د کشمیر جهاد ځواک
 
 الجهاد ځواک (د مسلمان جنباز ځواک او د کشمیر جهاد ځواک سره یوځای کوي)
 
 د عمر مجاهدین
 
 محاز ازادي
 
اسلامي جماعت الطلبة
 
 د جمو او کشمیر د محصلینو د ازادۍ جبهه
 
اخوان المجاهدین
 
د محصلینو اسلامي ټولنه
 
 تحریک حریت کشمیر
 
 تحريک نفاذ فقہ جعفريه
 
 د المصطفی د آزادۍ جنګیالي
 
 تحريک جهاد اسلامي
 
 مسلمان مجاهدین
 
 المجاهد ځواک
 
تحريک جهاد
 
اسلامي انقلابي محاذ

 

 

The responsible Pakistani rulers are murdering innocent people in Pashtunkhwa and Balochistan.

Dear Ladies and Gentlemen,

In light of recent events, we urgently appeal to the international community to once again draw attention to deadly violence against civilians – including children – as well as war crimes and systematic human rights violations committed by the Pakistani military, the intelligence agency ISI, and the dictatorial regime in Pashtunkhwa and Balochistan.

On July 27, 2025, an 11-year-old girl who had been critically injured by a mortar shell fired by the Pakistani military and later died, was brought by demonstrators in the Tera district (Pashtunkhwa) to a military barracks. The demonstrators were demanding justice and an end to the violence. The military’s response was appalling: security forces opened fire on the peaceful crowd, killing seven civilians and injuring at least 15 others.

This tragedy is not an isolated case but part of an alarming pattern of violence that has persisted for decades. Below is a summary of several recent incidents:

  • May 19, 2025: According to media reports, a drone strike by the Pakistani military in North Waziristan killed four children and injured five others.

  • May 28, 2025: In South Waziristan, 23 civilians, including several children and teenagers who were playing volleyball, were injured by drone fire from the Pakistani military.

  • June 24, 2025: Amnesty International reported repeated drone attacks in the Pashtunkhwa province, where at least 17 people – including five children – have been killed this year alone, most recently in a deadly strike on June 20, 2025. These attacks reportedly also targeted residential homes and volleyball games.

  • July 22, 2025: In the Gomal area of the Tank region, two six-year-old children were killed in another Pakistani military attack.

The Pakistani military intelligence agency ISI, military generals, and dictatorial rulers on both sides of the Durand Line are responsible for grave crimes. They bear significant responsibility for the 46 years of war, chaos, and humanitarian catastrophe in Afghanistan. In this ongoing conflict, countless innocent people – including infants, children, pregnant women, the sick, and the elderly – have been killed on roads, in markets, hospitals, schools, universities, mosques, workplaces, and in their homes.

On the other side of the Durand Line, in Balochistan and Pashtunkhwa, the population has endured over 77 years of severe repression by the ISI, the military, and the dictatorial government. This includes targeted killings, bombings of civilian areas, arbitrary arrests, torture, mass killings, and the enforced disappearances of activists, journalists, teachers, and intellectuals. This is the brutal reality on the ground.

Those who speak out against this oppression face persecution, abduction, torture, murder, or simply vanish without a trace. Many families still do not know whether their missing loved ones are alive, imprisoned, or already murdered. Women who peacefully protest in Balochistan and Pashtunkhwa to learn the fate of their husbands, sons, or brothers are regularly met with brutal violence. Security forces use rubber bullets, tear gas, and mass arrests – resulting repeatedly in deaths, injuries, and arbitrary detentions.

A particularly disturbing example is the imprisonment of human rights activist Dr. Mahrang Baloch, who was arrested on March 22, 2025, for peacefully protesting alongside other women against the enforced disappearance of civilians. Prominent politician and human rights activist Ali Wazir from Pashtunkhwa has also been repeatedly arrested since December 2020 and remains in custody with only short interruptions. He has publicly advocated for the rights of the oppressed populations in Pashtunkhwa and Balochistan and openly criticized the Pakistani military and leadership.

The Pakistani state misuses the so-called fight against terrorism as a pretext to criminalize peaceful movements while simultaneously receiving billions in financial aid from the international community. While high-ranking Pakistani officials like Army Chief Asim Munir and Foreign Minister Mohammad Ishaq Dar travel abroad seeking funds under the guise of combating terrorism, the Pakistani intelligence agency ISI has, for decades, supported over 30 terrorist organizations – including IS-Khorasan and the Taliban. These groups are trained, armed, and deployed across both sides of the Durand Line and into other countries to spread violence, instability, and chaos.

We ask: What kind of game is Pakistan playing before the eyes of the international community?

This double game must be exposed and stopped by the international community.


In light of these alarming developments, we demand:

  • An immediate international investigation into the violent crimes against civilians in Balochistan and Pashtunkhwa

  • The immediate release of all political prisoners in Pashtunkhwa and Balochistan, including Dr. Mahrang Baloch and Ali Wazir

  • Sanctions against the Pakistani military, dictatorial rulers, and intelligence agencies

  • The designation of Pakistan as a state sponsor of terrorism

  • An immediate end to all military and financial cooperation with Pakistan

  • International criminal prosecution of those responsible in the Pakistani military, intelligence services, and government

The international community must no longer remain silent or look away. The continued crimes against humanity under the pretense of a so-called anti-terror campaign can no longer be tolerated. We call for an end to double standards and the consistent enforcement of international law.

We speak clearly and truthfully: There will be no lasting peace in the region as long as the two parts of Afghanistan remain divided. We are one country, one people, one culture.

We urgently call for your attention and support.

 


Attachment: Terrorist organizations reportedly trained and supported by Pakistan’s intelligence agency ISI:

  1. IS-Khorasan

  2. Taliban

  3. Haqqani Group

  4. Organizing Al Qaeda

  5. Hizb-ul-Mujahideen (HM)

  6. Harkat-ul-Ansar (HuA, now Harkat-ul-Mujahideen)

  7. Lashkar-e-Toiba (LeT)

  8. Jaish-e-Mohammad Mujahideen E-Tanzeem (JeM)

  9. Al Badr

  10. Jamait-ul-Mujahideen (JuM)

  11. Lashkar-e-Jabbar (LeJ)

  12. Harkat ul Jehad al-Islami (HUJI)

  13. Muttahida Jehad Council (MJC)

  14. Al Barq

  15. Tehrik-ul-Mujahideen

  16. Al Jehad

  17. Jammu & Kashmir National Liberation Army

  18. People's League

  19. Muslim Janbaz Force

  20. Kashmir Jehad Force

  21. Al Jehad Force (combining Muslim Janbaz Force and Kashmir Jehad Force)

  22. Al Umar Mujahideen

  23. Mahaz-e-Azadi

  24. Islami Jamaat-e-Tulba

  25. Jammu & Kashmir Students Liberation Front

  26. Ikhwan-ul-Mujahideen

  27. Islamic Students League

  28. Tehrik-e-Hurriat-e-Kashmir

  29. Tehrik-e-Nifaz-e-Fiqar Jafaria

  30. Al Mustafa Liberation Fighters

  31. Tehrik-e-Jehad-e-Islami

  32. Muslim Mujahideen

  33. Al Mujahid Force

  34. Tehrik-e-Jeha

  35. Islami Inquilabi Mahaz