Liberal Demokratic Party of Afghanistan
Hürderstrasse 4 - D-85551 Kirchheim - Germany - Fax 0049 (0) 89 - 329 21 73

info@afghanistan-jamhuriat.com

Total members: 117.524 (26 June 2017)

 

 

 

د کونړ، پکتیا او پکتیکا په ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو د قربانیانو لپاره  مالي مرسته
 
آغلو او ښاغلو
 
د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۸مه، د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان پر هوايي حریم تیری وکړ او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو پر بېلابېلو سیمو یې هوايي بریدونه ترسره کړل. د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي ووژل سول او ټپیان سول.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) په خپل راپور کی ویلی دی چې د ۲۰۲۶ کال د جون د ۲۸مې نېټې د پاکستان په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژل سوي او ۴۹ نور ټپیان سوي دي. د قربانیانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل وه. د څو ټپیانو روغتیايي حالت لا هم نازک بلل سوی دی، له همدې امله ښايي د قربانیانو شمېر نور هم زیات سي.
یونیسف او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې پلاوي هم په خپلو اېکس پاڼو کې څرګنده کړه چې د ماشومانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه یې په ژوره اندېښنه ترلاسه کړي دي. دواړو ادارو وویل چې دوی د ملګرو ملتونو له ادارو سره په ګډه د دغو بریدونو د پایلو هر اړخیزه ارزونه کوي. دواړو ټینګار وکړ چې د بشری نړیوالو قوانینو رعایت باید په هر وخت کې وسي. ملکي وګړي او ملکي تأسیسات باید هېڅکله د پوځي بریدونو هدف ونه ګرځي، او په ځانګړې توګه ماشومان باید ځانګړی خوندیتوب ولري.
بلخوا د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، وویل چې په دغو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل سوي او ۱۶۳ نور ټپیان سوي دي. د هغه په وینا، د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې استوګنیزې سیمې بمبار کړې دی. لږ تر لږه درې د استوګنې کورونه په بشپړه توګه ویجاړ سوي دي.
تر ټولو زیات تلفات د پکتیا ولایت د څمکنیو په ولسوالۍ کې ثبت سوي دي. په لومړي برید کې یو سپین‌ږیری او یو ماشوم ووژل سول. کله چې د کلي اوسېدونکي د ټپیانو د ژغورلو لپاره ورغلل، هماغه ځای بیا ځل بمبار سو. په دې دوهم برید کې ۲۸ نور کسان ووژل سول او شاوخوا ۱۵۸ تنه ټپیان سول.
د پکتیکا ولایت د ګیان په ولسوالۍ کې یو هوايي برید د یوه ملکي وګړي پر استوګنیز کور ولګېد، چې له امله یې شپږ تنه، چې ډېری یې ښځې او ماشومان وه، ووژل سول. د کونړ ولایت د منورې ولسوالۍ کې هم یو بل استوګنیز کور په بشپړه توګه ویجاړ سو. سربېره پر دې، شاوخوا ۳۰ کورنی څاروی هم له منځه ولاړل.
موږ د شهیدانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي او د زړه له کومې خواشیني څرګندوو، او ټولو ټپیانو ته د ژر او بشپړې روغتیا هیله کوو.
د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو له زیانمنو اوسېدونکو سره د مرستې په موخه، دې د افغانستان د دولت له خزانې څخه لاندې مالي مرستې ورکول سي:
    د هغو شهیدانو کورنیو ته چې د پاکستان د بمبارۍ له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، د هر شهید په خاطر دی ۵۰۰۰ امریکایي ډالر تاوان ورکول سي.
    هر سخت ټپي سوي کس ته دی  ۲۰۰۰ امریکایي ډالر مالي مرسته ورکول سي.
    د هر هغه استوګنیز کور لپاره چې په بشپړه توګه ویجاړ سوی وي، ۳۰۰۰ امریکایي ډالر ورکول سي.
    د هر هغه دوکان لپاره چې په بشپړه توګه ویجاړ سوی وي، ۲۰۰۰ امریکایي ډالر دی ورکول سي.
    د هر هغه موټر لپاره چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله ویجاړ سوی وي، ۲۰۰۰ امریکایي ډالر دی ورکول سي.
    د ویجاړو سوو کرنیزو ځمکو لپاره دی د هر هکتار په بدل کې ۵۰۰۰ افغانۍ مالي مرسته ورکول سي.
    د هغو مالدارانو لپاره چې څاروي یې د بمبارۍ له امله له منځه تللي وي، د هر څاروي په بدل کې دی  ۶۰ امریکایي ډالر تاوان ورکول سي
 
موږ له ټولو اړوندو دولتي ادارو څخه غوښتنه کوو چې د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو هغو کورنیو ته چې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله زیانمنې سوې دي، بېړنۍ مرستې ژر تر ژره ورسوي. په دغو مرستو کې دې په ځانګړې توګه لنډمهاله سرپناه (خېمې)، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه، روغتیايي خدمتونه، طبي درمل، د ډاکټرانو درملنه، او نور اړین بشري مرستندویه توکي شامل وي
 
په درنښت
 
یادونه: د لوی افغانستان د خلکو په استازیتوب له ټولو هغو هېوادونو او مرستندویه سازمانونو څخه چې د سېلابونو، سختو بارانونو او زلزلو له قربانیانو سره یې مرسته کړې ده یا به په راتلونکي کې مرسته وکړي، خپله د زړه له کومې مننه څرګندوو
 
همدارنګه، موږ ځانګړې مننه د هغو ټولو هیوادونو او بنسټونو څخه کوو چې د بمباریو له امله د بې‌ګناه قربانیانو سره یې مرسته کړې ده، او هغو کورنیو ته یې دمرستی لاس ورکړی دی چې خپل کورونه او د ژوند سرچینې یې له لاسه ورکړې دي، او همدارنګه د هغو هیوادونو او بنسټونو منندویه یو چې د لوږې، بېوزلۍ او ناروغیو له امله ځورېدونکو انسانانو ملاتړ کوي. ستاسو همدردي، خواخوږي او بشري مرستې زیانمنو خلکو ته هیله وربخښي او ستاسی  ملاتړ بې‌ساری ارزښت  لری

 

Financial Assistance for the Victims of the Pakistani Airstrikes in the Afghan Provinces of Kunar, Paktia, and Paktika

Dear Sir or Madam,

On 28 June 2026, the Pakistani military once again violated Afghan airspace and carried out airstrikes in the Afghan provinces of Kunar, Paktia, and Paktika. The attacks resulted in the deaths and injuries of numerous civilians.

According to the United Nations Assistance Mission in Afghanistan (UNAMA), at least 28 civilians were killed and 49 others were injured during the Pakistani airstrikes of 28 June 2026. Among the victims were women and children. Several of the injured were reported to be in critical condition, raising concerns that the death toll could increase.

UNICEF and the Delegation of the European Union to Afghanistan stated on their X accounts that they were deeply concerned by reports of children who had been killed or injured. Together with the United Nations, they were conducting a comprehensive assessment of the consequences of the attacks. Both organizations emphasized that international humanitarian law must be respected at all times. Civilians and civilian infrastructure must never be targeted in military operations, and children, in particular, must receive special protection.

The spokesperson for the Taliban administration, Zabihullah Mujahid, stated that at least 36 civilians were killed and 163 others were injured in the airstrikes. According to his statement, Pakistani military aircraft bombed residential areas in several parts of the provinces of Paktia, Paktika, and Kunar. At least three residential houses were completely destroyed.

The heaviest casualties were reported in Tsamkani District (Paktia Province). During the first strike, an elderly man and a child were killed. When local residents gathered to assist the injured, the same location was struck again, killing an additional 28 people and injuring approximately 158 others.

In Giyan District (Paktika Province), an airstrike hit the home of a civilian, killing six people, most of them women and children. In Manora District (Kunar Province), another residential house was completely destroyed. In addition, approximately 30 livestock animals were killed.

We extend our deepest condolences to the families of those who lost their lives and wish all those who were injured a swift and complete recovery.

To support the population affected by the Pakistani airstrikes in the provinces of Kunar, Paktia, and Paktika, the following financial assistance shall be provided from the state treasury:

  • The families of those who lost their lives as a result of the Pakistani bombardment shall receive compensation of US$ 5,000 for each deceased person.
  • Seriously injured persons shall receive financial assistance of US$ 2,000 per person.
  • Owners of completely destroyed residential houses shall receive US$ 3,000 for each destroyed house.
  • Owners of completely destroyed shops shall receive US$ 2,000 for each destroyed shop.
  • Owners of vehicles destroyed as a result of the Pakistani airstrikes shall receive US$ 2,000 for each vehicle.
  • Owners of destroyed agricultural land shall receive financial assistance of 5,000 Afghanis per hectare.
  • Owners of livestock that perished as a result of the bombardment shall receive compensation of US$ 60 per animal.

We request the relevant authorities to provide immediate emergency assistance to the families affected by the Pakistani airstrikes in the provinces of Kunar, Paktia, and Paktika. Such assistance should include, in particular, emergency shelters (tents), food, safe drinking water, medical care, including treatment by healthcare professionals and essential medicines, as well as other urgently needed humanitarian relief supplies.

Yours sincerely,

P.S. On behalf of the people of Greater Afghanistan, we express our sincere and heartfelt gratitude to all countries and organizations that have assisted, or will assist in the future, the victims of floods, heavy rainfall, and earthquakes.

We also extend our special thanks to everyone who has stood by the innocent victims of bombardments who have lost their homes and livelihoods, as well as to those who support people suffering from hunger, poverty, and disease. Your solidarity, compassion, and humanitarian assistance provide hope to those affected and are of immeasurable value.