د افغانستان خلک له پراخې بېوزلۍ سره مخامخ دي او په پرلهپسې ډول د طبيعي پیښو له امله د ناورین څخه زیانمنېږي
محترمو آغلو او ښاغلو
د ۲۰۲۵ کال د دسمبر د میاشتې په وروستیو ۳ ورځو کې د افغانستان په یوولسو ولایتونو—هرات، کاپیسا، بادغیس، کندهار، فاریاب، بدخشان، پروان، دایکندی، اروزګان، هلمند او فراه—کې سخت توپانونه، واورې، درانه بارانونه او سېلابونه رامنځته سول
د تر اوسه ترلاسه سوو راپورونو له مخې، ۱۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان سوي دي. سربېره پر دې، شاوخوا ۱۲۰۰ څاروی تلف سوي دي. ۲۷۴ د استوګنې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ سوي او ۱۵۶۰ نور کورونه په جزوي ډول زیانمن سوي دي. همدارنګه، نږدې ۲۸۰۰ هکټاره (۱۴۰۰۰ جریبه) کرنیزه مځکه زیانمنه سوې ده. په ټوله کې، شاوخوا ۱۸۵۰ کورنۍ له زیانونو او تاوانونو سره مخ سوې دي او له ۲۰۰ څخه زیاتې کورنۍ بېکوره سوې دي.
موږ د وژل سوو کسانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او ټپیانو ته د ژر او بشپړې روغتیا هیله کوو
د زیانمنو سوو د ملاتړ لپاره دی له دولتي خزانې څخه مالي مرستې په لاندې ډول ورکړل سي
د هغو کسانو کورنیو ته چې د بارانونو او سېلابونو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی، د هر وژل سوي کس پر سر ۷۰۰۰۰ افغانۍ تاوان ورکول کېږي.
سخت ټپیان سوو کسانو ته د هر کس پر سر ۱۰۰۰۰ افغانۍ مرسته ورکول کېږي.
د هغو استوګنیزو کورونو لپاره چې په بشپړه توګه ویجاړ سوي دي، د هر کور پر سر ۷۰۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د هغو څارویو مالکانو ته چې د یادو طبيعي پېښو له امله تلف سوي دي، د هر حیوان پر سر ۶۰ امریکایي ډالر تاوان ورکول کېږي
موږ له اړوندو ادارو څخه په ټینګار غوښتنه کوو چې د سېلابونو له امله زیانمنو سوو کورنیو ته بېړنۍ مرستې برابرې کړي، چې پکښې لنډمهاله سرپناه (خېمې)، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه، طبي خدمات—د ډاکترانو او درملو په ګډون—او نور بیړني مرستندویه توکي شامل دي.
همدارنګه موږ سپارښتنه کوو چې هغه کورنۍ چې کورونه یې د بارانونو او سېلابونو له امله ویجاړ سوي دي، خپل نوي کورونه د امکان تر حده مقاومت لرونکي او باثباته جوړ کړي، څو د راتلونکو سختو موسمي پېښو پر وړاندې ښه مقاومت ولري او د بیاځلي زیان مخه ونیول سي
سربېره پر دې، موږ د رسنیو له راپورونو څخه خبر سوو چې د ۲۰۲۵ کال د دسمبر پر ۱۷مه، یو شمېر افغان ځوانان د سختې یخنۍ له امله د هرات (افغانستان) څخه ایران ته د پولې د اوښتو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د رسمي معلوماتو له مخې ۱۵ کسان مړه سوي دی، خو عیني شاهدانو ویلی دی چی د یخنی له امله تر ۴۰ کسانو پورې مړه سوي دی. د اغېزمنو سوو کورنیو ته دی د هر وژل سوي کس پر سر ۳۰۰ امریکایي ډالر له دولتي خزانې څخه مالی مرسته ورکول سي
ټول هغه افغان کډوال چې له ایران، ترکیې او نورو هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه سوي دي، د دولتي بیا مېشتېدو د پروګرام له مخې دی بیا مېشت سي. پښتانه راستنېدونکي دی د افغانستان په شمال کې مېشت او مځکه دی ور وویشل سي. غیر پښتانه راستنېدونکي دی په هغو ولایتونو کې مېشت سي چې اکثریت یې پښتانه وي، او هغوی ته دی په پښتون میشتو ولایتو کی مځکه ورکول سي
د دې مېشتېدو د تګلارې موخه دا ده چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ټولو قومونو ترمنځ سولهییز او دوستانه ګډ ژوند، ښی اړیکې او متقابل تعامل ته وده ورکړل سي. د بېلابېلو قومونو د ګډ ژوند له لارې به یو بل پېژندنه او مفاهمه پیاوړې سي، تعصب او کرکه به د منځه ولاړه سي، او د افغانستان د ټولو ټبرونو ترمنځ به دوستي او باور ټینګ سي. د افغانستان ټول ټبرونه په ګډه یو افغان ولس جوړوي
په تېر وخت کې، د افغانستان دننه دا ډول بیا مېشتېدنه د ترانسپورتي زیربناوو د نشتوالي له امله په محدود ډول ممکنه وه. دا زیربنایي ستونزه اوس تر ډېره حده حل سوې بلل کېږي
د بهرنیو هیوادو څخه هری را ستنی سوې کورنۍ ته دی پر مځکه سربیره د استوګنې د کور د جوړولو لپاره د دولتي خزانې څخه ۱۰۰۰ امریکایي ډالر مالي مرسته ور کول سي. د مځکو او مالی مرستو د ویشلو په پروسه کې باید د ماشومانو لرونکو کورنیو ته لومړیتوب ورکول سي
په درنښت
The Afghan people are suffering from widespread poverty and are repeatedly affected by natural disasters.
Ladies and Gentlemen,
During the last three days of December 2025, severe storms, snowfall, heavy rainfall, and flooding occurred in eleven provinces of Afghanistan—Herat, Kapisa, Badghis, Kandahar, Faryab, Badakhshan, Parwan, Daikundi, Uruzgan, Helmand, and Farah.
According to current reports, 17 people lost their lives and 11 others were injured. In addition, approximately 1,200 livestock animals perished. A total of 274 residential houses were completely destroyed, and another 1,560 houses were partially damaged. Furthermore, about 2,800 hectares (14,000 jeribs) of agricultural land were affected. Overall, around 1,850 families suffered losses and damage, and more than 200 families were left homeless.
We express our deepest condolences to the families of the deceased and wish the injured a swift and full recovery.
To support those affected, financial assistance from the state treasury shall be provided as follows:
-
The families of individuals who lost their lives due to rainfall and flooding shall receive compensation of 70,000 Afghanis per deceased person.
-
Severely injured individuals shall receive assistance of 10,000 Afghanis per person.
-
For completely destroyed residential houses, 70,000 Afghanis per house shall be paid.
-
Owners of livestock that perished as a result of the above-mentioned natural disasters shall receive compensation of 60 US dollars per animal.
We strongly urge the relevant authorities to immediately provide emergency assistance to families affected by the floods, including temporary shelter (tents), food, drinking water, medical care—including doctors and medicines—as well as other urgently needed relief supplies.
It is also recommended that families whose homes were destroyed by rainfall and flooding construct their new houses as resilient and stable as possible in order to better withstand future severe weather events and prevent further damage.
Furthermore, we learned from media reports that on 17 December 2025, several Afghan youths lost their lives due to extreme cold while crossing the border from Herat (Afghanistan) into Iran. According to official statements, 15 people died; however, eyewitnesses report up to 40 fatalities. The affected families shall receive compensation of 300 US dollars per deceased person from the state treasury.
All Afghan refugees who have returned to Afghanistan from Iran, Turkey, and other countries shall be resettled under a state resettlement program. Pashtun returnees are to be settled in northern Afghanistan and allocated land. Non-Pashtun returnees, on the other hand, are to be settled in predominantly Pashtun-inhabited provinces and likewise provided with land.
The objective of this settlement measure is to promote peaceful and friendly coexistence, as well as contact and exchange among all tribes in all provinces of Afghanistan. Through the shared living of different tribes, mutual understanding shall be fostered, existing prejudices and hatred reduced, and friendship and trust among all Afghan tribes strengthened. All tribes of Afghanistan together form one people.
In the past, such internal resettlement within Afghanistan was only possible to a limited extent due to insufficient transportation infrastructure. This infrastructural challenge is now considered largely resolved.
In addition, each settled family shall receive a financial grant of 1,000 US dollars from the state treasury for the construction of a residential house. Families with children shall be given priority in the allocation of these funds.
Yours sincerely,
